سليمان

سليمان یو الله تعالی د رسول و۔

Solomon Calligraphic name
سلیمان علیہ السلام
ابدالي

ابداليان (په انگرېزي: Abdalis) چې په درانيانو سره هم شهرت لري د افغانستان په تا ريخ کې يو نا متو ټبر دی چې دنامه رېښه يې د ٤٠٠ ميلادي شا او خوا کې سپين پوستي اريايې قبيلې ته چې اپتل Aptal يا هپتالي نو ميږي رسيږي چې دغې قبيلې په با ختر او تخارستان کې يو غښتلی دولت جوړ کړ او د برتانوي دايرتالمعارف Ecncyclopedia Britanica په استنادمور خانو يې نوم ابدلوي هم راوړی دی. چې په تا ريخو نوکې يې نوم په بيلا بيلو بڼو هپتل(اودل)=ابدل=يفتل او ابدال ضبط دی.

دابدال په هکله زيات افسانوي روايتونه هم شته چې دلته به يې راوړل بيځا يه نه وي. روايتونه وايي چې د اسلامي دورې په تا ريخ کې لو مړنی سړی چې د(ابدال=اودل)په نامه ياد شوی دی دپښتني قبيلو مشهور نيکه دی چې د خپل نا متو کهو ل سره د سليمان په غره کې او سيده. دی دترين زوی دشر خبون لمسی او دسړبن کړوسی دی او دده نو م په پښتو ادبياتو او پخوانيو او زړو نسخو کې (اودل) او د جمع منسوب په بڼه (اودلی=ابدالی) ضبط دی چې د ٤٤٠ هجري يا ١٠٤٨ ميلادي کلو نو په شا او خوا کې يې پښتانه قبايل پر ځان راټول کړي وو او دده له تو کمه ملک سليمان د عيسی زوی چې په زيرک سره مشهور و پښتني قبيلي د سليمان له غره نه کندهار ته بوتلې او هلته يې مېشته کړې او د خپل ژ وند په پای کې يې خپل زوی ملک بارک پر مشرۍ و ټاکه او تر بارک وروسته د زيرک بل زوی ملک پوپل د خپل نفوذ ساحه د اوسني بلو چستان تر شال او ژوبه وغزوله او د٦٥ کالو تر مشر تو ب وروسته د ٨٩ کلو نو په عمر ومړ.

داسې فو لکلوري روايتو نه هم شته چې په پيل کې ابدال بل نوم در لود، خو کله چې د خواجه احمد ابدال چشتي حضور ته چې د خپل وخت مشهور پير او ستانه و ورغی او دهغه خد مت ته يې ملا وتړله هغه ورته دابدال نوم او لقب ور کړ چې له هغې راهيسې په دغه نوم مشهور او اولاده يې د ابداليانو په نامه يا ديږي او پښتا نه په خپلې ورځنۍ محاوره کې ابدال د اودل په نا مه هم يادوي خو دا روايت ا فسانوي ار زښت لري.

داسې روايت هم شته هغه وخت چې دابدال د پلار تر ين دمړينې وخت را نيږدې شو نو ويې غو ښتل چې د خپلودريوزامنو يعنې ابدال، سپين او تور له جملې نه يو تن پر خپل ځای د مشرۍ له پاره و ټاکي چې د تور او سپين د خپگان سره سره يې ابدال د مشرۍ له پاره مناسب او وړ وباله. پښتانه د تاريخ په رڼاکې اثر ليکلي دي چې ابدال يا اودل د ٤٢٠ هجري کلو نو په شا او خوا کې ژوند کاوه.

ويل کيږي چې دابدال تر مړينې ور سته ر ځړ د خپلې کورنۍ مشر شواو ده دخپلو نورو زامنو د جملې نه خپل مشر زوی عيسی په خپل ځای وټاکه. دعيسی د زامنو نه سليمان تر ټو لو پوه او هوښيارو نو ځکه دی په ځيرک يا زيرک مشهور شو چې تر اوسه هم پښتانه هو ښيار سړي ته ځيرک وايی،که څه هم عيسی د ميرک په نامه مشر زوی درلود ،خو سليمان يې د هو ښيارۍ په وجه په خپل ځای وټاکه. دزيرک په څلورو زامنو کې مشر بارک نوميده چې پلار يې دی د کو رنۍ مشر ټا کلی و، خو تر څه مو دې وروسته مشري د پوپل لا سته ورغله. لوی ابدالي احمدشاه بابا چې د پو پلزيو دسدوزو په څانگې پورې يې اړه در لوده د١٧٤٧ ميلادي نه تر ١٧٧٣ ميلادي پورې يې يوه لويه امپراتوري جوړه کړه چې به تا ريخ کې ددرانيانو دامپراتورۍ او يا دDurani Empireپه نامه سره شهرت لري.

