هڅوب

هڅوب یا کلتور یا فرهنگ یا دود، دود دستور او ثقافت د تاريخ په يوه ټاکلې دوره کې ، يا د بشر په ټول تاريخ کې د ټاکلې انساني ډلې يا د ټول بشر د پنځولو (خلق کړو) او پنځېدلو عيني او ذهني شتو جونگ (مجموعه)ده د کلچر اصطلاح لومړی وار ټايلر E.R.Tylor د دولسمې لمريزې پېړۍ په لومړۍ نيمايي کې استعمال کړه او داسې يې تعريف کړه: کلتور يوه پېچلې مجموعه ده چې معلومات، معتقدات، هنرونه، اخلاق، قوانين، آداب و دودونه او ټول هغه تمايلات ، قابليتونه او کسب کړي عادتونه په کې دي چې انسان يې د ټولنيز غړيتوب په حال کې تر لاسه کوي.

اتڼ

اټڼ يو ډول دوديزه گډا او د خوښۍ لوبه ده چې له ډېرې لرغونې زمانې راهيسې په افغانستان او د پښتنو په نورو سيمو کې دود دی. او تاريخي لرغونتيا يې آريايي ټولنې ته رسېږي، چې د هغه مهال له مذهبي عنعنو څخه سرچينه اخلي. په افغانانو، په ځانگړې توگه پښتنو کې له ډېر پخوا څخه تر ننه اتڼ د رزم او بزم د يو غوره سمبول په توگه شته.

دغه ملي او ولسي گډا معمولاً له ډهول او سورني سره ترسره کېږي او پکې د اجراکوونکي د وجود ټول غړي په ځانگړې توگه لاسونه، سر پښې، غاړه، اوږې، سينه او نور په مخصوص او منظم ډول حرکت کوي. د بدن د بېلابېلو غړيو دا حرکتونه، که له يوې خوا د ټول وجود او په ځانگړې توگه د دغو غړيو د قوت او پياوړتيا سبب گرځي، نو له بلې خوا د يو ځانگړي جگړه ييز مهارت په توگه له دوښمن سره مقابلې پر وخت ورڅخه کار اخيستل کېږي. له تاريخي څېړنو نه داسې څرگندېږي چې ددغه هنر، ورزش او لوبې بنسټ په لومړيو کې ددې لپاره ايښودل شوی چې ځوانان د جگړې پر مهال د وسلې په ځانگړي توگه د تورې، کوتک او ټوپک چلول زده کړي او د دوي بدن چُست، چالاک او غښتلی وروزي چې د دوښمن مقابلې ته ښه چمتو وي. خو وروسته د وخت په تېرېدوورو ورو دا ملي ورزش د افغاني موسيقۍ او هنر يو پزړه پورې برخه شوه . په ځوانانو کې د شور ، جذبې او احساساتو د پيداکولو لپاره به ېې دا ورزش د موسيقي له آلو ، په ځانگړې توگه د ډهول او سورني له ساز او سُرود سره يوځای ترسره کاوه.

ددې لپاره ځانگړې سندرې ، غږونه ، سروکي او لنډۍ هم جوړې شوې ، په راوروسته زمانو کې برسېره پر نارینوؤ په ښځو کې هم ددغې گډې ډله ايزې نڅا او هنر زده کړه رواج شوې او تر نننه دودونو او نورو خوښيؤ زیاتره محفلونه پرې تاؤده ساتل شوي دي . دغه لوبه د کندهار په سیمو کې د نارینؤو تر منځ د (چاپ) او د ښځو تر منځ د (اتڼ) په نوم يادېږي .

د وخت په تېرېدو سره ورو ورو دغه ورزش د ډله ايزې نڅا يا گډا بڼه خپله کړې او نن سبا په همدې مفهوم ترسره کېږي.

ورزشي احمیت ېې کم دی ، که څه هم په عامه توگه ورته اوس لدې اړخه خلک نه گوري ، خو پر هنر برسېره اتڼ خپل ځانگړی ورزشي ارزښت او روغتيايي گټې هم لري ، خو هېڅکله د روغتيايي گټو له پاره پکار ندی اچول شوی .

