لوېديځ

لوېديځ يو نوم دی چې يو جغرافي سمت ته اشاره کوي. لوېديځ د څلورو جغرافي سمتونو او يا هم د قطب نما يو سمت دی چې يوه ځانگړي لور ته اشاره کوي. لوېديځ د ختيځ متضاد نوم او سمت دی. لوېديځ د لمر ولېدلو د ځای په مانا هم دی.

اتريش

اتريش ( په الماني Österreich ) رسمي نوم يې د اتريش جمهوريت ( Republik Österreich ) د اروپا د لويې وچې په منځنۍ برخه كې يو هیواد دى.

ددغه هېواد نوم د لرغوني جرمنۍ ژبهې له ( Ostarrichi ) څخه اخيستل شوى ، چې (( د ختيځ هېواد )) په مانا دى . اوسېدونکی ئې تقریباً اته نیم ملیونه کېږی. د دې هېواد پلازمېنی وین نومېږی. د اتریش یو څو نور ښارونه ګراڅ، سالڅبورګ (Salzburg)، لینڅ او اینسبروک دی. دغه هېواد د شمال له لوري له چک جمهوریت ، د شمال ختيځ له لوري له سلواکيا او ایټالیا ، د لوېديځ له لوري له لیختن اشتاین ، سویس او جرمني سره پوله لري.

اسرائيل

اسرائيل (په عبري ژبې کی: יִשְרָאֵל یا מְדִינַת יִשְרָאֵל - Medinat Jisra'el په عربي ژبې کی: دولة ,إسرائيل د آسيا د لويې وچې په سويل لوېديځ كې ، د مديترانې سمندرگي پر ختيځه غاړه پروت دولت دى.

دغه هېواد د شمال له لوري له لبنان ، د شمال ختيځ له لوري له سوريې ، د ختيځ له لوري له اردن ، د سويل لوېديځ له لوري له مصر او غزې له پټارې سره پوله لري.

اسرائيل د ملگرو ملتو سازمان د عمومي اسامبلې د ۱۹۴۷ ز كال د نوامبر د مياشتې د ۲۹ نېټې د ۱۸۱ شمېرې پرېكړه ليك سره سم (( د فلسطين د وېش په اړه د ملګرو ملتو سازمان پلان )) د ۱۹۴۸ ز كال د مى د مياشتې په ۱۴ نېټه د يوه دولت په توگه اعلان شو.

افغانستان

افغانستان (پښتو / دري: افغانستان) چې په رسمي توگه د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم ياديږي، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د اسيا د لویې وچې په څلورلارې کې پروت دی. په ټولگړې توگه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرگند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له ايران سره،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره گډې پولې لري.

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلارې کې پروت د بېلابېلو قومونو او کولتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداگريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انگليس جگړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توگه هغه وخت راڅرگند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې د يوولسم د سپټامبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

ددغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لوري روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توگه امن او ورورگلوي راولي. افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنگسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي گوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او گرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې

يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.

الجزایر

د الجزاير د خلکو ډيموکراټيک جمهوريت (عربي: الجمهورية الجزائرية الديمقراطية الشعبية) , يا الجيريا (عربي: الجزائر)، د افريقا په سهېل کې يو هېواد دی چې ولسمشريز نظام لري.

دا هېواد د افريقا په لويه وچه کې دوهم لوی هېواد دی. دا هېواد په سهېل ختيځ کې د تونېس سره، په ختيځ کې د ليبيا سره، په سوېل ختيځ کې د نايجېر سره، په سوېل لوېديځ کې د مالي او ماوريتانيا او په لوېديځ کې د ماراکو سره گډې نړېوالې پولې لري, لوېديځه صحارا, په لوېديځ کې. د الجېريا اساسي قانون اسلام, عرب, او آمازيغ (بربر) هېواد. د الجېريا نوم د الجزاير د ښار د نوم نه راوتلی دی , د عربي لغت الجزائر، چې په پښتو ژباړه کې د ټاپوگان په مانا دی، دا نوم هغه څلورو ټاپوګانو خوا ته اشاره کوي چې د الجزاير د ښار د سمندر غاړې نه په سيند کې تر ۱۵۲۵ زېږيز کال پورې پرتې وې چې بيا وروسته د همدغه هېواد د وچې برخې وگرځېدلې.