درانيان چې د پښتنو د سړبني پښتنو په ټو لنيزې ډلې يا گروپ اړه لري په دوو سترو ښاخونو يعنې ځيرک او پنج پای باندې ويشل شوي دي چې بارکزی ،اڅکزي، پو پلزي،الکوزي، محمدزي او سدوزي د زيرک څانگې دي او نورزي، سهاکزي،اليزي،ادوزي او ماکو دپنج پای څا نگې دي.دابداليانو کو رنۍ د ١٧٤٧ميلادي نه تر ١٨١٨ ميلادي پورې پر افغانستان واکمني کړې چې بيا حکومت بارکزيو او دهغو يوې څا نگې محمد زيو په لاس کې وه.

ابو سليمان داراني

لیکنه: مولوي عبد السلام "حسيني" / تعلیم الاسلام ویب پاڼه

د ابو سليمان داراني رحمة الله علیه اصلي نوم عبد الرحمن بن احمد بن عطيّه العبسي دی، تبع تابعي او لوی محدث دی، د لوړي مرتبې اولياء الله څخه بلل کيږي، په محدثينو کي دده مقام ډېر لوړ دی. امام ابو داؤد رحمة الله علیه او امام ابن ماجه رحمة الله علیه دده شاګردان دي، په شام کي پيدا سوی دی او بيا د يو څه وخت له پاره عراق ته تللی دی، وروسته بيرته شام ته تللی دی او د وفات تر وخته په شام کي اوسېده، اکثره وخت به په ذکر او فکر مصروف وو. ددعوت او ارشاد سلسله به ئې هم جاري ساتله.

امام ابو نعيم اصفهاني رحمة الله علیه په (۲۶) صفحو کي دده مبارک رحمة الله علیه تذکره کړې ده او په دغو (۲۶) صفحو کي ئې دده رحمة الله علیه ډېر ملفوظات رانقل کړي دي. د هغو څخه يو څه دلته يادوو:

۱- دنيا د خپل تښتيدونکي تر شا ځغلي، که چيري هغې دا تښتيدونکی ونيوی، نو زخمي کوي يې او بيا يې پريږدي؛ خو که چيري د دنيا طلبوونکي دنيا ونيوله، نو هغه دا خپل طلبونکی وژني.

۲- د وسوسو او خوبونو ډېر والی د کمزوري انسان څخه کيـږي، که په دې انسان کي مکمل اخلاص پيدا سي، نو دده وسوسې او خوبونه به دواړه ختم سي، بيا به ئې د خپل ځان په باره کي ويل، چي بعضي وختونه پر ما باندي څو کاله تېر سي يو خوب هم ونه وينم.

۳- که ستاسو څخه يو نفلي عبادت فوت سي؛ نو د هغه هم قضاء راوړئ، ځکه ددې څخه اميد دی، چي په آينده کي به ستا څخه همدا نفلي عبادت هم نه فوت کيـږي.

۴- بعضي وختونه پر ما د قرآن کريم د يوه آيت د مضمون پر غور باندي پنځه شپې تيري سي، که زه په خپله پر هغه باندي سوچ پرې نه ږدم، نو نور قرآن کريم نه سم ويلای.

۵- دده شاګرد يو وار ځني وپوښتل، چي ماته په بني اسرائيلو باندي شک راځي، چي د دوی عمرونه ډېر اوږده وه او دونه عبادت به ئې کاوه، چي پوستونه به ئې ورباندي د زړو غړکو په مثل وراسته سوه! حضرت داراني رحمة الله علیه ورته وويل:

په الله قسم! الله تعالی زموږ څخه دا نه غواړي، چي زموږ پوستونه دي زموږ پر هډونو وچ سي، الله تعالي زموږ څخه دښه نيت (اخلاص) پرته هيڅ نه غواړي،که زموږ يو کس لس ورځي ښه نيت پيدا کړي، نوهغه ته به هغه درجه حاصله سي، چي د بني اسرائيلو يو سړي ته به په ټول عمر حاصلېدله، عبادت دانه دی، چي ته دواړي پښې سره يو ځای کړه، پر لمانځه ودرېـږه او دوهم کس دي ستا له پاره ډوډۍ جوړوي يا پيدا کوي، بلکي اول د خپلي ډوډۍ انتظام وکړه، بيا عبادت وکړه .

