کاناډا

کاناډا په انګلیسي Kanada) د سهېلي امريکا د لويې وچې يو داسې هېواد دی چې د هماغې لويې وچې ډېرۍ برخه همدا هېواد جوړوي. همدا هېواد په خپل ختيځ کې د اطلس سمندر نه نيولې تر لويدځ پورې د آرام سمندر پورې غځېدلې دی او د سهېل لورې ته د سهېلي قطبي سمندر پورې زمکه همدغه هېواد په ځان کې رانغاړي. د ارتوالي له مخې دا د نړۍ دويم لوی هېواد دی

Flag of Canada
Canada (orthographic projection)
Canada
کاناډا
Flag of Canada
بيرغ
موخه: "له دی ساحله تربله" (کينډۍ:ISO 639 name la)
"له دی ساخله تر بله"
(د کاناډا رسمي نښان)
سرود: "د کاناډا ملي سرود"
Royal anthem: "خدای پامان ملکه"
[۱]
Location of Canada
پلازمېنه اتاوا
Largest city ټورنټو
رسمي ژبې
Recognised regional languages
  • Chipewyan
  • کري
  • Gwich’in
  • Inuinnaqtun
  • اینوکتیتوت
  • Inuvialuktun
  • North Slavey
  • South Slavey
  • Tłı̨chǫ
قومي ډلې کينډۍ:د وګړو سلنه
پيژندګلوي کاناډایي
حکومت فدرال پارلماني مشروطه پادشاهي[۲]
• پادشاه
دوهمه الیزابت
• والی
جولی پایت
• لومړی وزیر
جاستین تروډو
• د کاناډا د محکمی ریس
بورلی مک‌لاکلین
قانون جوړونه پارلمان
• لوړترين کور
مشرانو جرګه
• کښته ترين کور
معمول جرګه
جوړښت از د بریتانیا پادشاهي او ایرلنډ
• د اساسي قانون هوکړه
۱ جنوری ۱۸۶۷
• وست‌مینستر مقاله لیک
۱۱ ډسمبر ۱۹۳۱
• د کاناډا تړون
۱۷ افریل ۱۹۸۲
سیمه
• اوبه (٪)
8.92 (891,163 km2 / 344,080 mi۲)
ټولټال سيمه ۹٬۹۸۴٬۶۷۰
د کثافاتو نړيوال ريکاډ ۲۲۸ام
• ۲۰۱۱ سرشمېرنه
33,476,688[۳]
کثافت ۳٫۴۱
ن خ د ت (پي پي پي) ۲۰۱۳  د اټکل له مخې
• ټول
$۱٫۵۱۸ تریلیون[۴] (دیارلسم)
• پر نفر
$43,146[۴] (نهم)
نا خالص داخلي تولید (نومي) ۲۰۱۳  د اټکل له مخې
• ټول
$۱٫۸۲۵ ټریلیون[۴] (لسم)
• پر نفر
$51,871[۴] (دهم)
ګيني (۲۰۱۰) ۳۳٫۷[۵]
Error: Invalid Gini value · 103rd[۶]
د بشري پرمختيا اندازه  (۲۰۱۳) Steady ۰٫۹۰۲[۷]
Error: Invalid HDI value · اتم
پيسې د کاناډا ډالر ($) (CAD)
وخت زون (يو ټي سي−۳٫۵ تا −۸)
• اوړي (دورخکو)
 (يو ټي سي−۲٫۵ تا −۷)
د نیټې بڼه کينډۍ:نوملړ
د موټر چلولو لورې ښوی
د ټیلیفون کوډ ۱+
انټرنېټ کوډ .ca

[۹]. د کاناډا سوېل او سهېل لوېديځ لور ته د امريکا د متحده ايالاتو هېواد پروت دی. پراخوالی، د غرونو جګې لړۍ او د سمندرونو تاوده او ساړه بهیرونه هغه عوامل دي چې د کاناډا په اقلیم اغېزه کوي. په عمومي توګه دغه هېواد څلور ډوله هوا لري: لومړی، هغه سیمې چې د سمندر سواحلو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او په ژمي کې بیا سړه وي. دویم، هغه سیمې چې د راکي د غرونو لړیو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا ګرمه خو په ژمي کې بیا ډېره سړه وي. درېیم، هغه سیمې چې اتلس سمندرګي ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او باراني وي، خو په ژمي کې یې بیا هوا سړه او واورینه وي. څلورم، د کاناډا شمالي سیمې دي چې هوا یې ډېره سړه ده، د کال په اتو میاشتو کې د دې سیمې هوا د سانتیګراد تر صفر درجې هم ښکته وي.

