لوېديځه اروپا

لوېديځه اروپا په اروپا کې يوه جغرافي سياسي سيمه ده چې د اروپا لوېديځه برخه جوړوي.

Grossgliederung Europas-en
بریتانیا

بريتانيا يا برطانيه يا انګلستان په انګلیسي United Kingdom of Great په لوېديځه اروپا کې پروت هېواد دی، پلازمېنه یې د لندن ښار دی. بریتانیا په رسمي نوم لرغونې بریتانیا او شمالي ایرلنډ پادشاهيدي.

یاد هیواد د اروپا په لویدیځ کې موقیعت لري مساحت یې ۴۹۵'۲۴۲ کیلومتره مربع رسمي ژبه یې انګلیسي او د وګړو شمیر یې ۲۲۹'۰۴۰'۶۶ تنه دی.

بریتانیا په ټوله کې له څلور برخو څخه جوړه شوې ده چې عبارت دي له انګلستان، ویلز، سکاټلنډ او شمالي آیرلنډ څخه.

د مسلمانانو د شمېر له مخې د هېوادونو لړليک

اسلام تر عيسويت وروسته د نړۍ دويم لوی مذهب دی. د ۲۰۰۹ ز. کال د يوې ډيموگرافيکې څېړنې له مخې، د نړۍ نژدې ۱،۵۷ بيليونه وگړي مسلمانان دي، چې په همدې توگه د دغه مذهب لارويان د ټولې نړۍ د وگړو د شمېر 23% برخه جوړوي.

اسلام په منځني ختيځ، په سهېلي افريقا, او د آسيا په ځينو برخو کې له پخوا نه يو مسلطه مذهب دی. د مسلمانانو لويې ټولنې په چين، ختيځه اروپا او روسيې کې هم جوړې دي. د نړۍ په نورو برخو کې هم د مسلمانانو مهاجرو جوړې شوې ټولنې ليدل کېږي چې په دغو کې لوېديځه اروپا د يادولو وړ جغرافيايي سيمه ده. که څه هم چې د لوېديځې اروپا د ټولو وگړو له 5% نه لږه برخه مسلمانان جوړوي خو په دغې سيمې کې د عيسوي مذهب نه وروسته د اسلام دين دويم لوی مذهب دی.د نړۍ په نژدې ۵۰ هېوادونو کې مسلمانان په اکثريت کې دي. د نړۍ د مسلمانانو نژدې 62% مسلمانان د آسيا په لويه وچه کې مېشت دي، او له 683 ميليونو نه ډېر مسلمانان په داسې هېوادونو کې لکه اندونېزيا (د مسلمانانو د شمېر له مخې د نړۍ تر ټولو لوی اسلامي هېواد، چې په يوازې توگه د نړۍ د ټولو مسلمانانو 15.6% په همدې هېواد کې مېشته دي)، پاکستان، هند، او بنگله دېش کې ژوند کوي.

نژدې 20% مسلمانان په عربي هېوادونو کې اوسېږي. په منځني ختيځ کې، غېر عرب هېوادونو لکه ترکيه او ايران د مسلمانانو لوی هېوادونه پېژندل شوي، په افريقا کې د مصر او نايجېريا په هېوادونو کې تر ټولو ډېر مسلمان وگړي ژوند کوي.د ۲۰۰۹ ز. کال په اکتوبر کې د پيو څېړنيز مرکز يوې ډېموگرافيکې څېړنې دا په ډاگه کړه چې په ټوله نړۍ کې نژدې 1.57 بېليونه وگړي مسلمانان دي، چې په همدې توگه د نړۍ په هرو ۴ وگړو کې يو وگړی مسلمان حسابېږي. د همدغې څېړنې په ترڅ کې دا هم په ثبوت ورسېدل چې د لېبنان په پرتله په جرمني کې ډېر مسلمانان موندل کېږي او همدا شان د سوريې په پرتله په چين کې ډېر مسلمانان مېشت دي. د پاملرنې وړ دا ده چې د پيو د څېړنيز مرکز لخوا د ترسره شوې څېړنې شمار به په ځينې ځايونو کې د عامو منل شويو ارقامو سره په لوی توپير کې وي. په داسې وخت کې د ځينو اټکلونو لپاره پکار ده چې د ځانگړي هېوادونو اړونده د مسلمانانو د شمېر ليکنې او شمار بايد په پام کې ونيول شي.

د مسلمانانو اکثريت د سني مذهب لارويان دي، خو نژدې 10 – 13% وگړي بيا د تشيع مذهب ډله جوړوي.

رنځپوهنه

رنځپوهنه (په انگرېزي: Pathology له يوناني πάθος, pathos, "ناروغي، رنځ"; او -λογία, -logia پوهې نه) د طبي پوهې يو تشخيصي ډگر دی چې د بدن په بېلابېلو غړو کې د ووبونو (انساجو)، د بدني ماياتو او په ټول بدن کې د راټوکېدلي رنځ پېژندنه او آزمېښت په کې ترسره کېږي.

