كرم

د كرم كرنه له ډېرو لرغونو زمانو نه راهيسې انسانانو دود كړې ده او يو له ډېرو لرغونو دود شويو سابو نه گڼل كيږي. نن ورځ د نړۍ داسې سيمه نشته چې هلته دې كرم ونه كرل شي. كرم زښت ډېر ډولونه لري ، چې د نورو ټولو سابو نه يې ډولونه زيات دى. د نړۍ په بېلابېلو سيمو كې د اوبهوا له توپير سره سم د هغوى بېلابېل ډولونه كرل كيږي. په ۱۹۸۹ زكال كې د كرم د ټولو ډولونو د حاصلاتو اندازه ، پرته له گلپي نه ، ۳۶ ميلونو ټنو ته رسېدلې وه.

څېړونكي دې پايلې ته راغلي ، چې د كرم كرنه لومړى وار په نرم اقليم لرونكو سيمو كې دود شوه ، يانې د مديترانې سمندرگي په سيمه او سويلي اروپا كې. د اټكلي شمېر له مخې څلورنيم زره كاله پخوا د كرم كرنه دود شوې ده.

په امريكا ، افريقا ، اندونيزيا ، ماليزيا ، شمالي هند، فيليپين او يو شمېر نورو هېوادو كې بيا پنډوسي كرم پراختيا موندلې ده. پنډوسي كرم هم نور ډېر ډولونه لري ، چې ځينې ډولونه يې په روسيه او نورو اروپايي هېوادو كې هم كرل كيږي. دغه ډول كرم له C ويټامين او قندو نه غني دى.

د پاملرنې وړ خبره داده ، چې گلپي هم د كرم له ډولونو نه گڼل كيږي. گلپي د گرمۍ په وړاندې مقاومت نه لري ، ځكه خو معمولا په هغو سيمو كې كرل كيږي ، چې هوا يې سړه او لنده وي. گلپي د كرم تر ټولو ډولونو نه ارزښتمن او گټور دى . په رښتيا سره هم ډېر كم داسې خوراكي توكي شته ، چې هغوى دې پخپل تركيب كې البومين ، د كاليوم مالگې ، كلسيم ، او مگنيزم ولري ، خو دا ټول غذايي مواد په گلپي كې شته . گلپي د وينې له جوړولو ( ډېرولو ) د وينې د فشار له ټيټولو ، او د بدن د دفاعي شونتياوو له پياوړتيا سره مرسته كوي.

د كرم يو بل ډول د "بروكسل" په نامه ياديږي ، چې په مني او ژمي كې حاصلات وركوي. ( په ژمي كې ورته تاوخانې جوړوي او په هغو كې يې كرنه او روزنه ترسره كيږي. ) دا ډول كرم پخپل تركيب كې تر ټولو زيات البومين لري.

د كرم بل ډول "كولرابي كرم" دى. لكه څرنگه چې ددغه ډول كرم ډنډر له منرالي موادو او قندو نه غني دى ، نو ځكه خو يې كال په كال په كرنه كې زياتوالى راځي. له بل پلوه په دا ډول كرم كې ډېر ويټامينونه شته ، چې له هغه شمېر نه يې د A او PP ويټامينونه هم دي.

د كرم يو بل ډول د "چيني كرم" په نامه ياديږي. چيني كرم د كاليوم له مالگو ، كلسيم او وسپنې نه غني دى. جاپانيانو چيني كرم له خپل جاپاني ډوله كرم سره پيوند كړى ، چې په پايله كې يې نوى ډول كرم تر لاسه كړى دى. دغه نوى چيني او جاپانى پيوندي كرم له يوې خوا پخپل تركيب كې ډېر غذايي مواد لري ، له بلې خوا ژر رسيږي ، بل دا چې حاصلات يې له نورو كرمو نه زيات وي ، چې نن ورځ په اروپا او امريكا كې هم دود دى او پراختيا يې موندلې ده. په افريقا كې بيا د "حبشې كرم" ډېر نامتو دى . د كرم دغه ډول د تور او پاڼيز كرم د طبيعي پيوند په پايله كې منځته راغلى دى .

د پام وړ يوه خبره دا هم ده ، چې سرې ملۍ ، شنې ملۍ او ټېپر هم د كرم له نسله سره تړاو لري او د كرم ځينې ډولونه بلل كيږي؛ خو ددغو سابو هم له پاڼو ، هم له بېخ او رېښو نه كار اخيستل كيږي او له ويټامينونو نه هم غني دي.

ژباړن : اوڅار افغان .

سرچينه : گ . پ . شالاېووا ، و . پ . سيتنيكوف ، ت . م . كولياديچ. د عمومي مالوماتو انسكلوپېډيا، ۴۷ – ۵۲ مخونه ، د ۱۹۹۹ ز كال ماسكو ټاپ.

ويکيپېډيا:How to read a taxoboxHow to read a taxobox
Cabbage
Cabbage, cultivar unknown

Cabbage, cultivar unknown
ساينسي ډلبندۍ
Species: Brassica oleracea
{{{subdivision_ranks}}}

Many; see text.

بڼ پالنه

بڼ پالنه يوه عامه انساني مشغولا ده چې د خوړلو او يا هم د چاپيريال د ښکلا په موخه د بوټو، ميوو او گلانو کرهڼه او ساتنه ترسره کېږي. ډېری خلک په خپلو استوگنځايونو کې دننه او يا هم خپلو استوگنځايونو ته څېرمه د خپلو مېنو د ښکلو کولو او يا هم د گڼو نورو گټو په خاطر ځانونو ته بڼونه جوړوي.

خلک د بېلابېلو موخو لپاره بڼونه جوړوي چې په دغو کې د مېوو او دانو د بڼونو نه نيولې تر بېلابېلو بوټو او گلانو پورې او يا هم د ځانگړو دارو درملو د ترلاسه کولو پخاطر بڼونه پالل کېږي. بڼ پالنه يو ډېر فعاله دنده ده او د ښه ثمر لپاره ډېر زيار او زحمت غواړي. د دې لپاره چې يو بڼ ښېرازه او زرغون وي نو د بڼ ساتونکي ته پکار ده چې د خپل د بڼ د بوټو او ونو څارنه پر وخت سره وکړي د بڼ بوټو او ونو د غړوبولو او سرې ورکولو کړنو سره د بڼ سمه ساتنه وکړي. بڼ پالنه د بزگرۍ او ځنگل پالنې سره توپير لري.

له هغه وخته راپدی خوا چی کله انسانانو په وحشی ډول په غارونو کی ژوند کاوا او له وحشی نباتاتو او میوو څخه به یی استفاده کوله نو کله چی د دغه نباتاتو له کمښت سره مخ شول نو بیا پدی لټه کی شول تر څو نباتات اهلی او ډیر شی نو د هارټیکلچر د بوټو روزنه اوږد تاریخ لری د ډيرو ميوو، سبو او غلو يادونه په مقدسو آسمانى كتابونو كې شوې ده .

په قرآن کریم كى د خرما، انځر، انگور، غنم، هوږه ، پياز، ښوون او داسې نورو ذكر شوى دى چه دا ددې ميوو، غلو اوسبو دلرغونتیا نښه ده خو نن ورځ دنړۍ په ډيرو هيوادوكى دهارټيكلچر دنباتاتو توليد او صنعت لوړ مقام نيولى دي . دهارټيكلچر نوم دلاتيني ژبى څخه اخيستل شويدى چې (hortus) دباغ او (Colere) دروزنې معنى لري .