ایداري ویش

جغرافیایي سیمه پلازمینه د پلازمینی ډول
کاناډا اټاوا ملي
آلبرتا ادمونتون ولایتي
بریتیش کلمبیا ویکتوریا ولایتي
مانیتوبا وینیپګ ولایتي
نیوبرانزویک فردریکتون ولایتي
نیوفاندلند او لابرادور سنت جانز ولایتي
اسکوشیا سیمه هلیفاکس ولایتي
انتاریو ټورنټو ولایتي
پرنس اډوارډ ټاپو شارلوت‌ ټاون ولایتي
کبک کبک ولایتي
سسکچوان رجاینا ولایتي
نورت‌وست تریتوریز یلونایف ولایتي
نوناووت ایکالوییت ولایتي
یوکان وایت‌هورس ولایتي

د وګړو ویش

د کاناډا پلازمېنه اوتاوا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر تر ۳۵ ميلیونو تنو پورې رسېږي. د نفوسو ګڼوالی یې په هر کیلو متر مربع ساحه کې تر څلورو تنو پورې رسېږي. د دغه هېواد ۸۲ سلنه وګړي په ښارونو او پاتې ۱۸ سلنه نور یې په کلیو او بانډو کې ژوند کوي. د دغه هېواد د قانون له مخې هره کورنۍ يوازې د دوو ماشومانو د لرلو اجازه لري. ۲۳ سلنه وګړي یې کاناډایان ، ۲۰ سلنه فرانسویان، ۱۶ سلنه برېټانويان، ۱۴ سلنه سکاټلنديان، ۱۳ سلنه اېرلنډیان او پاتې نور یې جرمنیان او چینایان دي.

دین

۴۱ سلنه وګړي یې کاتولیکان، ۲۰ سلنه یې پروتستانت، ۶ سلنه یې مسیحیان، ۴ سلنه یې مسلمانان او پاتې نور یې د بودایي او یهودي دینونو پیروان دي . رسمي ژبه یې انګرېزي ده، خو لیکدود یې لاتیني دی. د اداري وېش له مخې کاناډا ۱۰ ايالتونو او درې خپلواکې سیمې لري.

مهم ښارونه

تورنټو، مونټریال، وانکوور، کالګري، اډمېنټن، کیوبېک او سکاربورو یې مهم ښارونه دي.

اساسي قانون

د کاناډا اساسي قانون دوه لیکلې او نالیکلې برخې لري. د دغه هېواد د قانون لیکلې برخه د شمالي امریکا اساسنامه ده چې د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د مارچ په ۲۹مه نافذه شوې ده. اساسنامې هغه وخت د داسې یو فدراسیون د جوړېدلو بنسټ کېښود، چې څلور برخې یې درلودې.

کاناډایان د ۱۹۲۷ او ۱۹۸۱ زېږدیزو کلونو تر منځ د یو بشپړ اساسي قانون د جوړولو په چاره کې ډېر بریالي نه وو، خو وروسته د کاناډا فدارالی دولت، ايالتي حکومتونه، مشرانو جرګه او ولسي جرګه په دې سلا شول چې په خپل لیکلي اساسي قانون کې بدلونونه راولي، دې قانون په کاناډا کې د برېټانیا د پارلمان د واک ټغر ټول کړ.

د حکومت ډول

د کاناډا د نظام بڼه مشروطه پاچايي ده، خو پارلمان یې بیا د ولسواکۍ څرګندونه کوي.

د کاناډا ګونرجنرال د پاچا له خوا د لومړي وزیر په مشوره د پنځو کلونو لپاره ټاکل کېږي، البته په هغه صورت کې چې ګوند یې په پارلمان کې ډېرې څوکۍ وګټي. د کابینې وزیران بیا د لومړي وزیر له خوا په پارلمان کې د اکثريت څوکيو لرونکي ګوند یا اېتلاف د غړو له منځه ټاکل کېږي.