د امام داراني رحمة الله علیه قبر په شام کي د دمشق په لوېدیځ کي د (داريا) په کلي کي واقع دی، دغه ځای د انبياء کرامو علیهم السلام صحابه وو رضی الله عنهم علماوو او اولياوو رحمة الله علیهم مرکز دی.

له دې سيمي ډېر جليل القدر ه اشخاص پيداسوي دي. د امام داراني رحمة الله علیه د قبر تر څنګ د هغه اهل او يو شاګرد احمد بن ابي الحواري رحمة الله علیه هم مدفون دی، احمد بن ابي الحواري رحمة الله علیه دده هغه خاص شاګرد دی، چي د خپل استاذ بې شمېره ملفوظات به ئې ذکر کول.

ماخذ: تعلیم الاسلام مجله: ۱۹ ګڼه

https://www.taleemulislam.net/bashpar.php?id=8257

احمد علي العجمي

احمد علي العجمي (عربي: الشيخ أحمد بن علي بن محمد آل سليمان العجمي) د سعودي عربستان د قران د قاریانو څخه یو دي.

بيت المقدس

بيت المقدس پېنځه زره کلن تاريخ لري. ٢٥٠٠ کاله له ميلاد څخه د مخه Canaanites په دې ځاى حمله وکړه. کله چې داؤد (ع) بيت المقدس فتح کړ، خپله پلازمېنه يې وگرځوله. حضرت سليمان (ع) دې ښار ته ستر نوم وروباښه. ٦٣ع کې روم په دې ښار حمله وکړه. روم په مسلسل ډول په دې ښار حکومت وکړ، او د روم يو والي پونټيوس پيلاټ د حضرت عيسى(ع) پر ضد پرېکړه وکړه.

٢٨ کاله له ميلاد څخه د مخه تر ٦١٤ پورې دا ښار د روميانو په ولکه کې پاتې شو. چې وروسته د مسلمانانو ولکې ته ورغى، او د بت خانو پر ځاى يې جوماتونه جوړ کړل. په ١٠٩٩ کې عيسويانو بيا حمله وکړه. چې په ١٩٨٧ع کې صلاح الدين ايوبي بيا د مسلمانانو په واک ورکړ. او مسلمانانو تر ١٥١٧ پورې پرې حکومت وکړ. بيا عثماني دولت حمله وکړه. او دا ښار يې ونيو.په ١٩١٧ کې انگلستان پر بيت المقدس حمله وکړه. او د فلسطين پلازمېنه يې وټاکله، چې تر ١٩٤٨ پورې يې دوام ورکړ.په ١٩٦٧ کې د اسرائيلو ولکې ته ورغى. چې اسرائيلو خپله پلازمېنه وټاکله.

د عربو او اسرائيلو لومړى جگړه ١٩٤٨ کې وشوه. له دې وروسته بيت المقدس په دوو برخو وويشل شو. لويديځ بيت المقدس او ختيځ بيت المقدس. په ١٩٦٧ کې له شپږو ورځو جنگ څخه وروسته له نړيوالو د ډېر ټينگار سره بيا هم په ختيځ او لويديځ بيت المقدس په څنډو بريدونه وکړل. او دعوه يې وکړه، چې ښار دې د شريکې پلازمېنې په ډول وکارول شي.

وروسته بيا هم د عربو او اسرائيلو د نښتو لامل وگرځيد. فلسطينيانو په غزه او لويديځي برخې د اسرائيلو د زورواکۍ مخالفت وکړ او ختيځ بيت المقدس د فلسطيني رياست پلازمېنه وگرځول شوه. چې د دواړو خواوو د جگړې بنسټ گرځيدلى دى.

بيت المقدس ١٠٩ کيلو متره مربع پراخوالى لري. چې ډېر هوټلونه، پارکونه، کارخانې په کې شتون لري.

تصوف

د الرساله القشېريه ليکوال (امام ابو القاسم القشېري) ليکي چې په هره ژبه کې پاکي د تعريف وړ ده، او ناپاکي چې ددې ضد دى، د رټلو ده.