ايران

ايران (فارسي: ايران, Īrān)، چې پخوا د پارس يا فارس، په نامه يادېده، د منځني ختيځ د سيمې يو هېواد دی چې په لوېديځه آسيا کې پروت دی. د ايران سهېلي سيمې د قفقاز برخه هم ده.

د سهېل لوري ته، دا هېواد خپلې پولې د ارمنستان، آذربايجان (د ناخشيوان په گډون) او ترکمنستان سره گډوي، پاکستان او افغانستان يې ختيځې خوا کې او ترکيه او عراق (کوردستان) يې لوېديځ خوا کې پراته هېوادونه دي. د دې سره سره دا هېواد د فارس خليج سره پراته دولتونه کوېټ، سعودي عربستان، بحرين، قطر، او متحده عرب امارات سره هم خپلې پولې گډوي. د دې هېواد رسمي نوم دولت اسلامی ايران، او ددې هېواد د تابعيت لرونکي ته ايرانی يا ايرانې وايي. په ١٩٧٩ زېږيز کال کې د ايراني انقلاب نه وروسته، کله چې آيت الله خميني ايران، د روحانيونو په حکومت بدل کړ نو د هماغه وخت نه راپدېخوا شيعه اسلام ددغه هېواد رسمي مذهب دی.

بادغيس ولايت

دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.

د بادغيس ولايت د افغانستان په شمال لوېديځ کې پروت یو ولايت دی. چې بادغيس د مرغاب او هريرو رودونو ترمنځ موقعيت لري. بادغيس د بادخېز په معنى هم راغلى دى، چې بادونه په کې زيات چلېږي، ځکه نو دغه نوم ورکړل شوى دى. د بادغیس ولایت مرکز د قلعه نو په نوم سره یادیږی. د غرب لخوا یی هرات ولایت ،‌ د شرق لخوا د فاریاب ولایت ،‌شمال ته یی ترکمنستان او جنوب ته یی د غور ولایت موقعیت لری. دا ولایت ۲۰۵۹۱ کیلومتره مربع مساحت لری. او شپږ ولسوالۍ لری.

بلغاریا

بلغاریا (بلغارستان) (بلغاريايي: България), چې په رسمي توګه د بلغاريا ولسمشريزه ده د اروپا په سوېل ختيخ کې پروت یو هېواد دی.

دغه هېواد په شمال کې له رومانيا په لوېديځ کې له سربيا او مقدونيه په سوېل کې له يونان او ترکیه سره او همدارنګه په ختيځ کې له تور سمندر سره ګډه پوله لري. د بلغاریا پلازمینه او لوی ښار صوفیه ده. د بلغارستان مساحت ۹۱۲'۱۱۰ کیلومتر مربع او د وګړو شمیر یې ۵۷۶'۳۶۴'۷ تنو رسیږي، د یاد هیواد رسمي ژبه بلغاریایي ده او ولسمشر یې رومن رادف دی.

حکيم تڼيوال

حکيم تڼيوال (په انگرېزي: Hakim Taniwal) يو افغان ټولنپوه او د کابل پوهنتون د ټولنپوهنې د څانگې پخوانی ښوونکی وو. هغه د خپل د ژوند په وروستيو کالونو کې د خوست ولايت د والي په توگه دنده ترسره کوله چې د څانمرگي بريد ښکار شو. نوموړی د افغانستان د واليانو په کتار کې يو له هغو کسانو نه وو چې په لوېديځ کې يې لوړې زده کړې سر ته رسولي وې.

خيبر پښتونخوا

خيبر پښتونخوا, چې پخوا به پهشمال لوېديځ سرحدي ولايت يا NWFP یادېدو؛ د پاکستان په لودیځ کې پروت ایالت دی چې له گاونډي هېواد افغانستان سره د ډیورنډ پر کرښه پروت دی. ددې ایالت پلازمېنه پېښور ښار دی. دا ايالت په شمال لويديځ کې له افغانستان سره، شمال ختيځ کې له گلگت بلتستان، لويديځ کي له منځنۍ قبايلي سيمو، په سوېل کې له اسلام آباد او پنجاب سره گډې پولې لري. د خيبر پښتونخوا په ايالات کې يوه اهمه دره پرته ده چې د خيبر درې په نوم يادېږي. د خیبر پښتونخوا زيات خلک پښتانه دي او دين يې اسلام دی.