اتڼ په زیاترو افغاني قومونو او قبیلو کې د بڼې او شکل په لږ او ډېر بدلون او توپير سره رواج لري ، خو په پښتنو کې ، په ځانگړې توگه د پکتيا ، غزني، زابل، په خلکو او په عام ډول په ټولو کوچيانو کې عمومیت لري . هېڅ واده ، عنعنوي مېله، ملي جشنونه ، او د خوښۍ نور مراسم بې اتڼه نه ترسره کېږي. اتڼ خپلې ځانگړې سندرې، سروکي يا غږونه لري، چې هغو ته د اتڼ نارې يا غږونه وايي او په مخصوص غږ او انداز د موسيقي له آلو سره د ځانگړو حرکتونو د اجرا کولو په وخت کې وييل کېږي.

ادبپوهنه

ادبپوهنه په عام مفهوم هغه پوهنه ده چې د ادبياتو په هکله څېړنه کوي . يا په بله وينا هغه پوهنه چې ادبيات مطالعه کوي ادب پوهنه بلل کېږي . دغه پوهنه له فلسفې ، ښکلا پوهنې، هنرپوهنې او ژبپوهنې څخه مرسته غواړي .

د ادب لغوي مانا تهذيب دی او څه شی چې له چا سره يا له کوم شي سره لايق او مناسب وي هم ورته ويل کېږي لکه؛

د مجلس اداب، د ټولنې اداب او داسې نور

اصطلاحاً ادب هغه پوهه ده چې انسان پخپله وېنا او بيان کې له خطا او غلطۍ څخه ساتي، ځکه ادبي علوم هماغه علوم بلل کېږي چې د وينا ښه والی او بدوالی، غلط او صحيح، خوږوالی او پيکه توب ښيي او په منشور او منظوم کلام کې د فصاحت او بلاغت له خوا بحث کوي.

د ادب په تعريف کې ويل شوي دي چې ادب د ښو الفاظو په وسيله د خپلو احساساتو او ادراکاتو يا د زړه خبرو ښکاره کول او د اوريدونکو په ذهن کې يې کښېنول دي. يعنې ادب يواځې د افکارو او روحي حالاتو اظهار نه دی، بلکه له يوه ذهن نه بل ذهن ته انتقال او ابلاغ هم په کې ملحوظ دی.

دا انتقال که په ښه ډول او مهارت سره وي چې هم په کې ښه کلمات انتخاب شوي وي او هم د کلماتو د ښه تړنگ (ترکيب) او ښه کارونې له مخې فصاحت او بلاغت په پام کې نيول شوی وي، ادب ورته ويل کېږي او که داسې نه وي نو عادي خبرې دي.

افغانستان

افغانستان (پښتو / دري: افغانستان) چې په رسمي توگه د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم ياديږي، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د اسيا د لویې وچې په څلورلارې کې پروت دی. په ټولگړې توگه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرگند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له ايران سره،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره گډې پولې لري.

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلارې کې پروت د بېلابېلو قومونو او کولتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداگريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انگليس جگړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توگه هغه وخت راڅرگند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې د يوولسم د سپټامبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

ددغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لوري روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توگه امن او ورورگلوي راولي. افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنگسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي گوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او گرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې

يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.

امير دوست محمد خان

امير دوست محمد خان (۲۳ د دېسمبر، ۱۷۹۳ ز. - ۹ د جون، ۱۸۶۳ ز.) د سردار پاينده خان ، چې د باركزۍ كورنۍ مشر وو ، زوى دى او د ۱۷۹۳ ز كال د ډيسمبر په ۲۳ زېږېدلى دى . ( ځينې سرچينې دده د زېږېدو كال ۱۷۹۰ گڼي ) دده مشر ورور وزير فتح خان هغه سړى وو ، چې له شاه محمود سدوزي سره يې يو ځاى څو واره ايران ته پناه يووړه او د لوى افغانستان د نوميالي پاچا اعلٰيحضرت شاه زمان پرضد يې دسيسې جوړولې .كله چې په ۱۸۱۸ ز كال كې شاه محمود سدوزي خپل ماما ، يانې د دوست محمد ورور فتح خان وواژه ، نو له شاه محمود سره د باراكزيو سردارانو اختلافونه زيات شول ، افغانستان ددوى ترمنځ ووېشل شو ، د هېواد د خاورې او ولس پر وړاندې داسې چلند كېده ، لكه د دوى شخصي ملكيت چې وي .

انارشيزم

انارشيزم د وړې بورژوازي هغه ارتجاعي نظر ته وايي چې هر ډول دولتي قدرت او حاکميت ردوي او په مقابل کې گډوډي او بې نظمي تاييدوي.