قضایه نظام

د کاناډا حقوقي نظام پر مدني قوانینو ولاړ دی، خو په کیوبېک کې د فرانسوي مدني قوانینوته ورته قوانین عملي کېږي. ستره محکمه د دغه هېواد تر ټولو لوړ قضایي ارګان دی چې یو مشر او ۸ غړي لري، ټول د لومړي وزیر له خوا د ګورنر جنرال او قضایي شورا په مشوره ټاکل کېږي او تر ۷۵ کلنۍ پورې کار کولی شي.

سیاسي ګوندونه

بلاک کیوبېکس، د کاناډا محافظه کار ګوند، زرغون ګوند، لېبرال ګوند او نوی ولسواک ګوند د دغه هېواد مشهور او لوی ګوندونه دي. یاد هېواد د ۱۸۶۷ زېږدیز کال د جولای په لومړۍ له برېټانیا څخه خپلواکي ترلاسه کړه چې اوس هم په دغه هېواد کې د جولای لومړۍ نېټه د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت نمانځل کېږي.

طبیعي زیرمي

طبيعي زېرمې، کرنه، فعال انساني ځواک، په پراخه پیمانه اوبه او ځنګلونه د کاناډا د اقتصادي ودې عمده او مهم لاملونه دي.

پرمختګ

کاناډا اوس د نړۍ له ډېرو پرمختللو هېوادونو څخه شمېرل کېږي چې د کرنې، صنعت، ترانسپورټ، مخابراتو، کانونو او خدماتو سکټورونه یې په ډېره پرمختللې ټکنالوژۍ سمبال شوي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د کاناډا د کانونو استخراج او پروسس، صنعتي تولیداتو او د خدماتو سکټورونو دومره پرمختګ کړی چې دغه هېواد اوس له روسیې وروسته د نړۍ اتم لوی صنعتي هېواد دی.

صادرات او واردات

د کاناډا ۷۵ سلنه صادراتي توکي امریکا ته ځي. د ناخالصو کورنيو تولیداتو کچه يې هر کال تر ۱.۸۰ ټرېلیونو ډالرو پورې رسېږي. د سړي سر کلني عاید کچه یې ۴۰۴۰۹ ډالرو او کاري ځواک یې بیا تر ۲۰ مېلیونو تنو پورې رسېږي.

اوسپنه، پولاد، المونیم، نقلیه وسایط، بېړۍ، الوتکې، لوی او کوچني موټر، د اورګاډي پټلۍ، د کانونو د ایستلو او د لارو او ډګرونو د جوړولو لوی ماشینونه، دچاپ ماشینونه، کېمیاوي توکي، پلاستیک، ربړ او درمل د دغه هېواد له مهمو صنعتي تولیداتو څخه شمېرل کېږي.

کرکیله

د کاناډا ۶ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. ۲ سلنه یې څړځایونو، ۳۵ سلنه يې ځنګلونو او پاتې یې غرونو، غونډیو، سیندونو، ښارونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده.

کاناډا د کرنې لوی سکټور لري. د دغه سکټور د ښه پرمختګ له امله کاناډا د ځان بسياینې تر څنګ، نورو هېوادونو ته هم په پراخه پیمانه کرنیز محصولات صادروي.

کاناډا په نړۍ کې د غنمو شپږم لوی تولیدوونکی او د امریکا له متحدو ایالتونو څخه وروسته دويم ستر صادروونکی هېواد دی.

سیلاني

سیاحت د کاناډا په ناخالص کورني تولید کې ۴ سلنه ونډه لري. دغه هېواد په یوه وخت کې درې لکو سیلانیانو ته د ټولو اسانتیاوو د برابرولو وړتیا لري. په کاناډا کې ۷۲۰۰۰ هوټلونه، رسټوانټونه او ۳۱۰۰ ترانسپورټي شرکتونه فعال دي. د دغه هېواد د صادراتو ټوله کچه ۴۸۵ ميلياردو ډالرو او د وارداتو ټوله کچه یې بیا ۳۷۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي.