داوسني مفهوم په اساس هارټيكلچر دكرنې هغه برخه ده چې دباغوانۍ دنباتاتو (Garden Crops) څخه بحث كوي. دبا غوانۍ نباتات د ميوو، سبو او ذينتي بوټو څخه عبارت دى . دباغوانۍ نباتات ځانگړى روزنى او پاملرنې لكه نالولو،كرنيزو عملياتو، راټلولو، زيرمه كولو ، پروسس كولواو خرڅولو ته اړتيا لري. هارټيكلچر انسانانو ته غذا او طبيعت ته ښكلا وركوي.

پس هار تيكلچر داسې تعريف كولاى شو: هارتيكلچر دكرنى هغه برخه ده چه دهغوكرنيزو نباتاتو دكرنى، روزنى اوساتنى سره سرو كار لرى كوم چه مخامخ انسانان دغذا، درملو او دښايست د مقصدونو لپاره تر استفادى لاندې نيسي .

سابه

هغه علم چی سابه تر ځیړنی لاندی نیسی د اولیریکلچر په نو سره یادیږی. سابه د انسانانو په ژوند کې ډېر ستر رول لري . د پخوا پېر خلکو به د سابو نه ډېره گټه اخيسته. سابه په ټوليزه توگه د بشر د پايښت ، د ودې، او سالم بدن روزنې کې ډېره غټه ونډه لرلې.

سابه په څو څو ډوله موندل کېږي ، د سابو کارونه په څو ډوله کېږي ، لکه د بېلگې په ډول سابه د انسانانو او ځناورو لپاره دخوړو په څېر کارول کېږي، د ډول ډول ناروغيو د پاره ترې نه درمل جوړېږي ، همداسې به په پخواني پېر کې خلکو د ځينو پاڼو نه د زخم د پټۍ په ځېر کار اخيسته.

په سابو کې ډېر ويټامينونه وي .

شيعه

شيعه كلمې ماناد يو چا لپاره عصبيت كول، يا دچا سره مرستندوې كېدل، يا د پيروي كولو په مانا ده. لكه چې وايي: پلانې د پلاني سړي له شيعه (اتباعو) څخه دى. لكه څرنگه چې الزبېدي وايي: هرهغه قام چې په يوه مسئله سره راټول شي، نو دوي شيعه گان شول. او هر هغه څوك چې د چا مرسته وكړي او د هغه لپاره گونديتوب وكړي، نو دې د هغه شيعه دى. ددې كلمې اصل له (المشايعه) څخه دى او هغه د المطاوله او المتابعه په وزن دى.

صحابه

ابوبکر صديق

حضرت عمر فاروق رضي الله عنه

حضرت عثمان رضي الله عنه

حضرت علي كرم الله وجهه

حضرت ابو ايوب انصاري

حضرت ابو عبيده بن جراح رضي الله عنه

حضرت عبدالله بن مسعود رضي الله عنه

حضرت سلمان پارسي رضي الله عنه

حضرت عكرمه به ابي جهل رضي الله عنه

حضرت عدي بن حاتم الطايي رضي الله عنه

حضرت ابوذر غفاري رضي الله عنه

حضرت عبدالله بن عباس رضي الله عنه

حضرت حضرت عبدالله بن عمر رضي الله عنه

حضرت ابو درداء رضي الله عنه

حضرت زېد بن حارث رضي الله عنه

حضرت اسامه بن زېد رضي الله عنه

حضرت عبدالرحمن بن عوف رضي الله عنه

حضرت سعدبن ابي وقاص رضي الله عنه

حضرت ابوطلحه انصاري رضي الله عنه

حضرت وحشي بن حرب رضي الله عنه

حضرت زېدبن ثابت رضي الله عنه

حضرت سراقه بن نوفل رضي الله عنه

حضرت ابوهريره الدوسي

حضرت معاذبن جبل

حضرت ثابت بن قېس انصاري

حضرت انس رضي الله عنه*

عارف خزان

عارف خزان د پښتو ژبې يو شاعر دی.

عمر بن خطاب

حضرت عمر ابن خطاب د اسلام دوهم او عظيم ترين خليفه وْ، هغه د اسلام د ستر پيغمبر حضرت محمد صلي الله عليه وسلم هم عصر او د ده په څېر په مكه كي پيدا سوى دى. كه څه هم د نوموړي د زوكړي نېټه ښه معلومه نه ده مګر په غالب ګمان دا به ٥٨٦ ميلادي سنه وه. حضرت عمر (رض) په ابتدا كي د آنحضرت او د هغه د نوي مذهب اسلام سخت مخالف و خو وروسته ډېر ژر د اسلام په دين مشرف او د حضرت محمد  په رفاقت كي تر مرګه پاته سو كله چي پر ٦٣٢ كال د اسلام ستر غمخور له دنيا څخه رحلت وكړ. نو د ده مبارك پر ځاى د كښينستلو خبره منځ ته راغله نو همدا حضرت عمر (رض) لومړي شخص وْ چي د حضرت محمد صلي الله عليه وسلم د يو بل ملګري او صحابي حضرت ابوبكر صديق يي د اسلام د لومړي خليفه په حيث ومانه او حمايت يي وكړ. دوه كال وروسته ابو بكر صديق ) هم له دنيا وكوچېد. ده په خپل ژوند كي پر خپل ځاى د كښينستلو لپاره حضرت عمر فاروق  وټاكي. دى په ٦٣٤ كال كله خليفه وټاكل سو او تر ٦٤٤ كال پوري پر خپل عظيم منصب ( خلافت ) پاته سو او په پاى كي يوه ايراني غلام په شهادت ورساوه. كله چي حضرت عمر (رض) د مرګ پر بستر پروت وْ، نو هغه له څو كسانو څخه جوړ يو مجلس راوغوښت، تر څو د اقتدار حاصلولو لپاره دريم خليفه وټاكي مجلس حضرت عثمان بن عفان

(رض) په خلافت انتخاب كړ چي د ٦٤٤ كال څخه بيا تر ٦٥٦ كال پوري يي خلافت وكړ. د حضرت عمر (رض) د لس كلن خلافت په دوران كي عربو ډير د پام وړ فتوحات وكړه، د نوموړي د خلافت په اوايلو كي د عـربو پـوځونو پـر شام او دمشق حمله وكړه چيد ش دسوي هيوادونه په هغه وخت كي د بازنطيني سلطنت حصه وه. ٦٣٦ م كال د يرموك په جګړه كي عربي پوځونو بازنطيني پوځ ته سخته ماته وركړه چي په پايله كي دمشق په همدغه كال فتح او يروشلم هم دوه كال وروسته اسلحه پر مځكه كښېښودل.٦٤١م كال پوري شام او فلسطين په مكمله توګه د عربي پوځونو تر كنترول لاندي راغله او تر هغه وروسته د اوسني تركيې پر لور وخوځيدل. ٦٣٩ م كال عربانو پر مصر هم حمله وكړه چي په هغه وخت كي د بازنطيني سلطنت مستعمره وه. د درو كلونو په دوران كي مصر هم فتح سو. وروسته عربي پوځونه د عراق پر لور مخ په وړاندي ولاړه ، نوموړي هيواد په هغه عصر كي د ايران د ساساني ا مپراطوري حصه وه خو يوازي عراق نه بلكې عربو ايران هم تر خپلي قبضې لاندي راوست. پر دې ټولو لاس ته راوړونو سر بيره د عربي پوځونو په قوت او همت كي كمي نه راغلي بلكې هغوي په غرب كي تر شمالي افريقا پوري خپل پوځونه وغځول. نو بيله شكه ويلاى سو چي د حضرت محمد تر وفات وروسته د اسلام د مبارك دين په فروغ او پر مختګ كي كليدي حيثيت د حضرت عمر ابن خطاب دي. د حضرت عمر (رض) د فتوحاتو لاس ته راوړونو او كوښښونو څخه به غير د اسلام د مبارك دين پرمختګ لكه څونده چي يي نن ورځ كړيدي ناشوني وه ، هسي خو د اسلام په مخ ته بيولو او هغه ته د ترقي وركولو په لاره كي تر ټولو زيات كوښښ او هاند حضرت محمد مصطفي صلي الله عليه وسلم كړي دي خو تاريخ په دې لاره كي د حضرت عمر (رض) فتوحات او كار نامې هيڅكله له پامه نه سي غورځولاى.