انارشي دغه لغت د يوناني ژبې له اناركيا Anarchia نه اخيستل شوى دى، معنا يې د يوې ټاكلې، مثبتې او فعالې رهبرۍ او حکومت نشتوالى دى او په حقيقت كې انارشيزم د انډيويډواليزم ډير افراطي شكل دى. انارشيزم د يو مكتب په حيث تقريباً ۱۵۰ كاله د مخه په اروپا كې منځ ته راغى. له سترو پلويانو څخه يې ״باگونين״ (۱۸۱۴. ۱۸۷۶) چې د ۱۸۴۵ نه تر ۱۸۷۶ پورې د اروپا د كمونستو انارشستانو رهبر ؤ، ״پرودون״، ״باتكين״ او نور دي. همدارنگه ״ليوتولستوى״ (۱۸۳۸. ۱۹۱۵) روسي ليكوال هم مذهبي انارشيست ؤ. انارشيزم په يوه ټولنه كې د ټولو ملي مترقي عناصرو ضد واقع كېږي.

انارشيستان په هر ډول اجتماعي شرايطو كې د دولت وجود او حزبي مشې ردوي. دوى سره له دې چې د دولت وجود نه مني. د هر ډول اجتماعي او ديني سازمان ضد هم دي. دوى په دې باندې چې انسان ازاد دى، د هر ډول گډ عمل اتحاد او د ملي مترقي نهضتونو د پراختيا او پياوړتيا ضد واقع كېږي او انفرادي عمل ته ترجيح وركوي. دغه ډول يو جريان چې په ملت كې د ملي مترقي نهضتونو ضد واقع شي، نو هغه جريان د آزادي بخښونكو غورځنگونو د يووالي مخه نيسي. دغه جريان زيار باسي چې په خلكو كې ځان ځاني راولي او د وطنپالو ملي مترقي عناصرو ترمنځ بې اتفاقي واچوي. انارشيستان د دولتونو قوانين د تعرض او تيريو منشاء گڼي او د دولت پر ځاى د داؤطلبانه همكارۍ غوښتونكي دي. ځينې وايي چې لكه څنگه چې پسې مشهوره ده، انارشيستان بې نظمه ټولنه نه غواړي او د يوه داسې نظام په لټه كې دي چې ازاد وي. انارشيستان انسانان اساساً او ذاتاً اجتماعي بولي. دوى وايي چې زموږ هدف په يو بې قانونه او بې دولته ټولنه كې ژوند كول دي. د دوى په عقيده،يوه ازاده او بې اجباره ټولنه كې به اقتصاد پرمخ ولاړ شي او هغه څه چې نن يې دولت په زور سرته رسوي، په داؤطلبانه شكل به هغه ښه ترسره شي. انارشيستان په عمومي ډول درې ډلې دي:

تحول غوښتونكي انارشيستان

كمونست انارشيستان

انډيويډواليست انارشيستانانارشيستان ټول د دولت په نه موجوديت كې سره متفق دي. كه څه هم په ډيموكراسۍ معتقد دولت وي. دوى ديموكراسي د اكثريت استبداد گڼي. د انارشيستانو بين المللي كنگره په (۱۸۷۷. او ۱۹۵۷) كال كې جوړه شوه، خو دوى هيڅكله د ځان له پاره د دايمي تشكيلاتو خاوندان نه شول.

ايراني هڅوب

ايرانی هڅوب (په پارسي: فرهنگ ايرانی) يا ايرانی فرهنگ د ايران کلتور او هر هغه څه چې د ايران د فرهنگ ښکارندوی وي اړونده اصطلاح گڼل کېږي. ايرانيان نه يوازې چې خپله په کلتوري لحاظ د نورو کلتورونو په وړاندې خلاص او آزاد کلتوري دریځ درلود بلکې د همدې له کبله ېې د نورو کلتورونو نه ډېر څه چې ددوی په اند ورته لازم و خپلول او خپل کلتور ېې د نورو کلتورونو له کبله غورچاڼيز جوړ کړ . په لنډه توگه د پارس (فارسي) کلتور په هکله دومره ویلی شو چې ددوی کلتور د نورو کلتورونو د راغونډ تړنگ دی او همدا د ایران د کلتور پېژندگلوي بلل کېږي.