د کاناډا مهم سوداګریز شریکان

د امریکا متحد ایالتونه، جاپان، برېټانیا، جنوبي کوریا، جرمني، چین، اسټرالیا، برازیل، ډنمارک، فرانسه، مالېزیا، مکسیکو، نایجيریا، ناروې، سعودي عربستان، تایوان، او سویډن هغه هېوادونه دي چې کاناډا ورسره په لویه کچه سوداګریزه راکړه ورکړه لري.

د پیسو واحد

د کاناډا پولي واحد کاناډایي ډالر دی. مالي کال یې د اپرېل له لومړۍ ورځې پیل او د بل کال د مارچ تر ۳۱ مې پورې دوام کوي.

جغرافیه

کاناډا د پراخوالي له پلوه د نړۍ دويم، خو د وګړو د شمېر له پلوه بيا په نړۍ کې ۲۸م هېواد دی. دغه هېواد ۱۸۱ سوداګریزې بېړۍ او ۱۴۶۷ هوایي ډګرونه لري چې له دې ډلې يې ۵۳۳ ډګرونه په پاخه او اساسي ډول رغول شوي دي.

رسنۍ

کاناډا دولتي ټلوېزیون او چاپي رسنۍ نه لري او ټولې په عامه شرکتونو او خصوصي سکټور پورې اړه لري. ۱۴۸ ټلوېزیونونه او ۲۰۰۰ راډیوګانې لري چې په بېلا بېلو برخو کې نشرات لري. د دې تر څنګ ۲۵ ورځپاڼې او ۱۴۰۰ مجلې هم په دغه هېواد کې فعالیت کوي. همدا راز په دغه هېواد کې هر کال ۲۰۰۰۰ نوي علمي، هنري او ادبي لیکلي یا ژباړلي کتابونه خپرېږي.

پوهنه

کاناډا د نړۍ د سترو او هوسا هېوادونو څخه دی. د کاناډا ۹۹ سلنه وګړي په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ، مسلکي او یا لوړې زده کړې لري. د دغه هېواد د قانو ن له مخې زده کړې له ۶ کلنۍ تر ۱۵ کلنۍ پورې وړیا او اجباري دي.

روغتیا

په کاناډا کې د ژوند چاپېریال د ښه جغرافیایي موقعیت، اوبو، ځنګلونو، پارکونو، د خلکو د لوړ پوهاوي او سم مدیریت له امله زرغون او پاک دی. د خلکو روغتیايي حالت یې ښه دی او داسې ټولنیزې بیمې لري چې له خلکو سره د زړښت، ناروغتیا وزګارتیا، معلولیت، تقاعد او مړینې په صورت کې مرسته کوي.

قومي ډلې

د کاناډا لومړني اوسېدونکي اینویت او نور هغه قومونه دي چې د اسیا له ختیځو برخو څخه د بینک تنګي له لارې دې سیمې ته تللي دي. دا خلک ډېره موده په شمال، لویدیځ او نورو سیمو کې په غلو، دانو او د ښکار په غوښو ژوندي وو او هڅه یې کوله چې له طبعیت سره په جګړه کې بریالي راووځي او پر مختګ وکړي.

تاریخ

په ۱۶۱۰ زېږدیز کال کې برېټانوي سمندري سیلاني او کاشف هېنري هوډسن یو خلیج وموند چې وروسته د ده په نامه ونومول شو. په ۱۶۲۹ زېږدیز کې برېټانویانو د کیوبېک ښارګوټی ونیو. په ۱۶۳۱ زېږدیز کې دویم برېټانوی توماس جامس له خپلو ملګرو سره کاناډا ته په سفر لاړ چې اوس یې یو خلیج په نامه یادېږي. برېټانویانو په ۱۶۶۳ زېږدیز کال کې د کیوبېک ښارګوټی فرانسویانو ته پرېښود.

له افغانستان سره اړیکي

له کاناډا سره د افغانستان اړیکې د ۱۹۷۰ زېږدیز کال د جون په پنځمه په واشنګټن کې افغان سفیر عبدالله خان ملکیار او په اسلام اباد کې د کاناډا سفیر مک کوکي د خپلو متبوعو دولتونو په استازیتوب د کابل - اوتاوا تر منځ د نا استوګنو سفیرانو په کچه د ډیپلوماټیکو اړیکو د پیل هوکړه لاسلیک کړه او د ۲۰۰۳ زېږدیز کال دسپټمبر په ۵ مه په کابل کې د کاناډا سفارت پرانيستل شو.