نوم يې عمر كنيت يې ابو حفص او لقب يې فاروق وو , دپلار نوم يې خطاب او دمور نوم يې ختمه وو .دنسب پوره كړۍ يې داسې ده :

عمر بن الخطاب بن نفيل بن عبدالفرى بن رباح بن عبدالله بن قرط بن رزاح بن عدي بن كعب بن لوئ بن فهر بن مسالك .

دعدي دوهم ورور مُره وو چې درسول الله صلى الله عليه وسلم له نيكونو نه شميرل كيږي، له همدې امله دحضرت عمر رضي الله عنه نسب په اتم پشت له رسول الله صلى الله عليه وسلم سره ګډيږي .

حضرت عمر رضي الله عنه له نبوي هجرت څخه څلويښت كاله دمخه دې نړۍ ته سترګې پرانيستې . دځوانۍ عمر يې په شريفوعربوكې دوتلو زده كړولكه دنسب دزده كړي ,سپه ګري ,پهلواني ,او خطابت غوندې دشريفانه اعمالوپه كولوكې تير كړاو پدې علومو كې يې وتلى نوم او لوړ مقام تر لاسه كړ .

له نوموړوعلومو سره سره حضرت عمر رضي الله عنه ليك لوست هم زده كړ ,ځكه خو هم دهغه شمير له هغو كسانو نه كيږي كوم چې آن دجاهليت په مهال يې ليك لوست زده كړی وو.

هغه به دجاهليت په زمانه كې هم دخپل فكري تدبر ,سالم عقل او لوړې حوصلې درلودو له امله په ټولو مهمو مسائلو كي دقريشو دسفير او دريم ګړي په توګه ټاكل كيده او دخپل خدای وركړي معامله فهمۍ او تجربې له امله به يې ډيرې لويې لويې مسئلې په خورا لږه موده كې حل او فصل كولې .

دحضرت عمر رضي الله عنه دعمر اووه ويشتم كال وو چې دعربو دجاهليت په تورو ډګرونو داسلام روڼ لمر وځليده ,او دمكې له هرې درې نه دتوحيد ازانګې خپرې شوې , د نورو مشركينو په څير حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ته هم دتوحيد دې اوازونو خوند نه وركاوه اوتل به د داسې اوازونوله اوريدو څخه په غصه كيدو , او دې اوازونو ته به يې دكركې په سترګه كتل , آن تردې چې دخپلې كورنۍ يوه مينځه (بسينه) يې داسلام دراوړلو له امله دسزا وركولو په توګه دومره ووهله چې مرګ ته يې نژدې كړه .

دجاهليت په مهال دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه داسلام دښمنۍ په اړه د سيرپوهانو له لورې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه يوه وتلې كيسه ليكل شوې چې رانقلول يې اړين بولم :

" كله چې حضرت عمرفاروق رضي الله عنه وليدل چې اسلام ورځ په ورځ مخ په وړاندې روان دى نو فكر يې وكړ چې داسلام دوركولو لپاره دحضرت رسول الله صلى الله عليه وسلم (وژل) ډير ضروري دي نو دهمدې ناوړې موخې د پوره كولو لپاره يې خپله توره تر ملا وځړوله او راروان شو. كله چې يې څه سفر وكړ نو په لاره كې له نعيم بن عبدالله سره مخامخ شو, هغه چې دده حالت وليدنو پوښتنه يې ځنې وكړه چې خير خو به وي ؟ حضرت عمررضي الله عنه ورته وويل چې غواړم دحضرت محمد (صلى الله عليه وسلم) فيصله وروكړم په همدې موخه له كوره راوتلى يم .

نعيم ورته وويل چې ته لومړى دخپل كورخبر واخله ستا خور او خاونديې دواړه مسلمانان شوي , حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې دا واوريدل نو راستون شو اودخپلې خور كورته په داسې حالت كې راورسيدو چې هغې دقرآنكريم تلاوت كاوه , خوكله چې يې دحضرت عمررضي الله عنه دقدمونو غږ واوريده نو پټه خوله شوه او قرآني ورقې يې پټ ځای كيښودې .

خوحضرت عمررضي الله عنه ددې غږ اوريدلى وو نو ورڅخه ويي پوښتل چې دا اواز دڅه شي وو؟ خور يې ورته وويل دهيڅ شي هم نه وو , حضرت عمرفاروق رضي الله عنه ورته وويل چې زه خبر شوى يم چې تاسې دواړه (مرتدان) شوي ياست ؟ له دې وينا سره سم حضرت عمر رضي الله عنه دخپلې خور له خاوند سره لاس او ګريوان شو كله چې يې خور خلاصي ته راغله نو هغه يې هم دومره ووهله چې آن ويني يې پرې وبهولې .

خو له دې وهلو سره نه يواځې داچې ددې دواړو له اسلام سره په مينه كې كوم كمى رانغى بلكه خور يې ورته وويل عمره : چې څه كولای شې ويې كړه اسلام اوس زمونږ په زړه او د وينو په رګونو كې ځای نيولى چې هيڅ د وتو لار يې نشته . دخور دې تورو دحضرت عمر فاروق رضي الله عنه په زړه كې ډير اثر وكړ او د ورورولۍ له احساس نه په ډكو كتلو سره يې خپلې خورته وكتل چې ويې ليدل دهغې له زخمونو نه دسرې وينې دارې وهي نو زړه يې نور هم نرم شو او خپلې خور ته يې وويل چې تاسې چې څه تلاوت كول هغه ماته هم راوښاياست هماغه وو چې خور يې فاطمې ورته دقرآنكريم اجزا په مخكې كيښودل نو دسورة الحديد دا آيت شريف (سبح لله مافي السماوات وما في الارض) ليكلى وو او له دې يوه يوه توري څخه دهغه په زړه كې دومره رعب ډيريدو چې كله د(آمنوا باالله ورسوله) آيت ته ورسيد نو بې اختياره يې چغه كړه چې (اشهدان لااله الاالله وان محمدا رسول الله) .