د ایران کلتور په څو پېرونو کې او په څو نومونو او ډولونو کې راښکاره شوی دی. لومړی پیر ېې د منځيني ختيځ او اسيا سره ېې شریکه ونډه يادولی شو چې د پارس (فارس) په وخت کې يادېږي ، دا د ۲۰ م زېږدي صدۍ پير چې دا هم د نورو کلتورونو د برخې په سیوري کې ښکاره شوی دی او همداسې د لويې غځېدلې پارسي ژبې کلتور چې د پخواني ایران د ژبې اغېزې په نورو گاونډيو پولو او ورتېرو سیمو ښکاري هم يو اړخ د دوی د فرهڼگ دی.

تمدن

تمدن (په انگرېزي: civilization) یانې ښاري کېدنه، د ښاري ژوند او خوی اخيستنه، د ښار له اخلاقو سره اشنا کېدنه او یا هم تمدن د خلکو گډه همکاري او د پرمختگ وسايل برابرونه ده. تمدن د هغو تدبيرونو ټولگه ده چې بشر يې د خپلو مادي او معنوي اړتيا وو د لېرې کولو لپاره عملي کوي.

د افغان-انگرېز درېمه جگړه

د افغان-انگرېز درېمه جگړه د انگرېز واکمنۍ او د افغانستان په منځ کې يوه بله تحميلي جگړه وه چې په ۶.۵.۱۹۱۹ زېږد کې پېل شوه او په ۸.۸.۱۹۱۹ کې پای ته ورسېدله.

د افغان-انگرېز دويمه جگړه

د افغان-انگرېز دويمه جگړه د بریتانوي واکمنۍ او د افغانستان په منځ کې یوه مهمه جگړه وه چې په ۱۸۷۸ زېږدي کې پيل او په ۱۸۸۰ زېږديز کې پای ته ورسېدله. په دې جگړې کې انگړېزي پوځونه ماته وخوړله.

د افغانستان جگړه (۲۰۰۱)

د افغانستان جگړه یا د دوامداري آزادۍ د پوځی عملیاتو څخه يوه پوځی عملیه ده چې د۲۰۰۱ کال څخه په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د ناټو لخوا اداره کېږی.

د جمرود جگړه

د جمرود جگړه په ۱۸۳۷ کال کې په جمرود کې د درانیانو واکمني او د سیکھ د سلطنت په منځ کې یوه جگړه وه. په دی جگړې کې د سیکھ پوځ پر افغانستان برید وکړ او د خیبر دره، جلال آباد، پېښور او کابل یی ونیول.

د پاني پت دريمه جگړه

د پاني پت دريمه جگړه د ۱۷۶۱ په جنوري ۱۴ کې په شمالي هندوستان کې د احمد شاه بابا او مرهیټه ایًیتلاف په منځ کې یوه لویه جگړه وله. په دي جگړې کې احمد شاه بابا هندوستاني پوځ ته ماته ورکړه او تقریبًا ۵۰،۰۰۰ هندوستاني عسکران ووژل شول.

دغه جگړه د پانی پت د مخکنیو دوو جگړو څخه ځکه ډیره مهمه ده چی د دواړو هېوادونو ( افغانستان او هندوستان ) معاصر تاریخ ته یې بدلونیزه لورﺉ ورکړ . په دې جگړه کی د افغانانو د سوبی ستراتیژیکی اهمیت دا دی چی نه یوازی یې د مرهیټه وو ستر ځواک پر گونډو کړ ، بلکی دا د هندوانو او افغانانو یو داسی تن په تن شدید جنگ و چی تر هغه مهاله یې سارﺉ نه درلود ، حتی وروسته هم بی مثاله دی .

سندارا

سندارا چې په عربي ژبه موسيقي او په انگرېزي ژپه ميوزيک نومېږي د غږيز هنر يو پراخ ډگر دی.

شوروي اتحاد

د شوروي سوسيالیستي جمهوريتونو اتحاد يا شوروي اتحاد د اروپا او اسيا په خاورو کې يو دولت وو چې له ۱۹۲۲ ز کاله د ۱۹۹۱ ز کال تر پايه یې شتون درلود. شوروي اتحاد د ځمکې د غونډاري د وچې شپږمه برخه نيولې وه او د خاورې د مساحت له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی هېواد وو. دغه دولت په هغه خاوره کې منځته راغی چې تر ۱۹۱۷ ز کاله پورې د روسیې امپراتوري نيولې وه ، البته له فېنلېنډ ، د پولېنډي شاهۍ ځينو برخو ، او ځينو نورو خاورو پرته (د «کارسکايا ولايت» ، د «باتومسکايا اوبلست» ولايت سویلي برخه ، د «سورمالينسکي» ولسوالۍ چې پر ۱۹۲۱ ز کال د تورکیې تر لاس لاندې راغلې). د ۱۹۷۷ ز کال له اساسي قانون سره سم ، شوروي اتحاد د يو گڼ قوميز او سوسيالیستي اتحادي دولت په توگه اعلان شوی وو.

تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته شوروي اتحاد له افغانستان ، هنگري ، ايران ، چين ، د کوريا ولسي دموکراتيک جمهوريت ،(د ۱۹۴۸ ز کال د سيپټمبر له ۹ نېټې څخه) ، منگوليا ، ناروې ، پولېنډ ، رومانيا ، تورکیه ، فېنلېنډ ، چکوسلواکيا هېوادو سره د وچې له لارې ، او له امريکا متحدو ایالتونو ، سويډن او جاپان سره یې سمندري گډې پولې درلودې .

لويه جرگه

جرگه یوه دوديزه قبايلي غونډه ده چې پښتانه قبايل د خپلو ستونزو د هوارۍ لپاره ېې جوړوي. دا چې د افغانستان د ټولنې سیاسي ، او ټولنيز جوړښت په قبايلي لرغونو دودونو سمبال دی نو د همدې لپاره د پېړيو پېړيو راهيسې دغه دوديزه لويه جرگه په افغانستان کې د هر اړخيزو زده کړنځايونو (انسټيټيوشنونو) لکه کورنۍ او ټولنې کې يو اړين رول گرځېدلی .

پښتانه

پښتانه، پشتانه، پختانه يا افغان په نومونو هم يادېږي. (بايد هېره نه کړو چې د افغان نومونه په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو وگړيو لپاره هم کارېږي). يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د افغانستان په ختيځ او سوېل کې، د افغانستان په لوېدیځ او یو شمیر يی په شمال کې میشت دي. د پاکستان په لویدیځو سیمو خیبر پښتونخوا، په بلوڅستان ایالت کي چې جنوبي پښتونخوا هم ورته ویل کېږي، مېشت دي. د یادونې وړ ده چي پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو خواته پراته دي. پښتنو د تاریخ په اوږدو کي . تر ډيره پوري خپل پخواني دودونه، ژبه او کلتور ساتلي دي. پښتانه په اريایي وگړيو پورې اړه لري.

د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي، چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده. د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږديز نه تر ۱۵۲۶ زېږديز کالونو پورې وه. پښتنو د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې، چې خپله خپلواکي او ملي حاکمیت وساتي چي ښې بېلگې يې د هوتکیانو او دورانیانو واکمني ده. کله چي ستر ټولواکمن احمد شاه بابا پر ۱۷۴۷ زېږديز کال د لویې جرگې له خوا ټولواک اعلان شو، نو یوه داسې ټولواکمني یې رامنځ ته کړه، چې له مشهد څخه نیولې بیا لاهور او له امو سيند څخه بیا د عربو سمندرگي پورې يې پرخوالي درلود او پلازمېنه یي د کندهار ښار وو.

د پښتنو ټولنه تر ډېره بريده اوس هم قبایلي جوړښت لري. پښتانه وگړي د بېلابېلو علتونو له لامله په سمه توگه نه دي شمیرل شوي، خو د اټکل له مخي د دوی د وگړيو شمېر د ۶۰ او ۷۰ میلونو په شاوخوا کې دي .

پښتني هڅوب

پښتانه د لوی افغانستان او پاکستان اوسیدونکی دی چی تقریباً د افغانستان د موجودو قومونو 65% برخه جوړوي.

پښتونولي

پښتونولي هغه قاعده ده چی په پخوانی وخت کی د پښتنو لخوا جوړه شوې ده او يا په بل عبارت يې چې ووايو پښتونوالي هغه دود او دستورونه دي چې پښتنو د خپل ټولنيز ژوند لپاره يې ځانگړي کړي دي. د دې مانا دا راووځي چی پښتون هغه وخت پښتون دی کله چی په خپلې پښتونوالې ولاړ وي او د پښتونوالې دستورونه او دود په ټولنيز ژوند کې مراعت کړي. د پښتونولي پېښليک اووه زره کاله مخزېږدي پېړيو ته رسېږي . د ځينو څېړونکو په آند پښتونولي د پخوانيو افغانانو يو دوديزه تگلاره وه چې د هغوی د ژوند د گروهو په څېر گڼل شوې .

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.