سوريه

سوريه يو عربي هېواد دى چې سوريا هم ليکل کېږي په عربي کې (الجمهورية العربية السورية) ليکل کېږي، له لبنان او مديترانهی سمندر سره سرحد لري، په شمال کې له ترکيهې سره تړلى او په ختيځ کې يې عراق پروت دى، جنوب ته يې اردن. په جنوب لوېديځ کې يې اسرایل دى. د دې هېواد ولسمشر دا مهال بشارالاسد دى. د سوری پلازمینه دمشق او رسمي ژبه عربي ده.

سوډان

د ورته نوم سيمې د کتلو لپاره، سوډان (سيمه) وګورۍ; د سور-نارنجي رنګ لپاره سوډان وگورۍ.سوډان (په انگرېزي: Republic of Sudan) د مساحت له مخې د افريقا تر ټولو لوى هېواد دى. شمال ته يې سور سمندرګى، شمال ختيځ ته يې مصر پروت دى چې پلازمېنه يې خرطوم دى او جنوب ختيځ ته يې د کانګو جمهوریت، یوګانادا او کینیا پراته دي. ختيځ ته يې ایتوپیا او اریتره واقع دي، لوېديځ ته يې لیبیا او چاډ پراته دي., چاډ لوېديځ ته, او ليبياسوېل لوېديځ. د سوډان رسمي ژبي انګلیسي او عربي ژبه دي مساحت یې ۰۶۸'۸۸۶'۱ کیلومتره مربع او د وګړو شمیر یې ۳۲۰'۵۳۹'۴۱ میلیونو تنوته رسیږي، د سوډان پونډ (SDG) د یاد هیواد د پیسو واحد دی.

سویډن

سویډن هیواد (سويډن سلطنت) (سویډني: ) د سکانډيناويا يو سويلي هېواد دی. د دې هېواد په لوېديځ کې ناروې، په سهېل ختيځ کې فینلنډ، په سوېل لوېديځ کې د سکاګرراک او کاته ګات سټرايټ، په ختيځ کې بالتیک سمندر او د بوتنیا خلیج پراته دي.

سویډن اروپا په شمال کې په اسکندونیایي ټاپو وزمه .کې موقیعت لرې چې د وګړو شمیر یې ۳۸۹'۰۶۰'۱۰ تنوته رسیږي. د سويډن پلازمینه استکهلم ښار دی او مساحت یې ۶۶۴'۴۴۶ کیلومتره مربع دی. ددی هیواد د حکومت ډول مشروطه پادشاهي ده او رسمي ژبه یې سویډني ده.

غزني ولايت

د غزني ولايت د افغانستان له ولايتونو څخه دى ، چې د شمال ختيځ له لوري له لوگر ولايت ، د شمال له لوري له وردك ولايت ، د شمال لوېديځ له لوري له باميان ولايت ، د لوېديځ له لوري له ارزگان ولايت ، له سويل لوېديځ له لوري له زابل ولايت ، له سويل ختيځ له لوري له پكتيكا ولايت او له ختيځ له لوري له پكتيا ولايت سره پوله لري .

د افغانستان هره لويشت خاوره د لرغونو مدنيتونو استازيتوب کوي ، کله يې د نورو ملکونو څخه راغلي تمدنونه په افغاني څيره اړولي او او بيا يې په نوي رنگ او ډول پراختيا ورکړې او د نړۍ د تاريځ ځلانده سرليک يې گرځولۍ دۍ ، او کله يې د خپلو ميشتو وگړو په زيار او ميړاني د نوي مدنيت بنسټ ايښۍ او د هغه د پراختيا لپاره يې دوياړ ه ډک گامونه پورته کړي چي د غزني لرغوني سيمه يې د ښه ثبوت بيلگه ده .

فراه ولايت

دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.

فراه ولايت د افغانستان په جنوب لوېديځ کې پروت دى چې لویدیځ ته یې ايران شمال ته هرات سویل ته نیمروز او ختیځ لورته یې هلمند او غور ولایتونه ګډه پوله لرې. اکثره اوسېدونکي يې پښتانه دي. له پښتنو پرته تاجېک او بلوڅان هم په کې ژوند کوې.