دا هغه مهال وو چې رسول الله صلى الله عليه وسلم دصفا ترغره لاندې دارقم بن ارقم رضي الله عنه په كور كې تشريف درلود ,حضرت عمرفاروق رضي الله عنه چې كله هلته ورغى نو دروازه يې ور وټكوله څنګه چې دحضرت عمرفاروق رضي الله عنه توره په لاس كې وه نو ځينې صحابۀ كرام ده ته دننه داجازې وركولو په اړه متردد شول ,ليكن حضرت حمزه رضي الله عنه وويل چې راپرې يې ږدئ كه هغه مخلصانه راغلى وي نو ډيره ښه او كه يې نيت خراب وي نو پخپله توره به يې سر ور پرې كړم ,كله چې حضرت عمر رضي الله عنه پښه دننه كيښودله نو رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته رامخكې شو او له لمنې نه يې ونيو او ورته ويې وفرمايل وايه عمره په كومه موخه راغلى يې ؟

حضرت عمررضي الله عنه چې دنبوت دغه له جلاله ډك غږ واوريدو نو په رپيدا شو او په ډيره عاجزۍ سره يې وويل (ايمان راوړلو ته راغلى يم) ددې تورو له اوريدو سره سم رسول الله صلى الله عليه وسلم په بې اختياره توګه د(الله اكبر) دومره زوروره ناره وكړه چې شاوخوا ټول غرونه دهغه له اوازه ولړزيدل .

سيرة النبي 1 ټوك 209-210 مخونه داسدالغابې وابن عساكر ,او كامل ابن اثير په حواله .

همدا روايت له لږ بدلون سره دار قطني ,ابو يعلى,حاكم او بيهقي هم له حضرت انس رضي الله عنه څخه روايت كړى ا وهغوی دسورة حديد په ځای دسورة طه دآياتونو ذكر كړى .

دقريشو دوو لويو لويو سردارانو ته 1- ابو جهل او2- حضرت عمررضي الله عنه ته رسول الله صلى الله عليه وسلم پدې تورو سره دعا كړي وه چې :

��اللهم اعز الاسلام باحدالرجلين اما ابن هشام واما عمر بن الخطاب ,, اى خدايه اسلام ته دقريشو له دوو سړو نه په يوه سړي سره عزت ور وبښه يا په ابن هشام (ابو جهل) يا په عمر بن الخطاب . درسول الله صلى الله عليه وسلم دهمدې دعا بركت وو چې حضرت عمر رضي الله عنه داسلام سپيڅلى دين ومانه اوزړه يې دشريعت په حقو لارښوونو سپين وځليده .

عامو مؤرخينو او سيرت پوهانو ليكلي چې دنبوة په اووم كال حضرت عمر رضي الله عنه اسلام راوړ او تردې دمه نژدې نهه ديرشو كسانو ايمان راوړى وو چې حضرت عمررضي الله عنه يې څلويښتم تن شو .

كله چې دحضرت عمررضي الله عنه داسلام راوړو خبره قريشو ته ورسيده نو هغوی ډير وځوريدل او ويل به يې چې (صبا عمر) ��عمر بې دينه شوى - نعوذباالله,, بخاري-اسلام

فرانسېس بیکن

فرانسيس بېكن (۱۶۲۶_ ۱۵۶۱م كال) په 1621م كال، په لندن كې د يوه لوى خيانت د رسوايۍ له امله يو لوى جنجال رامنځته شو. د څېړنو په ترڅ كې معلومه شوه چې يوشمېر جگپوړو چارواكو له خلكو څخه بډي او رشوت اخيستى، چې د دې ډلې په سر كې د انگلستان د لومړي وزير او د هغه مهال د نوميالي فيلسوف فرانسيس بېكن(Francis Bacon) نوم هم ليكلى و.

ښه ده چې پوه شو د اوولسمې پېړۍ ډاكټر جكيل او ښاغلى هايډƒ څوك دي؟

فرانسيس بېكن د تاريخ يو پېښه غوښتونكى او حيرانوونكى شخصيت دى. د هغه اروا د ستورو له رڼا څخه نور اخيست، خو جسم يې پر دنيايي چارو پورې كلك تړلى و.

لكه څنگه چې شكسپېر ويلي دي، پر حق عمل كول تر دې ډېره سخته ده، چې پر علم عمل وكړئ او د فرانسيس بېكن سرگذشت د دې حقيقت لپاره يو روښانه دليل دى. د يوه سياستوال فيلسوف لپاره دا گرانه خبره ده، چې خپل تعادل وساتي او په ژوند كې له خپل ځان سره جوړجاړى وكړي. فرانسيس بېكن هڅه وكړه چې له خپل ځان سره جوړ شي، خو ماتې يې وخوړه. نوموړي هغه حكمت چې په تعليماتو كې يې نغښتى و، د بدو كړنلارو له لارې نړيوالو ته وروښود، نه له نېكو اعمالو. په هغو ناوړو كارونو چې ترسره يې كړل او په خپلو نېكو او له حكمت څخه ډكو خبرو يې موږ له حقايقو سره اشنا كړو.

بېكن تل له خپل ځان سره په جگړه كې و او په ټول عمر كې يې دوو قوتونو ته سر ټيټ كړى و: د پوهې د ترلاسه كولو او د مال او شتمنۍ له زېرمه كولو سره مينه.

دا ځوان چې تر وخت مخكې د ودې عمر ته ورسېد او په دوولس كلنۍ كې يې منځنى ښوونځى پيل كړ، وايي: ”دعلم او حقيقت له موندلو پرته بل كار بې ارزښته دى“. خو له بله پلوه يې غوښتل چې د خپل پلار پر پله، چې په سياست كې د بري لوړو پوړيو ته رسېدلى و، گام كښېږدي ”زما زېږېدنې، پالنې او معلوماتو... ټولو د سياست پر لوري بېولم“. ځكه يې تصميم ونيو چې دواړې لارې غوره كړي؛ هم يو نوميالى فيلسوف ورڅخه جوړ شي او هم په دربار كې پېژندل شوې څېره، هڅه يې كوله چې هم د خداى عبادت وكړي او هم شته ترلاسه كړي.

خو د بېكن دې موضوع ته ډېر ناوخته پام شو، چې دا دواړه د اور او اوبو، په څېر ناشوني دي. خو هغه مهال يې نورې لارې پرمخ تړلې او اروا يې د حرص او تمې په ډنډ كې ډوبه شوې وه.

(3)

بېكن د خپل ژوند په لومړيو كلونو كې په ناوړو كارونو ككړ شو. په يودېرش كلنۍ كې يې اعلان وكړ: ”زه پر ټولو پوهنو واكمن شوم“. او هڅه يې دا وه چې پر ټول انگلستان برلاسى شي.

هغه مهال چې د زړه وړونكو شعرونو او د اروا د خپلواكۍ په اړه د مطالبو په ليكلو بوخت و، باوري وگړو ته يې داسې يادښتونه استول، چې له لومړۍ ملكې اليزابت سره، ورته د ليدو اسانتياوې چمتو كړي.

په يوه ليك كې يې ارل اسكس(Earl of Essex) چې ملكې ته باوري سړى و، وليكل: ”په هر حال كې، بې له قيد او شرط څخه غواړم د ملكې خدمت وكړم“. بېكن په هر ترتيب او هرې لارې چې و، د مال او شتمنۍ له راټولو سره يې لېونۍ مينه درلوده او ويل يې: ”زه د طالس هغې عقيدې ته درناوى لرم، چې ويل يې فيلسوف هم كه وغواړي كولاى شي چې شتمن شي“.

بېكن د مال او شتو له ټولولو سره دومره لېوالتيا درلوده، چې ډېر وخت به د فيلسوف له قالب څخه بهر شو، مصرف يې تل تر پانگې او زېرمه كولو ډېر و. څو ځله د پورونو د نه وركولو له كبله زندان ته ولېږدول شو. د وخت په تېرېدو سره يې هغه ليكونه چې د مالي مرستې او سياسي مرام غوښتنه به په كې شوې وه، بې اغېزې شول.

