پوهنغونډ

پوهنغونډ (په انگرېزي: Encyclopedia؛ په عربي: دایرةالمعارف) د يو يا څو کتابونو په بڼه د پوهنيزو ليکنو، د يوې پوهنيزې څانگې او يا هم د نورو علومو د علمي مقالو يوې ټولگې يا غونډ ته ويل کېږي.

Brockhaus Lexikon
آريانا دايرة المعارف

آريانا دايرة المعارف د افغانستان د علومو اکاډمۍ يو پوهنغونډ دی چې په پښتو او پارسي ژبو خپور شوی.

احمد علي كهزاد

احمد علي كهزاد د افغانستان د معاصرو لېکوالانو او تاریخپوهانو څخه دی.احمدعلی کهزاد په ۱۲۸۷ لمریز کال د غویی (ثور) په ۸ د کابل په ښار کې زیږیدلی او په ۱۳۶۲ لمریز کال کې یې ددې نړی څخه سترگي پتي کړی دی.

اريايي ژبه

اریا (سانسکرېت: آ-ریا āˊrya، اَریا arya، زړه پاړسو: اَرییا ariya، اوستایي: اَئیرییا airiia)، هغه گډ نوم دی چې د هندي او اریایي ولسونو اسلافو لخوا چې په هندو اریایي ژبو یې خبرې کولې ځانونه نومولي، او ددې ټکي مانا بیا د شریف، اصیل او خپلواک ده. څوک چې اریا توکمه وي، هغه ته اریایي، ارین، یا اریان ویل کېږي.

اسلام

اسلام (عربي: الإسلام; (، "اطاعت" (د الله(ج) د رضا)) يو مونوتېسټېک (د يوه څښتن مننونکي) گروهې (عقيده) يا باور لرونکې دین دی. پخپله د اسلام وی د سولې، امن، سلامتۍ، روغې جوړې رامنځته کول دي. دا دین له درېیو ابراهيمي دينونو (یهوديت، عیسویت، اسلام) له ډلې څخه دی، چې د نړۍ په کچه دویم ستر مذهب گڼل کېږي. د اسلام د دين لارويانو ته مسلمانان وايي. مسلمانان پدې گروهه دي چې الله(ج) د انسانانو د لارښوونې لپاره وخت پر وخت، خپل استازي (پيغمبران) رالېږلي، چې هریو خپله دنده د الهي اوامرو په رڼا کې په بشپړه توگه سرته رسولې.

د الهي استازو (پیغمرانو) وروستې استازې محمد(ص) دی.

