حامد کرزی

حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دئ، چي د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴ ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د کندهار ولايت د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. حامد کرزي د لومړي ځل لپاره په ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ کال کي د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو. حامد کرزی د افغانستان دوولسم ولسمشر او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوې ولسمشر دي، ښاغلي کرزی همدارنګه د افغانستان تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر وو.

د چابهار ځانمرګی برید، ۲۰۱۸

په ۶ ډسمبر ٢٠١٨ باندې د ايران په سيستان بلوچستان ولايت کي د سمندر لوري ته نږدي ښار چابهار کي و قومندانۍ ته نږدي چاودنه وسوه په دي بريد کې ۴ پوليس او ۴۸ ملکيان ووژل سولد ايران رسنئ وايي دا بريد انصار الفرقان ترسره کړی دی. وروسته بيا انصار الفرقان دا کړنه وهم منل. د دې ځانمرګي برید کونکي په اړه ویل کیږي چې هغه لومړۍ د امام حسین په نوم یو جومات ته چې پکې د امام حسین د شهادت له امله یې د عزاداري مراسم جوړ کړي و ور ننوځي او بیا ځان چوي.

عبدالمنان ارغند

عبدالمنان ارغند د مولوي سردارمحمد فيضاني زوی په ۱۳۶۲ هجري لمريز کال د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ د پاشمول په کلي کي د مولاداد اخندزاده په علم پروره کورنۍ کي زېږېدلی وو.

مدهوبالا

مدهو بالا (۱۴ فبروري ۱۹۳۳ - ۲۳ فبروري ۱۹۶۹) (اصلي نوم: ممتاز جهان) د هندي ژبې فلمونو لوبغاړې وه، هغه د ١٩۴۲ څخه تر ١٩۶۰ پورې د هندي سينما په کلاسيک (پخواني) فلمونو کي راښکاره سوه. هغه اوس هم د هندي سينما د مشهورو شخصیتونو څخه ګڼل کېږي. مدهو بالا د اوږدې مودې د زړه د ناروغۍ له امله په ٢٣ فبروري ۱۹۶۹ کي خپله ساه ورکړه. هغې ته ښکلا د ټراډيجي سره او د هندۍ سېنما وينس هم ويل کيدل.

منظور پشتين

منظور احمد پښتين یا منظور احمد پشتين په کال ۱۹۹۴ کې د سويلي وزيرستان په يو وړوکي کلي مولې خان سرای کې زېږېدلی. پلار عبدلودود محسود يې د کلي په پوھنځي کې استاد دی او ځکه منظور پښتين خپلې لومړۍ زدکړې هم د کلي د پوھنځي څخه پيل کړي. د تعليم مزل يې د گومل پوهنتون، ډېره اسماعيل خان څخه د ډي وي آيم يا د څارو د ډاکټر د سند په اخستلو پاې ته ورسيد.

هما قریشی

هما سلیم قریشی (لاطینی: Huma Qureshi) یو هندي فلمی لوبګره ده چې تر ډیره په هندی ژبه فلمونو کې کار کوي، هما قریشی دری ځله د فلمفیر جایزی وګټلی، او د هند د ښکلو ښځینه لوبګرو په لړ کی یی هم ځان ته ځای پیدا کړ.

په بلې ژبې کې لوستل