همدا اصطلاح د رنځونو د پروسو هغه اړونده ساينسي زده کړه هم په ځان کې رانغاړي چې د عامه رنځپوهنې په نامه هم يادېږي.

طبي رنځپوهنه په دوه عمده څانگو وېشل شوې چې يوه يې اناتوميکه رنځپوهنه او بله يې کلينيکي رنځپوهنه نومېږي. وېترينري رنځپوهنه بيا د څارويو د رنځونو په اړه ځانگړې زده کړه ده او همدا راز فايټورنځپوهنه بيا د بوټو د رنځونو او ناروغيو د زده کړې ډگر دی.

نړيواله جنايي محکمه

نړيواله جنايي محكمه (په انگرېزي: International Criminal Court) د ملگرو ملتونو قضايي ارگان دی، چې په ۱۹۵۴/۷/ ۲۶ مه نېټه د يو تړون له مخې د ملگرو ملتو د موخو لپاره يې بنسټ كيښودل شو. محكمه د ملگرو ملتونو ټول تړونونه د خپل ارگان يوه نه جلا كيدونكې برخه گڼي خو كړنلاره يې د خپلو ځانگړو اصولو په رڼا كې ده طرحه شوې . د هاگ محکمې د هغې محکمې ځای ونیوه ، چې په ۱۹۲۰ ز کې منځ ته راغلې وه . د هاگ نړیوالې محکمې په ۱۹۴۶ز کې خپل کار پیل کړ .

د هاگ محکمه د ملگرو ملتونوله هغو شپږو ارگانونو ځنې يوازېنی ارگان دی ، چې له نيويارك څخه بهر د هالنډد هاگ په ښار کې مېشت دی . هاگ يوه مد ني محكمه ده چې د دولتونو تر منځ د شخړو د هواري لپاره کارکوي او ملگروملتونو موسسې ته قانونې مشوري وركوي، خوله جنايي قضيو سره هيڅ کار نه لري او د افرادو تر منځ د شخړوڅېړل هم خپله دنده نه بولي . د داسې قضيو لپاره دولتي محكمې يا د ملگروملتونو نورې ځانگړې محكمې شته ، چي د حل لارې چاري ورته لټوي لكه د يوگوسلاويا او رواندا لپاره د جنايتونو نړيواله محكمه.

د هاگ نړيواله محكمه له ۱۵ قاضيانو ځنې جوړه يوه محكمه ده ، چې قا ضيان يې د ۹ كالو لپاره د ملگروملتونو او امنيت شورا د كميټو له خوا په يو وخت کې ، خوپه جلا توگه ټاكل كيږي . دا هم د يادولو وړ ده ، چې دولتونه په ټاكنو كې د ويټوحق نه لري . د يو كانديد لپاره دا اړينه ده ، چې له دواړو ارگانونو څخه په غوڅ اكثريت رايې لاس ته راوړي همدا لامل دی، چې كله خو د يو كانديد لپاره څوڅو ځله رايې اچول كيږي. ددې لپاره چې د ټاکنې بهير يقيني كړای شي يو پر درې برخې قاضيان هر درې كاله وروسته ټاكل كيږي ، قاضي د دوهم ځل ټاكلو لپاره هم غوره بلل كيدای شي . كه چيرې كوم قاضي مړ شي يا استعفا وركړي بيا ځانگړې ټاكنې څومره چې زر شوني وي اړيني گڼل كيږي تر څو د هغه ځای ناستی و ټاكي.

ټاكنې د امريكا متحده ايالاتو په نيويارك ښار کې د مني په عمومي اسامبله كې تر سره كيږي او د راتلونكي كال د لومړۍ مياشتې په شپږمه نيټه قاضي خپله دنده پيلوي ، له دې وروسته محكمه د پټو ټاكنو له لارې د محكمې رئيس او د هغه مرستيال ټاكي.

هر دولت چې د محكمي د منشور غړيتوب لري دا حق هم لري، چې د كانديد وړانديز وكړي ، قاضيان د هغو كسانو له منځ نه غوره كيږي ، چې د ښو اخلاقو خاوندوي او ياهغه ميعارونه ولري ، چې ددوی په دولت كې د لوړو محكمو د قاضيانو د ټاكنو لپاره په پام كې نيول كيږي او هم د نړيوال قوانينو سره پوره بلدتيا ولري . له يو دولت څخه يوازې يو قاضي د غړيتو ب حق لري. محكمه په ټولیزه توگه د يوه عمده مدني او په اصولو ولاړ ارگان په توگه خپله دنده تر سره کوي .