اسلام "تسليمۍ او غاړه اېښودنې ټه وایي", يا په بله وينا ځان د الله تعالی رضا ته تسليمول. د اسلام د دين لاروي ته مسلمان ويل کېږي، مانا دا چې "هغه څوک چې ځان يې الله(ج) ته سپارلی او د هغه د احکامو اطاعت کوي، مسلمان گڼل کېږي". په ټوله نړۍ کې د ۱٫۱ بيليون او ۱٫۸ بيليون ترمېنځ وگړي د اسلام د دين لارويان دي، چې په همدې توگه وروسته د عيسويت نه اسلام د نړۍ دویم ستر دين گڼل کېږي.مسلمانان په دې گروهه دي چې الله(ج) قرآن مجيد پر محمد(ص) نازل کړی، او محمد(ص) د الله تعالی وروستی پيغمبر دی. مسلمانان پدې عقيده هم دي چې قرآن مجيد او سُنت (د محمد(ص) خبرې او اعمال) د اسلام بنسټيزې سرچينې دي. مسلمانان په دې عقيده هم دي چې محمد(ص) د يوه نوي دين په توگه د اسلام د دين بنسټگر نه ؤ، خو همدا وروستی پيغمبر د اسلام د دين د گروهې آرنۍ لمانځونکی او پرځای کوونکی دی چې پر زمکه يې بنسټ آدم(ع) ايښی چې بيا تر هغه وروسته ابراهيم(ع) او د هغه نه پخوانيو او وروستنيو، د الله(ج) ټولو پيغمبرانو يې د دغه دين او اصلي لارې بلنه ورکړې. مسلمانان دا عقيده لري چې په يهوديت او عيسويت کې د الله(ج) پيغام چې د بېلابېلو انبياو لخوا پر دوی نازل شوي، هغه د دوی لخوا د وخت په تېرېدو سره تحريف شوي، او ناسمه ترجماني يې شوې، که هغه په ليکلې بڼه وي او که پرته د ليکلې بڼې وي.د اسلام دين د گڼ شمېر اسلامي اعمالو يو غونډال دی. د دغه دين مننونکي بايد د اسلام د دين د پينځه ستنو مننونکي او پلي کونکي وي، د اسلام د دين پينځه ستنې له بېلابېلو فرايضو او دندو نه جوړ شوی او همدغه پينځه ستنې دي چې په يوې ټولنه کې مسلمانان سره متحده کوي. د اسلام د دين د پينځه ستنو سره سره، اسلامي قانون (شريعة) د احکامونو يو دوديزه قضايي واک دی چې د مسلمانانو د ژوند او ټولنې هر اړخ يې اغېزمن کړی. په دې قانون کې هر څه رانغښتې دي، د عملي چارو نه نيولې لکه د خوراک، څښاک آن تر سوداگريزو او پانگه ايزو چارو او تر جگړايزو چارو پورې هر څه په دې قانون کې راغلي دي.نژدې ټول مسلمانان د اسلام په دوو لويو فريقو لکه سني او شيع پورې تړاو لري. د تشيع فرقه په ۷مه پېړۍ کې د مسلمانانو تر مېنځ د مذهبي او سياسي توپيرونو په پايله کې رامېنځ ته شوې. په اټکلي توگه ۸۵ په سلو کې مسلمانان د اهل سنت لارويان دي او ۱۵ په سلو کې د تشيع فرقې لارويان دي.په منځنی ختيځ، او همداراز د افريقا او آسيا په برخو کې د اسلام دين برلاسی دی. د دغه دين د مننونکو لويې ډلې په چين، د بالکان هيوادونو په ختيځه اروپا او روسيې کې شته. په لويديځه اروپا کې هم گڼ شمېر مسلمان مهاجرين مېشت دي او همدا راز په امريکا کې هم د مسلمانانو ټولنې شته. په سلو کې نژدې ۲۰٪ مسلمانان په عربو هېوادونو کې مېشت دي.

افغان

افغان نوم د افغانستان د اساسي قانون له مخې د افغانستان د ټولو وګړو ملي نوم دی.

امان الله ساهو

امان الله ساهو (۱۳۳۶ لمريز کال کوندوز ، چهاردره-د ۱۳۷۷ لمريز کال د چنگاښ ۲۳ ، کوزه پښتونخوا ، سوات) يو پښتو ژبی شاعر او ليکوال دی .

امير حمزه شينواری

امير حمزه خان شينواری (زېږېدنه: ١٩٠٧ ز کال، مړينه د ۱۹۹۴ ز کال فبروري) (په انگرېزي: Amir Hamza Shinwari) يو پښتون شاعر، اديب، د ډرامو ليکوال، فلم جوړونکی، د راډيو وياند او ليکوال وو. هغه د تصوف د لارې لاروی وو او په دې ډگر کې يې هم کتابونه خپاره شوي دي. په شعر او ادب کې د ځانگړي سبک له کبله د پښتو د غزل پلار بلل کېږي.

اوردو ويکيپېډيا

اوردو ويکيپېډيا د ويکيپېډيا يو بڼه ده په اوردو ژبه کې، اوردو ژبې ويکيپېډيا په کال 2004 کې شروع شوي وه او دا د دسمبر 2015 پورې 100000 څخه زياتې ليکنې لري

د تودوخې تېرېدنه

ځانګړنه، د توکي د تودوخې هدایت هم بولي. په فزیک کې د k او یا د λ په ټکیو څرګندېږي.

د تودوخې تېرېدنه د توکونه هغه ځانګړنه ده چې په توکي کې د تودوخې تېرېدنه، د هغه توکي په 1 متر پنډوالي کې ښکاروي. هرڅومره چې دغه کچه وړه وي همدومره د توکي د تودوخې د ساتنې کېښت لوړ وي. دغه ځانګړنه د تودوخې د کچې، کثافت او په توکي کې په لندبل پورې تړښت لري او یوکی یې [W/m.k - ویلیم / متر x کلوین] دی. د کلوین او د سانتي ګرېد د درجې اړوند به داسې ولرو:

273,15K = 0C

د تودوخې تېرېدنه په فزیکي توګه شمیرل کېږي او د توکي جوړونکې فابریکه یې د توکي د ځانګړنې په رپوټ کې ورکوي.