له افغانستان څخه تر کاناډا پورې د هوا له لارې ۱۰۰۰۸ کیلومتره واټن پروت دی. د کابل او اوتاوا تر منځ د وخت توپير نهه نيم ساعته دی

سرچینې

  1. D. Michael Jackson (Chief of protocol for the Government of Saskatchewan) (2013). The Crown and Canadian Federalism. Dundurn. p. 199. ISBN 978-1-4597-0989-8. http://books.google.com/books?id=ZcIf46DzpfUC&pg=PA199.
  2. Hail, M; Lange, S (February 25, 2010). [اصطلاحي تېروتنه: د ناپېژندلې ليکنښې لوښه "۱". "Federalism and Representation in the Theory of the Founding Fathers: A Comparative Study of US and Canadian Constitutional Thought"]. Publius: the Journal of Federalism 40 (3): 366–388. doi:10.1093/publius/pjq001.
  3. Statistics Canada (په January 30, 2013 کې). Population and dwelling counts, for Canada, provinces and territories, 2011 and 2006 censuses.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ ۴٫۳
  5. . GINI index. The World Bank
  6. . Country Comparison: Distribution Of Family Income – Gini Index. World Factbook. CIA
  7. . Table 1: Human Development Index and its components. UNDP
  8. (په December 17, 2014 کې). CANSIM - 051-0005 - Estimates of population, Canada, provinces and territories. Statistics Canada
  9. Central Intelligence Agency (په 2006-05-16 کې). The World Factbook: Canada. Central Intelligence Agency
آټاوا

آټاوا یاهم (اتاوا) Ottawa) د کاناډا هیواد پلازمینه او څلورم لوی ښار دی. یاد ښار په شمالي امریکا مې د سنټ لوران سیند ترڅنګ پروت دی.

بریتیش کلمبیا

بریتش کلمبیا آیالات په انګلیسي British Columbia د کاناډا ترټولو لویدیځه برخه د راکي غرونه او آرام سمندر ترمنځ پروت آیالات دی. بریتیش کلمبیا ولایت په ۱۸۷۱م کال کې د کاناډا کنفدراسیون سره د ولایت په ډول یوځای شو.

د یاد ولایت(آیالات) پلازمینه ویکتوریا او لوی ښار یې ونکوور دی.

تصوف

د الرساله القشېريه ليکوال (امام ابو القاسم القشېري) ليکي چې په هره ژبه کې پاکي د تعريف وړ ده، او ناپاکي چې ددې ضد دى، د رټلو ده.

نوموړې د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث (ذهب صفو الدنيا) او کدورت باقي پاتې شو، نو ځکه اوس مرگ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده.

امام قشېري وايي چې دا نوم د صوفيانو په ډله باندې راغبرگ شو. نو ځکه د يو سړي لپاره ويل کېږي، چې (صوفي سړى). او د ډلې لپاره د (صوفيان سړي) او هغه څوک چې ځان دې ډلې سره نښلوي، د (متصوف) په نامه سره يادېږي (صوفي ورته نشي ويل کېداى)، او د ډلې لپاره د (متصوفه) ؤ لفظ استعمالېږي.

توريالی ويسا

توريالى ويسا چې د کندهاراوسيدونکى اوددي ولایت پخوانۍ والي وو. هغه د کرنې او مالداري په برخه کې لوړې زده کړې کړي او د والیتوب پر محال یی ۵۸ کاله عمر درلود يو مهال د کندهار پوهنتون لومړنى مشر و. هغه چې ١٣ کاله يې په کاناډا کې تير کړي هلته يې د بريټيش کولمبيا په پوهنتون کې استاذي هم کړي.

د امریکا متحده آیالاتونه

د امریکا متحده ایالتونه یا (متحده ایالتونه، امریکا، آمریکا) په انګلیسي کی (United States of America, the U.S., USA, America) یو فدرالي جمهوری هېواد دی چی له پنځوسو ایالتونو او یو فدرالي ولسوالۍ څخه جوړ شوی دی.