خو له دې ټولو سره- سره له خلكو سره د اړيكو له امله پر هغوى گران و. اسكس څو ځله په دربار كې د هغه د پرمخ بېولو هڅه وكړه. په يوه ځاى كې ليكي: ”زه به خپل ټول توان، نفوذ او ملگرتوب په كار واچوم، هرې درغلۍ، چل او تدبير ته به پناه يوسم، چې د ملكې پام د فرانسيس بېكن لوري ته ورواړوم“. خو له دې ټولو هڅو سره، ملكې په تدريج سره فيلسوف وپېژاند. اسكس د دې لپاره چې د خپل ”نژدې ملگري“ غم لږ كړي، هغه ته يې خپله يوه ټوټه ځمكه وروبخښله. فرانسيس د مننې په هغه ليك چې اسكس ته يې ليكلى، يادونه كړې: ”تر ټولو، د هغه ډېر احسانمند دى“. او وروسته يې هڅه وكړه چې په خپل ځانگړي چلند د خپل ملگري دين ادا او د كرم د خاوند قدرپېژندنه زبات كړي.

د اسكس په وړاندې د بېكن كړنلاره داسې وه لكه له يوه وگړي سره د بل وگړي غيرانساني كارونه. اسكس د ملكې دښمنۍ د ځان پر لوري راواړوله او د ملكې په امر نوموړى په زندان كې ولوېد. بېځايه دا وه چې ملكې بېكن ته د قاضيانو دنده وركړه چې د خپل ملگري پرضد ادعاليك تنظيم كړي. دا يوه درنه او حساسه دنده وه. بېكن له اسكس سره رښتينې مينه درلوده او يا هم په نظري بڼه، سپېڅلي ملگرتوب ته عقيده من و. دا د هغه څرگندونې دي، چې دوستانه خدمت، يو بخښونكى او نجيب ښاغلى پيدا كوي او د ملگرتوب ښاغلي، يو وفادار او ترځان تېر خدمتگار، خو بېكن پوهېده چې د اسكس ملگرتوب يې د پرمختگ پر لار يو خنډ گڼل كېدى شي. بېكن به ويل: ”د هغه ځانغوښتنه د لمر د رڼا په څېر د كثافاتو له منځه تېرېږي، خو په پاى كې د لومړي ځل په څېر پاكه او ځلېدونكې ښكاري“.

په دې توگه، بېكن خپل ملگرتوب تر خپلې ځانغوښتنې قربان كړ او د هغه كرامت يې په توند ادعاليك پرځاى كړ او هغه څوك چې د ده په وړاندې يې مېړانه ښوولې وه، د زندان تورو تمبو ته ورټېل واهه.

فرانسيس بېكن د الكساندر پوپ (Alexander Pope ۱۷۴۴_۱۶۸۸/ انگرېز شاعر) په قول: ”د انسانيت تر ټولو هوښيار او پست كس دى“ د خپل پرمختگ او لوړوالي لومړنى گام يې د خپل نژدې ملگري اسكس پر اوږو كښېښود او لكه څنگه چې وبه وينو د ناځوانۍ تر ټولو لوړو پوړيو پورې ورسېد.

(4)

بېكن دښمن ته د خپل گران ملگري د تسليمۍ له كبله د سپينو زورو تر دېرشو ډېرې سكې (نژدې زر امريكايي ډالره) مزد واخيست. له دې ټولو سره يې د وركړل شويو پيسو له لږوالي څخه سر ټكاوه. د نوموړي حرص او غوښتنه د هغه د فصاحت په څېر ډېره وه.

بېكن تر هغې پېښې وروسته چې اسكس ورسره مخ شو، پرمختگ او ترقي وكړه، خو دا يوه فيلسوف ته غوره نه وه، چې د خپل بري له كبله مغرور شي.

هغه د خپل غريزي احساس له مخې پوهېده چې دا لوړوالى په ځان پسې ټيټوالى هم لري. د هغه چلند له كبله چې پر اسكس يې لورولى و، ځان ته يې يو شمېر دښمنان پيدا كړل او دا خلك په دې هڅه كې وو، چې كله به بېكن له لوړې څخه خاورو ته راوغورځوي.

خو د بېكن زړه ته لوېدله چې دوستان به يې د دښمنانو په وړاندې سپر شي او د ده ننگه به وكړي.خو دى نه پوهېده چې هغوى ټول د ده په څېر يوازې د خپلو ځانونو په فكر كې دي. لكه څنگه چې بېكن په خپله ويلي دي: ”انسان د خپل ځان د ساتلو لپاره پياوړى احساس لري. داسې لكه موږك. دا حيوان مخكې تر دې چې د كوټې چت پرېوځي، د خپل هوښ په بركت پوهېږي او هغه ځاى پرېږدي“. خو بېكن هم په يوه داسې كور كې مېشت و، چې نازكې او نرۍ ستنې (پايې) يې لرلې.

واده يې وكړ، خو نه د مينې په خاطر، بلكې د مال او شتو د ترلاسه كولو په هيله. په حقيقت كې يې د مينې او محبت په اړه ژور احساس نه درلود او تر حق په ترخو خبرو يې وليكل: ”لويه اروا له دې كمزوري شور څخه ليرې ده“. بېكن په شتو، ثروت، ناز او نعمت كې ډوب و، خو د ذهن له ارامتيا څخه چې تر ټولو غوره وه، بې برخې و. نوموړي د خپل پرمختگ لپاره د ماكياول يوه نظريه له ياده كړې وه: ”پر ځان تمه لرونكي ملگري راټول كړه، زورورو ته سر ټيټ كړه او ويې غولوه. د شاتو د مچۍ په څېر شات وركوه او نېش وهه“. په خپل تعبير: ”په خپله ناوړه كړنلاره يې ټول مقامات ترلاسه كړل“.

هغه د ملكې اليزابت او جيمز په دوره كې په چاپلوسۍ او غوړه مالۍ لوړو څوكيو ته ورسېد. د محكمې د ستر حقوقي سلاكار (مشاور) دنده، د محرمانه شورا غړي او د سلطنتي مهر ساتنې دندې يې ترسره كړې او په پاى كې د لومړي وزيري (صدراعظمۍ) مقام ته ورسېد.چې تر پاچايۍ وروسته دويم ستر مقام و. نور يې نو په دې مقام كې د ځانغوښتنې حس كمزورى شو. هغه نه يوازې يو لوړ مقام ترلاسه كړ، بلكې د هېواد په شتمنو وگړو كې وشمېرل شو.

بېكن هغه مهال د څو ښارونو او كليو خاوند شو. په خپلو ځمكو كې يې يوه ماڼۍ او يو سيند جوړ كړ، چې جوهر نښانه ټاپو يې درلود. همدارنگه يې په مركزي ټاپو كې يوه دنگه او ښايسته ماڼۍ جوړه كړه، چې د اوړي په موسم كې به هورې مېشت و. دې ماڼۍ مرمرينې ښيښې او د نڅاگرو او سندرغاړو لپاره يولوى سالون درلود. په دې اوړنۍ ماڼۍ كې په لسگونو مزدوران مېلمنو ته د شرابو او خوندورو خوړو د تيارولو او وركولو لپاره لاس پر نامه ولاړ وو. په دې ښكلې ماڼۍ كې به يوه د ټيټې ونې لرونكي په ډېر غرور سره قدم واهه او خواږه خوبونه به يې ليدل. څو سوو خدمتگارانو د هغه خدمت ته ملاوې تړلې وې او په زرگونو منشيان د هغه په واك كې وو، چې تېروتنې يې ورپه گوته كولې.