نوموړې د رسول الله صلى الله عليه وسلم يو حديث (ذهب صفو الدنيا) او کدورت باقي پاتې شو، نو ځکه اوس مرگ د هر مومن لپاره يوه ډالۍ ده.

امام قشېري وايي چې دا نوم د صوفيانو په ډله باندې راغبرگ شو. نو ځکه د يو سړي لپاره ويل کېږي، چې (صوفي سړى). او د ډلې لپاره د (صوفيان سړي) او هغه څوک چې ځان دې ډلې سره نښلوي، د (متصوف) په نامه سره يادېږي (صوفي ورته نشي ويل کېداى)، او د ډلې لپاره د (متصوفه) ؤ لفظ استعمالېږي.

حديث

حديث د حضرت محمد مصطفی صلی الله عليه وسلم اقوالو، افعالو او تقاريرو ته ويلې کېږي. اقوال یعنې چې هغه څه ويلی دی او امر یې کړی دی. افعال هغه کارونه چې پېغمبر صلی الله علیه وسلم په خپله کړی خو امر يې پرې نه دی کړی. تقارير هغه کارونه چې نورو صحابه و د رسول الله صلی الله علیه وسلم په مخکې کړي او هغه ترې نه منع کړې او نه یې پرې امر کړی دی د حديثو په اړه د زياتو معلوماتو لپاره لاندې سوال او ځواب مطالعه کړﺉ

س : دحديث د علم ځينې اهميتونه ( ارزښتونه ) بيان كړه؟

ج : د حديث علم د شرعي علومو له جملې څخه يو اوچت علم دى، چې په دې علم باندې نور شرعي علوم بناء شويدي، او كه د چا سره ددې علم په باب معلومات نه وي نو په خپله خطاوې كوي او نور هم په خطا كې اچوي، اوكه په خپله خپلې خطاوي ته متوجه شي او كه نشي د سمې او صحيحې لارې څخه وځي، برابره ده كه دا انسان مفسر وي اويا فقيه، اويا اصولي وي او يا مبلغ او يامؤرخ. ځينې به داسې مفسر وي چې د قرآن شريف آيتونه تفسيروي او په تفسيرولو كې له خورا زيات كوښښ څخه كار اخلي، مگر سره دداسې كوښښ او هڅې د صواب (سمې) له لارې څخه وځي او دا له دې سببه چې دغه مفسر د ضعيفو اوموضوعه و ( له ځانه جوړ شوي) احاديثو په رڼا كې اوپه داسې اثر چې له ويونكي څخه ثابت شوى نه وي د آيتونو تفسيريې كړى دى.

اوځيني به داسې فقيه وي چې د يوې فقهي مسئلې په ليكلو كې به سوچ او فكر كوي، اودخپل توان په اندازه به غواړى چې دهغې مسئلې په حكم كې حق (صواب) ته ورسيږي، مگر هغه نه بريالۍ كيږي، ځكه چې خپل نظريې په ضعيف حديث باندې بناء كړي دي چې په خپلې غلطۍ نه پوهيږي.

همداراز داصولو علماو په نسبت هم (دمثال په توگه) داصول عالم (پوه) به وي ولې يوه قاعده به د اصولو له قاعدو څخه چې ورباندې احكام بناء كيږي جوړ كړي، او په هغې باندې به ددين مسايل بناء كړي، حال داچې دا قاعده به په ضعيف حديث بناء شوي وي، نو په نتيجه كې دغه قاعده او هغه څه چې په دغې قاعدې بناء شويدي هغه به دين ته زيات زيان ورسوي نسبت هغې گټې ته چې دغه اصولي عالم ور څخه هيلمن دى. (په دي باب د (ضعيف الاحاديث القدسية – لاحمد العيسوى) كتاب وكتل شي.)