د دې هیواد ډیری برخه د شمالی امریکا پر لویه وچه کی پرته ده. د دې هېواد اته څلویښت ایالتونه او یوه فدرالي ولسوالۍ د اتلاس (Atlantic) او ارام اقیانوس (Pacific) سمندرنو تر منځ پراته دي. دا هېواد شمال کی له کاناډا او په سویل (جنوب) کې له مکسیکو هیواد سره گډه پوله لري. د آلاسکا ایالت د شمالي امریکا د لويې وچی په شمال ختیځ کی موقعیت لري چی روسیه یی لویدیځ کی پرته ده. د هواای (Hawaii) ایالت د ارام اقیانوس په منځ کی موقعیت لري چی هر کال د نړۍ ډیر سیلانیان د تفریح لپاره دی ایالت ته راځي. ۳،۷۹ میلیون مربع مکعب مساحت او څه باندی ۳۰۸ میلیونو وگړیو په درلودلو سره د امریکا متحده ایالتونه په نړۍ کی دریم یا څلورم لوی هیواد دی. دا یو له هغه هیوادونو څخه دی چی پکی بیلابیل ډول کلتورونه او د نړی له مختلفو هیوادونو څخه کډوال شته. ددی هیواد لمړني اوسیدونکی د اسیا د لویې وچی استوگن ول. له اروپا سره د جنگونو او ناروغیو له امله د امریکا اصلی اوسیدونکو تعداد کم شو. د امریکا متحده ایالتونه د بریتانی دیارلسو مستعمرو په حلو ځلو کشف شوه. د ۱۷۷۶ کال د جولای میاشت په ۴ مه هغوی خپلواکي اعلان کړه چی وروسته په دې وتوانیدل چی یوه هماهنگه اتحادیه تاسیس کړي. د امریکا په انقلاب کی چی لمړې بریالې جگړه وه دغو یاغی ایالتونو وشو کولای چی د بریتانی امپراتوری ته ماتې ورکړي. د امریکا اوسنی اساسي قانون د۱۷۸۷ کال د سپټمبر د میاشتی پر ۱۷ مه نیټه ترتیب شو. په ۱۹ مه پیړی کې امریکا وشو کولای چی د فرانسی، هسپانیا، بریتانا، مکسیکو او روسیې څخه ځمکه وگټی او د ټکساس او هواای جمهوریتونو سره یی ضمیمه کړي. د ایالتونو د حقوقو پر سر او د مریتوب د سیستم د پراخولو پر سر د شمال او سویل (جنوب) ایالتونو د مناقشو په نتیجه کی د امریکا د ۱۸۶۰ کال کورنۍ جگړې پیل شوې. دغه جگړی د شمال په گټه پای ته ورسیدې چی له امله یی د مریتوب سیستم او دایالتونو د بیلولو پلانونه د تل لپاره له منځه ولاړل.

د هندي فلمونو د نارینه لوبغاړو لړلیک (نوملړ)

دا د هندي فلمونو د نرينه لوبگرانو لړ دی.

د کاناډا هیواد د ولایتونو نوملړ

د کاناډا هیواد د آیالاتونو نوملړ (د کاناډا ولایتونه)

روسي ژبه

روسی ژبه ( په روسی: Русский язык) د ختیځ سلاوي ژبو ځخه یوه مهم ژبه ده چی د ختیځ په اروپا او شمالی آسیا کی ویل کېږی. دغه ژبه د روسيه،قزاقستان،بېلاروس، قرغزستان او ملگري ملتونه رسمی ژبه ده.

روسی ژبه په روسی پاچایی کی رسمی ژبه وله او په دی وخت کی دغه ژبه په اروپا او آسیا کی پراخه شوه.

روسیه

روسیه یا روس ياهم د روسې فدرال جمهوریت (په روسي: Российская Федерация ) د نړۍ تر ټولو

لوي هیواد دی.دغه هیواد لویدیځي آسیا او اروپا کې پروت دی چې پلازمینه یې د مسکو ښار دی.

له بلي لوري د لویدیځ آرام سمندر، شمالي کنګل سمندر،د توره سمندرګی ،بالتیک سمندر او تور سمندرګی ته څیرمه پروت دی.روسیه د ۱۴ اسیايي او اوروپايي هیوادونو سره

ځمکنۍ پوله لرې ،د اوبو له پلوه د جاپان سمندر، ،توره سمندرګی، او د بالیتک

سمندر سره سره پوله لري. روسیه د کاناډا ،چین او یا هم د امریکا

متحده آیالاتو دوه برابره مساحت لري.