هرات ولايت

د هرات ولايت د افغانستان په لوېديځ كې پروت دى، چې د بحر له كچې څخه ۹۳۳متره لوړ پروت دى.

د ۲۰۰۶ز كال د سرشمېرنې لمخې د ۳۴۹،۰۰۰ وگړو په درلودو سره د كابل، جلالكوټ، كندهار او مزار شريف ښارونو په څېر له لويو ښارونو څخه وشمېرل شو. د هرات ولايت اصلي اوسېدونكي پښتانه دي، چې زياترو يې خپله ژبه له لاسه وركړې او په پاړسي او هراتۍ گړدود غږېږي. دارنگه تاجكان، پارسيوانان هم پكې اوسېږي.

هریرود (په لاتینی: Arius) د همدې ولايت له ښار له څنډې څخه تېرېږي.

ددې ولايت د گرځنده ټېليفون مخكې شمېر (۰۴۰)(۰۰۹۳) دى.

هند

هند، (په انگرېزي: India) چې په رسمي چارو کې د هند جمهوريت بلل کېږي، (په هندي ژبه: भारत गणराज्य بهارت گناراجيا) د سویلي آسيا يو هېواد دی. دا هېواد د جغرافيايي پراخوالي له مخې د نړۍ اووم لویې هېواد او د وگړو د شمېر له مخې د نړۍ دويم گڼ مېشتی هېواد دی.

يوه بله ځانگړتيا چې ددې هېواد په برخه ده هغه دا ده چې دا هېواد د نړۍ تر ټولو مشهوره ولسواکه (ډيموکراتيک) هېواد دی چې لسگونه توکمونه پکې د يوه بېرغ تر سيوري لاندې سره يوځای اوسېږي. د هند لوېديځه خوا د هند سمندر ته وتلې، د دغه هېواد په لوېديځ کې د عربو سمندر، په ختيځ کې يې د بنګال خليج پروت دی چې دا ټول د هند ۷۵۱۷ کيلومتره سمندري ساحل جوړوي. هند د نړۍ د نورو هېوادونو سره هم گډې پولې لري. د دغه هېواد په لوېديځ کې پاکستان او افغانستان په سهېل کې د چين د خلکو جمهوريت، نيپال او د بوتان هېوادونه، په ختيځ کې د بنګله دیش او د میانمار هېوادونه پراته دي. همداراز د هند په سوېل کې د هندي سمندر له لارې د سریلانکا، مالدیف او اندونيزيا سره د اوبو گډې پولې لري.

هند د اباسيند د درې د تمدن ځای دی او دا سيمه په تاريخ کې د بېلابېلو امپراتوريو د سوداگرۍ او تگ راتگ يوه اهمه لاره پاتې شوې. د هند وړه وچه د ډېر پخوا نه د کلتوري بډاينې او د بېلابېلو کلتورونو تر مېنځ د سوداگرۍ اهمه وچه پاتې شوې. په دې هېواد کې د نړۍ څلور مروج مذهبونو، هندويزم، بوديزم، جاينيزم او سکهيزم سرچينه اخيستې او له همدغه څای نه راوتلي، چې بيا وروسته زرتشتیان، يهوديت، عيسويت او اسلام د بېلابېلو کلتورونو سره دې خاورې ته راغلي. کله چې د ۱۸ مې پېړۍ په پيل کې د ختيځ هند برتانيوي شرکت دې هېواد ته لاره وموندله نو هند هم ډېر ژر د لويې برتانيې د سلطنت برخه وگرځېدله او دا خاوره د انگرېزانو د نيواک لاندې راغله. کله چې هند د برتانيوي يرغل لاندې ؤ نو د هند د بېلابېلو توکمونو لخوا په گډه د انگرېزانو په وړاندې گڼ شمېر جگړې شوي چې د دغو جگړو او مقاومتونو په پايله کې په ۱۹۴۷ ز. کال کې دغه هېواد بشپړه خپلواکي لاسه ته راوړله.د هند جمهوريت ۲۸ رياستونه او د ۷ متحدو سيمو يو ډيموکراټيک پارلماني سيستم لري. دا هېواد د نړۍ د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو په ۱۲ کتار کې ځای لري او د سوداگرۍ د ادلون بدلون په مارکېټ کې د نړۍ څلورم پېرېدونکی قدرت گڼل کېږي. له ۱۹۹۱ ز. کال نه راپدېخوا د اقتصادي سمونونو نه وروسته هند د نړۍ په اقتصاد کې يو چټک پرمختلونکی هېواد گرځېدلی، خو، دا هېواد لا تر اوسه پورې د ډېر غربت، بې سوادۍ، ناروغۍ او د خوړو د کمښت او زمولتيا د ستونزو سره لاس او گرېوان دی. هند نه يواځې يو گڼ ژبنيز، گڼ توکميز او متفرقه ټولنه لري بلکه دا هېواد د حيواني ځنگلي ژوند او د ځنگلي ژوند پراخه خوندي چاپېريال کور هم دی.