خو وايكانت سنت البانز(Viscount St. Allbans) (دا هغه مهال د بېكن رسمي عنوان و) په سمه توگه له هغو خطرونو څخه چې د پاچا له خوا د مقام د وركولو له امله ورته پيدا شوى و، خبر و او په دې اړه يې ليكلي دي: ”پر يوه لړزېدونكي او نااواره ځاى مې پل ايښى او كه بېرته تر شا شم، يا سقوط كوم او يا مې ترلاسه كړى مقام او شتمني له لاسه وځي“. كه څه هم، بخت تل ورسره مل و، خو په خپله يې اقرار كړى، چې له ”خواشينۍ او بې رغبتۍ“ څخه ځورېږي.

بېكن د دې حس تر احساسولو مخكې لا غمجن و، خو دا گوزار يې هغه مهال پر سر راټيټ شو، چې شهرت يې وروستۍ لوړې درجې ته رسېدلى و.

(5)

بخت له هغه څخه داسې مخ واړاوه.

بېكن د خپلې شپېتمې كاليزې په مناسبت په لندن كې په خپله ماڼۍ كې يوه مجلله مېلمستيا جوړه كړه، چې ټوله ماڼۍ يې له مېلمنو څخه ډكه شوه. بن جونسون (Ben Jonson۱۶۳۷_۱۵۷۲- انگرېز ډرامه ليكوال) خپله يوه بوللـه (قصيده) چې په همدې اړه يې ليكلې وه، ولوستله. يوې ډلې لوبغاړو، د ستايلو يوه ننداره، چې د سنت البانز له اثارو څخه رااخيستل شوې وه، په پوره شور سره ولوبوله. له هر لوري د مباركۍ غږونه وو، چې دې ټيټ وني، د بلوط رنگې ږيرې لرونكي ځانغوښتونكي او شين سترگي انسان ته ويل كېدل، هغه سترگې چې دښمنانو يې په اړه ويل: ”د افعي مار په څېر توند او جذاب ليد لري“. د مېلمنو په ډله كې يوه ’ښاغلي او د پاچا تر ټولو نېكمرغه تبعه‘ د دې سړي په سلامتۍ يو جام پورته كړ.

په دې حال كې د بېكن يوه منشي د هغه په غوږ كې يوڅه وويل: يو ناڅاپه د بېكن رنگ والوت. له ملي شورا (پارلمان) څخه يو شوم پيغام ور رسېدلى و. د پارلمان غړو تصميم نيولى و، چې د بېكن د قضايي اعمالو په اړه چې هغه مهال تر ټولو لوړ قضايي مقام و، پلټنې وكړي. څېړنې په بيړه ترسره شوې، پرده پورته او ناوړه حقايق څرگند شول.

فرانسيس بېكن په ”يوه لوى خيانت كې“ لاس درلود. دښمنانو يې ثبوتونه وړاندې كړل او پېښه يې تر هغه څوچنده لوړه كړې وه، چې واقعيت يې درلود. د داستان لنډيز داسې دى چې بېكن به له سوداگرو څخه ډالۍ اخيستې او هغوى به يې غولول او همدارنگه يې له ډېرو جنايي محكومينو څخه د رشوت اخيستلو له كبله هغوى ته برائت وركاوه.

په لومړيو كې بېكن هڅه وكړه، چې له دې تور څخه انكار وكړي او په دې اړه يې يوه نژدې او مخور ملگري بوكينگهام(Buckingham) ته وليكل: ”ښاغليه! زه پوهېږم چې پاك لاسونه او منصفانه زړه لرم... خو په دې وخت كې به ښايي د دې مقام منل غوره كار نه و. په تېره بيا هغه مهال چې انسان دا مقام ترلاسه كړي، بايد په درواغو او تورونو تورن شي“.

خو وروسته داسې شواهد ښكاره شول، چې د بېكن څېرې ته يې بدلون وركړ، هغه د انكار پرځاى، پر خپل ځان باندې تورونه ومنل او پاچا ته يې د خواست او بخښنې لپاره لمن وغوړوله: ’زه به د هغه عظيم الشانه پاچا پر لوري د كوترو په وزرونو الوتنه وكړم، هغه څوك چې فكر مې كاوه ما به د عظمت تر ټولو لوړو پوړيو ته ورسوي‘.

وروسته پر خپله ”اخلاقي كمزورۍ“ اعتراف كوي او د هيلې څرگندونه كوي: ”د پاچا زړه چې د نېكۍ او خيرغوښتنې سمندر دى، زما په حق كې به چې د بدمرغۍ په گرداب كې لاس او پښې وهم، قضاوت وكړي. زه لكه موم د شاه په بخښونكو لاسونو كې پروت يم او د پاچا مهربانۍ ته مې سترگې نيولې دي“. وروسته په ماكياولي صداقت او بېپروايۍ سره وړانديز كوي، چې كه يې پاچا وبخښې، نو دى به يې هم مهرباني جبران كړي: ”ځكه هغه چا چې د رشوت اخيستنې له لارې كولاى شي، رشوت وركړي، په دې توگه زه هم د پاچا حضور ته يو رشوت وړاندې كوم، كه پاچا پر ما سوله او مهرباني ولوروي او خداى ژوند راكړي، د انگلستان تاريخ به وليكم او په هغه كې به د پاچا قوانين په سمه توگه تشرېح او تحليل كړم“. خو له دې ټولو غوښتنو سره- سره پاچا د پارلمان له رايې ډډه وكړه او هغه يې د لندن په برج كې زنداني او څلوېښت زره ليرې جريمه كړ، د پارلمان يو شمېر غړو له انگلستان څخه د هغه د شړلو غوښتنه وكړه، خو بوكينگهام له دې اقدام سره مخالفت وښود او ويې ويل: ”لوى قاضي دومره ناروغ دى، چې د ډېر وخت لپاره ژوند نه شي كولاى“.

بېكن ډېر وخت په زندان كې پاتې نه شو. نوموړى له لندن څخه تبعيد او له دولتي دندو څخه گوښه كړاى شو. تر هغه وروسته يې هغه ننگ او رسوايۍ څخه گوښه توب غوره كړ. نور يې نو دا وخت درلود چې خپله فلسفه تعقيب او وغزوي، په ذهن كې يې تېرېدل چې”د كمال تر حده پورې د قدرت غوښتنه، ملايكې هم ساقطولاى شي“.

(6)

د كمال تر بريده د قدرت ترلاسه كول، د معلوماتو له نه لرلو سره تړلي دي. دا حقيقت د بېكن په فلسفه كې په لنډه توگه راغلى. ښه به دا وي چې په خپل قضاوت كې بېړه ونه كړو.