د ۲۰۱۳م کال د احصايي له مخې روسیه ۱۴۳ میلیونه وگړي لري. د وگړو له پلوه

په نړۍ کې د ډیرو وگړو هیوادونو په نوملړ کې ۹ ځای لری.

په هر کلیومتر مربع کې د روسي ۸.۴ وگړي استوگن دي.د دغه هیواد د زیږدنې

کچه منفې ده .د دغه هیواد ډیري وگړي په لویدیځه (اورپايي برخه) کې ژوند کوي.

د روسی ۷۱% سلنه وګړي روسان دي، په ټوله کې په دغه هیواد کې ۱۲۰ قومونه ژوند کوي. ددی هیواد تر ټولو ستر لګکي (اقلیت) د تاتاریان قوم اړوند دي چې د هیواد په کچه ۷-۹ سلنه نفوس جوړوی.

د یاد هیواد پاتی نور قومونه ،اوکراینیان، چواش، باشقیر، چیچنیان، ارمنیان ،

قفقازیان، بلاروسیان، آسیان، آذربایجانیان، قزاقیان او داسی نور دي.

د روسي رسمي ژبه روسي ده خو د روسی تر څنګ ۲۷ نوري ژبې هم ولایتي رسمي بڼه لري.

روسیه ۸۱ فیدارالي واحدونه لري چې له دغو ۸۱ واحدونو څخه ۲۱ یي خپلواکه جمهوریتونه دي.

روسیه یو ډیر بډایه فرهنګ لري، چې پوشکین لیو تولستوی او فیودور داستایفسکي يي نړۍ وال شهرت څخه برخمن دي.

د روسي انترنیټ ځال RU دی.

سټيفن هارپر

سټیفن هارپر د کاناډا هیواد ولسمشر دی چې د ۲۰۰۸ کال کې د خپل گوند د خوا څخه د کاناډا ولسمشرۍ ته ونومول شو او ولسشمري یې د ۶۰ سلنو رایو خپلولو باندې د کاناډا هېواد ولسمشر شو.

عراق

عراق ( په عربی: الجمهوریة العراقیة ) یو هېواد دی چی د نژدې ختیځ په مرکز کی پروت دی. عراق په جنوب کی د کوېټ او سعودي عربستان سره، په لویدیځ کی د الاردن سره، په شمال لویدیځ کی د سوریه سره، په شمال کی د ترکیه سره او په ختیځ کی د ايران سره گډې پولې لری.

د عراق په جنوب ختیځ کی لویه ټېټه مځکه کی شته چی د بین النهرین په نوم یادېږی. د بین النهرین په ټېټه مځکه کی د فرات سیند او د دجله سیند بهېږی.

د عراق په لویدیځ کی لویه دښته شته. د عراق د جمهوریت مساحت ۴۳۷۳۱۷ کلومتره مربع دی. پایتخت یی بغداد دی. کوه حجی ابراهیم د عراق تر ټولو لوی غر دی. لوړوالی یی ۳۶۰۹ متره ده.(3200-2000 CE)

فرانسوي ژبه

فرانسوی ژبه (په فرانسوي:Français) د رومانی ژبو ځخه یوه ژبه ده چی په فرانسه، بلجیم، سویس، کاناډا او آفریقا کی ویل کېږي.

مونټريال

مونټريال د کاناډا دويم لوی ښار دی. دا ښار د کيوبېک په سوېل لوېديځ گوټ کې د سېنټ لارېنس او اوټاوا د رودونو پر غاړه پروت دی. دا چې د کيوبېک په لويه برخه کې فرانسوي يوه عامه ژبه ده، خو په دې ښار کې هم داسې يوه ډله انگرېزژبي خلک هم شته چې دوه ژبې يې ځانته خپلې کړي. همدا ښار په ۲۰۰۵ ز. کال کې د دوه بېلابېلو ادبياتو د پالنې په سبب د يونېسکو لخوا د ۲۰۰۵-۲۰۰۶ کال د نړۍ د کتاب پلازمېنه ونومول شوه.