پاړسي ژبه

دري چې د پارسي، پاړسي، هزاره گي يا دېگاني (په پاړسي: فارسي) په نومونو هم يادېږي د څو گړدودونو په درلودو ېې ځانته څو نومان ترلاسه کړيدي ، خو معياري ژبه ېې د فارسي په نوم ثبت ده . دغه ژبه د هندواروپايي ژبو په کتار کې يوه پراخه د افغانستان لوېديځ لور ته د ايران ژبه ده . ددې ژبې پراخېدل د مُغلو له پير سره پيل شوه ، د زېږېدو ځای ېې ماروالنهر ياد شوی چې د نن ورځې د اوزبکستان د سوېل لوېديځې سيمې بخارا ياده شوې چې د همدې ژبې ځينو مؤرخينو هم يادونه کړېده چې يو ېې هم غلام محمد غبار دی ، همدارنگه د دري گړدود په جوړولوکې ېې د لرغونو سيمه ييزو ژبو لکه اسکای ، تخاري، سغدي، پارتي او هم پهلوي اغېزې ښودلي دي . او تر هند پورې ېې پولې وغځولې . ژبه په دوو هېوادو ، ايران او تاجکستان کې د ملي او رسمي ژبې په حيث پېژندل کېږي او د همدې ژبې گړدود د دري په نوم په افغانستان کې د دوهمې رسمي ژبې په توگه په کال ۱۹۶۴م ز کې ونومول شوه. په افغانستان کې د وروستنيو سرشمېرنو اټکل چې په کال ۱۹۹۹ز کې شوی و له مخې ېې د دري ژبې ويونکي په ټول افغانستان کې شاوخوا12.4 ميليونه وگړي ياد کړي دي .

پنجاب (پاکستان)

پنجاب د پاکستان تر ټولو کڼ میشتی ولایت دی چې د پاکستان په ختيځ کې پروت دی. دغه ولایت په ختيځ کې له هند سره، په سوېل کې د سند ولایت سره، په لوېديځ کې د خیبر پښتونخوا او بلوچستان سره او په سهېل کې اسلام آباد او آزاد کشمیر سره گډې پولې لري. پراخوالی یې ۲۰۵،۳۴۴ کيلومتره مربع دی. د پنجاب مرکز لاهور نومېږي. د پاکستان هېواد ټولې وټه ییزې گټې او سياسي امتيازات د پنجاب د وگړو په لاس کې دي او د سیمې نور ولایتي توکمونه ډېر واک او اختيار نلري .

پولنډ

پولنډ ، (پولنډي ژبه Polska ، رسمي نوم يې د پولنډ جمهوريت Rzeczpospolita Polska) په منځنۍ اروپا كې يو دولت دى .

ددغه هېواد شمال لورته د بالتیک سمندر سمندرګى ، په لويديځ كې له جرمني ، په سويل لوېديځ كې له چک ، په سويل كې له سلواکيا ، په سويل ختيځ كې له اوكراين ، په ختيځ كې له بلاروس ، په شمال ختيځ كې له لیتوانیا او د روسيې له کالینینګراد ولايت سره پوله لري . د پولنډ پلازمینه د وارشو ښار او مساحت یې ۹۰۴'۳۱۱ کیلومتره مربع دی.

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.