په عملي ډگر كې دا تر سترگو كيږې ، چې د غړو ويش د سيمه ييزو اصولو په رڼا كې تر سره شوی، چې نن ورځ دا ويش په لاندې ډول دی : له افريقاڅخه ۳تنه ،له لاتينې امريكا ۲،اسيا ۲، لوېديځه اروپا او ځينې نور ۵،ختيځه اروپا ۲، چې دا ترکيب د امنيت شورا له د غړو له ترکيب سره سمون خوري .بله دا چې د غړيتوب لپاره د كوم دولت له خوا د كوم قاضي نومول په نظر كې نه نيول كيږي، خو تل د هغو دولتونو قاضيان ټاكل كيږې ، چې د ملگرو ملتونو امنيت شورا كې دايمي غړيتوب لري . د محكمې ټاكل شوي غړي نه د خپل او نه د كوم بل دولت استازي گڼلی کيږي ، ان چې ډيرې نوېي نړيوالې ټولنې هم دا حق نه لري، چې غړي يې د ځانگړي هېواد استازولي وکړي ..

د محكمې جوړښت د دولت د نمايندگانو استازولي نه کوي ، بلکې د محكمې غړي ازاد قاضيان دي .هغه څوک چې لومړۍ دنده يې د نورو دندو له پيليدو څخه مخکې ده په ازاده محكمه كې به اعلان كوي، چې دوی به خپل واك په پوره ځيركتيا او بي طرفي سره استعمالوي.

د دې لپاره ، چې د قاضيانو ازادي خوندي شي يو قاضي هم له خپلې دندې نه شي گوښه كيداي تر څو چې ټول قاضيان په دې خبره سره يوه خوله نه شي. که چېرې ټول قاضيان په دې نظر وي ، چې يو قاضي هغه ټاكلې شرطونه، چې دقضا د دندې لپاره اړين بلل كيږي نه شصي پوره كولای بيا به له خپلې دندې گوښه كيږي ، خو دا خبره تر اوسه پورې پېښه شوې نه ده .

د محكمې هيڅ يو غړی دا نه شي كولاي ، چې ددې دندې ترڅنگ ځان په كومه بله دنده وگوماري او نه ورته د هيڅ اداري يا سياسي فعالیت اجازه شته او نه په كومه قضيه كې د اجينټ ، مشاور ، يا مدافع وكيل چاري ترسره کولای شي ، که چېرې شك پيدا شي د حل لپاره محكمه په خپله پریکړه كوي . د محكمې غړي چي كله په خپله دنده وگومارل شي چورلټ د دپلوماتيكو مشرانو په سترگه ورته كتل كيږي او له ځانگړو ارزښتونو او خونديتوبونه څخه برخمن كيږي . د محكمې د هر غړي كالنی معاش ۱۷۰۰۸۰ امريكايې ډالره او ددې تر څنگ ۱۵۰۰۰ډالره د نورو امتيازاتو په بدل كې وركول كيږي او د ۹ كالو په پوره كيدو سره سم ورته د كال ۸۰۰۰۰ امريكايې ډالر د تقاعد په نوم وركول كيږي . دا هم د يادولو وړ ده ، چې په ۲۰۰۰\۲۰۰۱كال دمحكمې لگښت ۱۱ميلون ډالره و، چې دا د ملگرو ملتونو د نورو لگښتونو په پرتله په سلنه كې د يو څخه هم كمه ده. محكمه داسې گڼل کيږي چې د تل لپاره په كار بوخته ده خو يوازې د محكمې رئيس په هاگ كې استوگنه غوره كړې ده . د محكمې له نورو غړو څخه هم دا غوښتنه ده ، چې دتل لپاره په خپلو دندو پاتې شي مگر رخصت،اجازه ، ناسوبتيا ، ناروغتيا او نور اړين لاملونه استثناء گڼل كيدای شي ، خو په عملي ډگر كې د محكمې ډيری غړي زيات وخت په هاگ كي تيروي .

د محكمې رئيس او مرستيال دغړو دپټو ټاكنو له لارې په هرو دريو كلونو كې يوځل ټاكل كيږي ، د رياست څوكۍ لاسته راوړو لپاره غوڅ اكثريت ته اړتيا ده او هيڅ رنگه تابعیت او نژاد په كې شرط نه دی، رئيس او مرستيال د بيا ټاكل کېدو حق هم لري.

رئيس د ټولو ناستو مشري كوي، اداري لارښونه او څارنه دده مسوليت دی ، په خپلو دندو كي د اقتصادي ، اداري او نورو ټولنو ځنې مرستې او مشورې غواړي .كه چېرې رايې په برابر ډول ووېشل شي بيا خپله رايه كاروي ، د رييس د نه شتون په صورت كې يې مرستيال ځای ناستی وي او هغه له ټولو ورځنيو اسانتياوو برخمن وي او كه چيرې مرستيال موجود نه وِي له ټولو نه مشر قاضي د هغه ځاي ناستی وي.

ښاغلی روزالين هېگېنز چې د برتانيې تابعت لرې په كال 2006 دفبروري 6 په د محكمي د رييس په توگه وټاكل شوه .

Shawkat Al khasawneh

چي د اردن تابعت لري د مرستيال په توگه په دنده شوه.

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.