بېكن سره له دې چې يو هوښيار انسان و، په حقيقت كې د خپل مهال محصول هم گڼل كېده. د اليزابت په وخت كې د ماكياول نظرياتو ډېر شديد نفوذ درلود. په جگپوړو چارواكو كې رشوت اخيستنه، دود شوې وه. د بېكن ستونزه دا وه چې د قدرت او شتو په ترلاسه كولو كې يې له بيړې څخه كار اخيست. نوموړى هغه خطر په پام كې نه و نيولى، چې د ملگرو له لاسه وركولو او دمال او ثروت په راټولولو كې ورته پېښ شوى و. په دې كې شك نه شته چې هغه يوازې ځانغوښتنه غوښتله، خو ايا موږ داسې نه يو؟

له بده مرغه، د هغه بېحده ځانغوښتنه چې مبهمه او ناڅرگنده پاتې وه، په پاى كې په دې بدله شوه چې له ځان څخه كركه وكړي.

بېكن دا حقايق په خپلو اعمالو كې ناليدلي وگڼل، خو په خپله فلسفه كې يې ځاى وركړ.

هغه په دې هڅه كې و، چې له هر ډول جلال او مزو چړچو څخه برخمن شي، په هماغه حال كې يې وليكل: ”پاكي او فضيلت د يوې قيمتي صافې ډبرې په څېر ځلېدونكى دى“.

تر هغه وروسته چې د ژوند له تجمله د ډك جام وروستى څاڅكى يې هم پر سر واړاوه او هغه تريخ درد يې پر زړه كښېناست، په ذهن كې يې وروگرځېدل چې هغه څه ته چې موږ اړتيا لرو، رڼا ده، نه د ژوند تجمل او مزې چړچې.

ډېره رڼا! دا د بېكن د فلسفي څېړنو وروستۍ موخه وه. د علم په زده كړه كې كه دې لمن هرڅومره پراخه وي، هڅه وكړه چې له خپل وس سره سم د هر مطلب په اړه څېړنه وكړې او څه چې دې زده دي، هغه د خپل ژوند سرليك وگرځوه.

بېكن په هغه دوره كې ژوند كاوه، چې علم لا پر اختصاصي څانگو نه و وېشل شوى ”دا پوهه ده چې تشويش كوونكو او خواشينوونكو ته رڼا وربخښي“.

رښتينې خوښي او رضايت په دې كې دى، چې خپل فكر له خواشينۍ او ځورېدنې څخه لوړ وساتو.

خو څرنگه او له كومې لارې كولاى شو چې خپل فكر دومره لوړ كړو چې د نېكۍ وروستى حد وپېژنو؟ د پوهې له لارې ”د كارونو سنجونه د هغوى درښتيني ارزښت پر بنسټ“. د ذهن پراخوالى له ناسمو او تقلبي ارزښتونو څخه پاك ساته او يا د بېكن په تعبير هغه بوتان مات كړه، چې ستا د ذهن په بوتخانه كې يې ځاى نيولى دى. بېكن دا بوتان يا ناسم ارزښتونه پر څلورو برخو وېشي:

1. د طايفو بوتان:

دا بوتان عبارت دي له ”موهوماتو، خوبونو او هغوى ته ورته خيالونو څخه“ يانې هغه عقايد او اوهام چې په ټولو انساني كورنيو كې دود دي. دا اوهام او عقايد موږ د بېلارۍ لوري ته وركاږي. ځكه موږ ته په زړه پورې دا ده چې د حقايقو تر څېړلو مخكې، د هغوى په پايلې پسې وگرځو، يا په بله وينا د هغوى لوري ته الوتنه وكړو. ”د مسايلو ادراك بايد د ټوپ او الوتا پر بنسټ ترسره نه شي، بلكې بشپړ درك هغه مهال په لاس راځي، چې له خوځېدو او الوتا څخه ډډه وكړو“ په بله وينا، لومړى بايد ووينو او اندازه واخلو، وروسته ټوپ كړو، چې په ژوره كې ونه لوېږو.

2. د غار بوتان:

دا بوتان تر ډېره په فردي نيمگړتياوو پورې اړه لري، نه په عمومي. ”په موږ كې هر يو په خپل دوران كې يو پټ ځاى لري، چې د طبيعت نور منعكس او بېرنگه كوي“. د خپل خوار وجود له پټ ځاى څخه راووځه او د لمر تر تودو وړانگو لاندې گامونه واخله. هره خوا وگوره خو د څټ لوري ته مخ مه وراړوه. يانې په تېر پسې مه گرځه او باور مه پرې كوه او ټول هوښ او فكر راتلونكي ته هم مه ځانگړى كوه. په دې مانا چې له راتلونكي څخه هم ډېره تمه مه لره.

”هڅه وكړه منځگړى حد وساتې او خپله كړنلاره له هغه غوره څيز څخه چې روڼ دي، زده كړې او هغه څه چې سبا يې د زده كړې تمه لرې، سره واوډه او ترتيب يې كړه‘. په دې توگه به نه له ”هغه څه څخه چې پخوا يې په ارزښت پوهېدلې او ژوندى يې ساتلى يې“ مخ واړوې او نه به ”نويو غوښتنو- نويو موندنو“ ته د حقارت په سترگه وگورې.

۳. بازاري بوتان:

’دا خطاگانې د خلكو له راكړه وركړې او يا يوځايوالي يا ليرېوالي‘ څخه رامنځته كېږي. هڅه وكړه توري د خپل هدف د څرگندولو لپاره وكاروې. توري سم او پرځاى كاروه، موږ توري په ناسمه توگه د ناپوهۍ يا يې هم پر مفهوم د نه پوهېدو له كبله كاروو، يا هم هڅه كوو نور خلك تېر باسو، خو له ناسمو تورو ډډه وكړه، لكه څنگه چې ناچله سكې ليرې غورځوې، داسې كومه گټه نه درته لري‘.

۴. نمايشي بوتان:

’دا خطاگانې د ژوند د ډرام د ناسم تعبير او تفسير زېږنده دي. د هغو نندارو له امله چې د صحنې پرمخ يې وينې، خپل هوښ او عقل له لاسه مه وركوه. هغوى ”د خپل مخلوق نړۍ تا ته د نندارو په څېر په غيرحقيقي توگه“ درښيي. ياد لره ”هغه داستانونه چې په ننداره كې ښوول كېږي، ډېر وخت په هغه بڼه وي، چې موږ يې غوښتنه لرو، نه په هغه بڼه چې دوى يې حقيقتاً لري“.

په دې توگه، د خلكو له شخصي تجربو او ازمېښتونو څخه گټه پورته كړه او داسې شمع روښانه كړه، چې لار درته ښكاره شي. ځكه يوازې دپوهې په لرلو سره توان موندلاى شې، هغه توان چې د هغه په بركت پر ځان واكمن شې، نه دا چې نړۍ استثمار كړې.

فرانسيس بېكن تر خپلې مړينې دوه كاله مخكې د ”نوي اتلانتيس“ په نامه خپل كتاب خپور كړ.

د فرانسيس بېكن په اوتوپيا كې حرص او بخل له منځه وړل شوى او د جنگ جگړې په نوم څه نه شته. هېڅوك د خپل گاونډي پر حق خېټه نه شي اچولاى او د نورو خلكو مال او شتمنۍ ته لاس نه شي غزولاى. په دې توگه شتمني او ثروت په ډېره ښه او منصفانه توگه د خلكو په منځ كې وېشل شوي او ټولو وگړو دا اقتصادي اصل منلى او په كار يې اچولى، چې:

”زموږ سوداگري د جواهراتو، ورېښمو، قيمتي ډبرو او درملو سوداگري نه ده، بلكې زموږ سوداگريز مال د خداى لومړنى مخلوق، يانې رڼا ده. موږ منلې چې په دې رڼا به ټوله نړۍ روښانوو“. په دې توگه وينو چې په اوتوپيا كې يو ځانگړى ټولگى جوړ شوى او د ”رڼا د سوداگرو“ نوم لري او عبارت دى له هغو فيلسوفانو او پوهانو چې په ټوله نړۍ كې گرځي او نوى فكر، عدالت او مهرباني به خپروي.