د فلسفې وييپانگه

دا د فلسفي وييونو او اصطلاحگانو يوه وييپانگه ده.

سورة الحجرات

د حجرات سورت مدني دی ، خو د ابن عباس (رض) لخواچې وايي : د ( يايهاالناس انا خلقنکم من ذکر و انثی) (۱۳م ايت) مکي دی . او د اتلسو ايتونو لرونکې سوره ده .

سکای لېب

د سکای لېب فضایي تمځای {په انگلیسي|Skylab} د امریکې متحده ایالتونو یوه فضایي تمځای دی چې له دې څخه فضایي راکټونه د ځمکې په مدار راڅرخي.

سکای لېب د په فضا کې د ناسا لومړۍ څېړنیزه تمځای و چې د ۱۹۷۳-۱۹۷۹ کلونو ترمنځ د ځمکې په مدار کې قرار درلود.

غوث خيبري

غوث خيبري (۱۳۱۲ ل.) (انگرېزي: Ghaus Khaibari) يو افغان ليکوال او د راډيو افغانستان د پښتونستان د خپرونې او د هند د آل انډيا راډيو د پښتو خپرونې پخوانی وياند دی. هغه د کيسو گڼ شمېر کتابونه ليکلي او همداراز يې د مستندو تاریخي کيسو هم يو شمېر کتابونه چاپ شوي.

لوري ژبه

لوري په ایران کې د لوري خلکو ویوونکو ژبه ده چې ویل کږي په آریاني ژبو اړونده ژبه ده.

په دقیق ډول کولای شو د لوري ژبې گړدودونه په لاندې جغرافیایي سیمو ووېشو:

۱. بختیاري: چهار محال او بختیاري ولسوالۍ، د خوزستان ډېری سیمې، د لرستان ختیځ او د سوېلي او لویدځ اصفهان ولسوالۍ سیمې.۲.لکی: لرستان، ایلام او قزوین او د کرمانشاه ولایت ځینې سیمې.۳. لوری ثلاثي چې خپله د لوری مینجایي برخه ده: بروجرد، د همدان ولسوالۍ سویل او سوېل اړخ سیمې مرکزی.۴. سوېلي لوري: لوري کهگیلویه او بویراحمدي: کهگیلویه او بویراحمد ولسوالۍ، گناوه، دیلم او دشتستان تر رامهرمز. نورآباد ممسنی، سپیدان، کازرون او د مرودشت ځینې برخې.۵. لوري مینجایی: خرم‌آباد، دورود، پلدختر، دوره، اندیمشک، شوش، دره شهر، دهلران، ملکشاهی او دقزوین ولسوالۍ ځینې سیمې۶. د کمزاري لوريان: دعمان هېواد او د مسندم ټاپووزمه.

ويدونه

ویدونه (سانسکرېت véda वेद "پوهه") د متن هغه سترې بشپړې ټولگې دي چې په لرغوني هند کې منځته راغلې دي. دا ویدونه په خپل ځان کې د هندی ادب یوه زړه او سپېڅلې طبقه جوړوي.د هندي کولتور له مخې، وېدونه د انسان جوړښت او ليکنې نه اړوند دي. بلکه دا د څښتن له لورې وحې کړاى شوي کتابونه دي، او له هغه څخه سرچينه اخلي،دا وحې د هندو مذهب په پېغمبرانو (رېشيانو) باندې رانازلې شوې دي.

د هندوانو پر وړاند دا سپېڅلي کتابونه د الهي وحى درجه لري، نو لدې امله يې د سروتي śruti يا هغه څه چې اورېدل شويې وي، په نامه يادوي. ").

ويدي منترونه ددې مذهب په لمانځنو، مذهبي غونډو او داسې نورو د خوشاليو غونډو کې لوستل کېږي.

هغه مذهبي او فلسفي ډلې چې د هند په نيمه وچه کې منځته راغلي، د وېدونو په اړه، يو له بله بېل نظر لري. د هندي فلسفې ښوونځيو چا چې وېدونه د خپلو فلسفي ښوونځيو

دوه نورو هندي فلسفي ډلو بوديزم او جېنيزم وېدونه په بشپړ ډول رد کړل، او له منلو څخه يې انکار وکړ، او ځانته، ځانته لارې يې خپلېکړې.

په هندي فلسفه کې دا ډلې د ويد نه منونکو ښوونځيو په نامه يادېږي.