هزاره گان

هزاره گان (دري: هزاره)، د افغانستان یو قوم دی چې په دري یا پارسي ژبه خبرې کوي. دوی اکثریت شیعه مسلمانان دي او د افغانستان د دریم لوی توکمیز قومیت ډلې دي، د ټولو وگړو شمیر ۱۸٪ (د نورو سرچینو له مخې تر ۲۵٪ پورې) جوړوي. شاوخوا نیم میلیون هزاره گانې په گاونډي پاکستان کې ژوند کوي (اکثره په کوټې کې) او په ایران کې د کډوالو په څیر.

هزاره گان په افغانستان کې اکثراً د باميان په ولايت کې، د دايکندي په ولايت کې او د غور په ولايت کې مېشت ځايونه لري.

پښتانه

پښتانه، پشتانه، پختانه يا افغان په نومونو هم يادېږي. (بايد هېره نه کړو چې د افغان نومونه په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو وگړيو لپاره هم کارېږي). يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د افغانستان په ختيځ او سوېل کې، د افغانستان په لوېدیځ او یو شمیر يی په شمال کې میشت دي. د پاکستان په لویدیځو سیمو خیبر پښتونخوا، په بلوڅستان ایالت کي چې جنوبي پښتونخوا هم ورته ویل کېږي، مېشت دي. د یادونې وړ ده چي پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو خواته پراته دي. پښتنو د تاریخ په اوږدو کي . تر ډيره پوري خپل پخواني دودونه، ژبه او کلتور ساتلي دي. پښتانه په اريایي وگړيو پورې اړه لري.

د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي، چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده. د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږديز نه تر ۱۵۲۶ زېږديز کالونو پورې وه. پښتنو د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې، چې خپله خپلواکي او ملي حاکمیت وساتي چي ښې بېلگې يې د هوتکیانو او دورانیانو واکمني ده. کله چي ستر ټولواکمن احمد شاه بابا پر ۱۷۴۷ زېږديز کال د لویې جرگې له خوا ټولواک اعلان شو، نو یوه داسې ټولواکمني یې رامنځ ته کړه، چې له مشهد څخه نیولې بیا لاهور او له امو سيند څخه بیا د عربو سمندرگي پورې يې پرخوالي درلود او پلازمېنه یي د کندهار ښار وو.

د پښتنو ټولنه تر ډېره بريده اوس هم قبایلي جوړښت لري. پښتانه وگړي د بېلابېلو علتونو له لامله په سمه توگه نه دي شمیرل شوي، خو د اټکل له مخي د دوی د وگړيو شمېر د ۶۰ او ۷۰ میلونو په شاوخوا کې دي .

چکي ژبه

چېکي ژبه( په چيکی: Český jazyk ) د لوېديځی سلاوی ژبو څخه يوه ژبه ده چی د اروپا په مرکزکی ويل کېږی. دغه ژبه د چيک د جهوريت رسمی ژبه ده. چيکی ژبه هم په سلواکيا، پولنډ، اوکراين رومانيا ، کاناډا او امريکا کی ويل کېږی. چيکي ژبه ادبي او محاروي فورم ( شکلونه ) لري. ادبی ژبه په ورځپانه، تيلويزيون او راديو کی استعمالېږی.

چيکی ژبه د ۲۰۰۴ کال څڅه د اروپا د مشترکو هېوادو رسمی ژبه ده.

کوریایي ژبه

کوریایي ژبه یاهم هانګول 한국어/조선말) په شمالي کوریا او سویلي کوریا کې رسمي ژبه ده. کابو ۸۰ میلیونه وګړي پدي ژبه خبري کوي چې یوشمیر یې په استرالیا، برازیل، کاناډا، فلیپین، چین، جاپان، امریکا، او روسیه کې میشت دي.

یوناني ژبه

یوناني ژبه Ελληνικά، IPA

eliniˈka) ۳۵۰۰ کلن تاریخ لري چې له ټولو هندو اروپایي ژبو څخه تاریخي ده. یوناني د یونان هیواد رسمي ژبه ده او په شمیر نورو هیوادونو کې د سیمه ییزي ژبه په توګه پیژندل کیږي.

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.