په دې توگه د اوتوپيا د فيلسوفانو او پوهانو په لارښوونه د نړۍ ټول اوسېدونكي د نېك غوښتلو او همكارى روحيه مني.

دا و هغه وروستى خوب چې بېكن د شكوه او جلال، غم او د درد له كابوس څخه وروسته ليد. په دې وخت كې يې په فكر كې ورتېر شول: ”انسان هغه حيوان نه دى، چې په دوو پښو تگ كوي، بلكې تلپاتى خداى دى“. بېكن د هغو تجربو له امله چې زده كړې يې وې، خپلې وضعې ته بدلون وركړ او د يوه مغرور او متكبره وزير پرځاى يې د يوه متواضع سوداگر بڼه ونيوله، نوموړى لا په دې دنده بوخت و، چې عمر يې پايته ورسېد.

بېكن د يوې عملي تجربې له امله له خپل ژوند سره مخه ښه وكړه: د ژمي په يوه مسافرت كې له يوه كلي تېرېده چې دا فكر ورولوېد، ښايي غوښه لكه څنگه چې يې په مالگه يې سمه ساتي، ښايي په واورو كې هم خرابه نه شي. په همدې هيله يې يوه چرگه مړه او په واوره كې ښخه كړه.

تر دې تجربې وروسته يخني وواهه او د سينه و بغل د ناروغۍ له امله په لنډ وخت كې مړ شو. بېكن مخكې تر دې چې د تل لپاره سترگې پټې كړي، ويې ليكل:

”تجربې مې ښه پايله درلوده“.

¯¯¯

د بېكن د جنازې مراسم د هغه د ژوند پر خلاف ساده تر سره شول. هغه خپل سبق په ښه توگه زده كړى و او په خپل وصيتليك كې يې داسې ليكلي وو:

”زه خپل بدن په ميراث پرېږدم. چې ناپېژندل شويو خاورو ته وسپارل شي... خپل نوم راتلونكو پېړيو او نړيوال ملت ته سپارم او خپله اروا خداى ته تسليموم“.

د پاچا رعيت هم د قمار او تېرايستلو له كبله زړونو ته خوښي ساتلې او د كوتريانو په ځورونې بوخت وو.

ƒ ډاكټر جكيل او ښاغلى هايډ: يو واحد شخصيت، چې د دوو متضادو شخصيتونو درلودونكى و.

(د انگرېز رمان ليكونكي رابرټ لوئيز استيونسن د يوه كتاب نوم) (۱۸۵۰-۱۸۹۴).

مکه معظمه

مکه مكرمه د سعودي عربستان له ښارونو څخه يو ښار دى، چې د بيت الله شريف په درلودلو سره زموږ مسلمانانو لومړنې سپېڅلې ښار گڼل كېږي.

دې ښار ته د مشركانو او كاپرانو ننوتل منع دي، خو د اوسني واكمنو له بركته! ددې ښار دا سپېڅلتيا له خپو لاندې شوې، چې ښكاره ثبوت يې د بېنظيربوټو لخوا د يوې عيسوۍ وړل له ځان سره دى سپېڅلي ښار ته، او د ځينو ناوليو ولسمشرانو لپاره ان د بېت الله شريف دروازه خلاصول او ورننويستل، ان تردې چې د بېت الله شريف سر ته خېژولو باندې يې هم درېغ ندې كړې. حال داچې قرآن كريم د داسې خلكو ننوتل داسې سپېڅلو ځايونو ته په كلكه منع كړي دي.

د مكې مكرمې ښار د سرې بحيرې په ۸۰ كيلومترۍ كې موقعيت لري، چې د بحر له سطحې څخه ۳۳۰ متره لوړ پروت دى. دا ښار له جدې څخه په ۶۰ كيلو مترۍ او له مدينې منورې څخه د هجرت لوې لارې له سړك څخه ۴۲۵ كيلو مترو په واټ كې پروت دى.

موږ مسلمانان پدې گروهه (عقيده) يو چې د ځښتن تعالى په فضل او كرم سره د اسماعيل عليه السلام د خپو لاندې د زمزم د اوبو چينه راوخوټېده. او د هغه مبارك له بركته پدې بېديا او وېجاړه دښته كې اوبه راپېدا شوې، خلك پدې ځاى كې استوگن شول او د مكې ښار يې د بيت الله شريف په شاوخوا ودان كړ.

دا ښار د ډبرينو غرو په منځ كې راگېر دى. د مسجد الحرام شاوخوا كورونه او لوړې ودانۍ جوړې شوي. دولت د خلكو د ستونزو راكمولو لپاره په غرونو او ډبرينو غونډيو كې سورنگونه ويستلي، ترڅو خلك په لنډ وخت كې له يو ځاى څخه بل ځاى ته ولاړ شي.

د مكې مكرمې هوا توده او له مدينې منورې څخه لږ څه نمجنه ده.

دا سپېڅلې ښار په ۱۳۶۶هجري لمريز كال د ايراني شيطانانو لخوا يرغمل شوې ؤ، چې د وخت د واكمنو لخوا په ډېره ښه لار د خپلو اعمالو په سزا ورسول شول.

كيسه داسې وه، چې د ايران وران كارو شيعه گانو، د حاجيانو په جامه كې بيت الله شريف ته ننوتل، چې له ځانو سره يې ډول، ډول وسلې هم لرلې. بيت الله شريف كې يې ټول حاجيان يرغمل كړل، او د بيت الله شريف د نړولو پلان يې عملي غوښتل. خو د ځښتن تعالى كړه وه، چې هغه چاودونكي مواد چې دوي به د بندر له لارې په خپلو بېگونو كې راتېرول، د يو ويښ او ذيرك څارندوى پام ځان ته واړاوه. كله چې يې ددوي بېگونه تالاشي كول، نو له جامو څخه به بېگ دروند ؤ، كله چې يې بېگ وشلاوه، نو يوه ډول چاودونكي مواد چې د وړو په څېر ول، ترلاسه كړل، او ټول هغه ورانكاري چې بېت الله شريف ته په لار ؤ، ونيول او هغه پاتې چې په بېت الله شريف كې سنگرونه جوړ كړي وه. د اوبو په پرېښودو او برېښنا وركولو سره ټول ووژل او د دوي ناپاكو وينو څخه بېت الله شريف خوندي پاتې شو.

پکتيا ولايت

پکتيا د افغانستان د سوېلي ولايتونو څخه يو مهم ولايت دی چې د پلازمېنې نوم يې ګردېز او د افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري چې جنوب ختیځې خواته یې د خوست ولایت، ختیځ ته یې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه قبایلي سیمه پاړاچنار، جنوب لویدیځ کې د پکتیکا ولایت سره گډه پوله لري، په لویدیځ کې د غزني او په شمال کې له لوگر ولایت سره نښتی ده. په شمال ختیځ کې حتا د ننگرهار له ولایت سره هم یوه کوچنۍ پوله لري.

د یادونې وړ ده چې پکتیا ولایت د جنوب ختیځ زون د مرکز په توگه هم ټاکل شوی ده.

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.