ويکيپېډيا

ويکيپېډيا (انګليسي: Wikipedia) د اېنټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انګليسي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی او په ډېر لنډ وخت کې د انټرنټ تر ټولو لوی، چټک پرمختلونکی او د ټولگړو مالوماتو تر ټولو نوموتې اېنټرنټي سرچينې بڼه يې غوره کړې.د ۲۰۰۷ کال تر ډسامبر مياشت پورې شته شمار ښودلې چې ويکيپډيا په ۲۵۳ ژبو کې نژدې ۹،۲۵ ميليونه ليکنې لري، چې که د ويکيپډيا ټولې ليکنې سره يوځای کړو نو دا ټول به له ۱،۷۴ بيليون وييونو نه هم ډېر لغتونه وي. په ۹ د سپټامبر، ۲۰۰۷ کال کې د انګليسي ژبې د ويکيپډيا د ليکنو شمېر له ۲،۰۰۰،۰۰۰ څخه واوښته او تر ۱۲ د مارچ، ۲۰۰۸ کال پورې د انگليسي ويکيپډيا د ليکنو زېرمه له ۲،۲۷۶،۰۰۰ ليکنو څخه واوښتله چې دغه ټولې ليکنې له ۹۹۰،۰۰۰،۰۰۰ وييونو او لغتونو نه جوړ شوي. د ويکيپېډيا ليکنې په ټوله نړۍ کې د ويکيپېډيا د داوطلبو کارونکو لخوا په گډه توگه ليکل شوي او هرڅوک چې د اېنټرنټ آسانتياوې لري کولای شي چې د دغه پوهنغونډ په نژدې ټولو ليکنو کې سمون راولي. ويکيپېډيا په ډېر يو لنډ وخت کې خپل ځان نړېوالو ته ور پېژاندلی او ښه نوم يې ايستلی چې اوسمهال په نړېواله کچه د نړۍ په ۱۰ ډېرو کتونکو ويبځاييونو کې شمېرل کېږي.

د يوې معتبرې او منلې سرچينې په توگه تل د ويکيپډيا دريځ د پوښتنې لاندې راغلی ځينې نور بيا د ويکيپېډيا د وړيا مېنځپانگې، د ټولو د خپراوي وړتيا، د بې پلوۍ او بې پرې سياست او د سرليکونو د پراختيا د اسانتياؤ ستاينه کوي. اوس د ويکيپېډيا ډاډه توب او کره توب يوه مسٔله ده. او بل انتقاد چې اکثراً په ويکيپېډيا کېږي هغه د ورانکارۍ او ناسمو او ناتصديق شويو مالوماتو پر وړاندې د دغه پوهنغونډ اغېزمنتوب دی. خو اکثراً داسې هم انگېرل کېږي چې په علمي کارونو او ليکنو کې ورانکاري او د ناسمو مالوماتو خپراوی لنډمهاله وي.د نيويورک ټايمز، جانتان ډي، او انډريو ليح، د پرليکه ژورناليزم په اړه د پينځم نړېوال سمپوزيوم، پر مهال، د ويکيپډيا ارزښت نه يواځې د يوې پوهنغونډيزې سرچينې په توگه په ډاگه کړی بلکه دا يې يوه ژر تازه کېدونکې خبري منبع هم گڼلې.

کله چې د ټايم مجلې د ۲۰۰۶ د کال شخصيت نورو ته ورپېژانده نو په اېنټرنټ کې په گډه توگه د پرليکو جټکو پرمختلونکو گرافيکي پاڼو په اړه چې د نړۍ د ډېرو وگړو له لورې کارېږي، داسې انگېرنې هم خپرې کړې چې ويکيپېډيا يو د هغو درې چټک پرمختلونکو وېبځايونو په کتار کې راځي چې د ِېب 0.2 د خدماتو په کارولو سره د نړۍ د ډېرو کارېدونکو ې بپاڼو په درېم ځای کې د يوټيوب او مای سپېس سره يوځای شمېرل کېږي.

پښتو ويکيپېډيا

پښتو ويکيپېډيا د ويکيپېډيا يو بڼه ده چې په پښتو ژبه کې کې پرې لیکنې کېږي. د پښتو ژبې ويکيپېډيا شاوخوا په کال ۲۰۰۷م کې فعالیت پیل کړ، او د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره یوه غوره وسیله ثابته شوې ده چې اوسمهال شاوخوا د ۱۷ سپټمبر ۲۰۱۹، باندې ۱۰٬۶۲۶ لیکنې لري.

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.