دغه كار (استدلال په ضعيفو او موضوعو احاديثو باندې) په مبلغينو او خطيبانو كې څومره زيات دى، نو هغه كسان چې گمان كوي چې خلک – الله تعالې ته نژدې كوي، په داسې حال كې چې هغه به پر رسول اكرم صلى الله عليه وسلم باندې دروغ وايي، او دداسې ويناو نسبت به پيغمبر صلى الله عليه وسلم ته كوي كوم چې پيغمبر صلى الله عليه وسلم هغه ويلي نه دي، دا لاڅه چې پر الله تعالې باندې به درواغ وايي او زيات قدسي احاديث به په داسې حال كې چې هغه ثابت نه دي، الله تعالې ته د هغو نسبت كوي، چې ځينې غير ثابت داسې قدسيو احاديثو كې ښكاره خطاوې شته كوم چې داهل سنت او جماعت دقواعدو او ددين داصولو سره ضديت لري، سربيره په دې چې په داسې ضعيفو قدسيو احاديثو كې د الله تعالې صفت داسې شويدئ چې الله تعالې هغسې دخپل ذات صفت نه دى كړى، نو دوى په دې كار سره ددې مبارك آيت دحكم او معنې لاندې راځې چې الله تعالې فرمايي:

فَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَى عَلَى اللَّهِ كَذِبًا لِيُضِلَّ النَّاسَ بِغَيْرِ عِلْمٍ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ

١٤٤ / الأنعام

(نوڅوك دي ډير ظالم "نشته لوى ظالم" له هغه چا څخه چې پر الله باندې درواغ تړي ددې لپاره چې خلک بې له علمه گمراه كړي، بيشكه الله هدايت نه كوي ظالم قوم ته".

اما د تاريخ خاوندان وايي: "ووايه پروانشته".

صالح او امانتكار په دوى كې خورا لږ دي، او درواغ په دوى كې خپور دي، نو دوى تاريخ له درواغو څخه ډك كړيدي، اوپه حقايقو كې يې باطل گډ كړيدى، او دنبي كريم صلى الله عليه وسلم ښايسته سيرت يې د خلکو لخوا د ځانه جوړ كړى شويو شيانو په نسبت وركولو بدرنگه كړېدى.

نو په داسې بيان شويو حالاتو كې د حديث علم فيصله كوونكي دى، نو الله تعالې دې ددې مبارك علم خاوندانو ته نيكه جزاء وركړي، چې دوى د خپل پيغمبر له سنتو څخه دفاع كړيده، او دشرعي علومو تگ لارې يې سمې كړيدي اودهغو منبع يې له ټولو عيوبو او په كې له داخلې شوي شيانو څخه پاك كړيدى، نو الله تعالې دې دوى ته لوي اجر وركړي او ددوى خطاوې دې و بخښي، او ددوى درجې دې اوچتې كړي، اوپه جنتونو كې دې دوى ته هستوگنه وركړي.

داد حديث د علم (مصطلح الحديث) داهميت يوه برخه وه، او كه دا ځاى ددې موضوع دپاره واي نو مونږ به لا زيات اهميتونه بيان كړي واى چې دايې ځاي نه دى، مگر هغه څه مو چې بيان كړى په هغو كې خامخا ذكر او پند دى هر هغه چالره چې هغه لره روغ زړه او هغه فكر كوونكي وي په داسې حال كې چې دى په زړه سره حاضر او متوجه وي.

س : د سند (اوطريق) معنې څه ده؟ او دمتن معنې څه ده؟

خپله وينا د مثال سره وكړه؟

ج : سند (طريق) د راويانو هغه سلسله ده چې د حديث متن ته رسيږي.

اومتن: هغه كلام دى چې د سند پاي هغه ته رسيدلى وي.

دسند اومتن مثال: كوم (حديث) چې بخارى او مسلم او ابو داود تخريج كړيدى چې لفظ دابوداود دى:

"حدثنا سليمان بن حرب، حدثنا حماد عن ايوب عن نافع عن ابن عمر قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم "لاتمنعوا اماء الله مساجدالله".

دغه وينا: (حدثنا سليمان بن حرب، حدثنا حماد عن ايوب عن نافع عن ابن عمر) دحديث سند دى.

(او "لاتمنعوا اماء الله مساجدالله " دحديث متن دی.)

س : حديث د طريقو (سندونو) دشمير له مخې په څو ډوله ويشل كيږي؟

ج : حديث د طريقو د شمير له مخې په دوه ډوله دى:

• متواتر

• آحاد

س : متواتر حديث څه ته وايي؟

ج : متواتر هغه حديث دى چې د زيات شمير راويانو څخه رسيدلى (روايت شوې) وي او دا دشمير زياتوالى دسند په ټولو طبقو كې وي.

چې دهغوى اتفاق په درواغو باندې مستحيل (نه كيدونكى) وي، او هغوى په محسوس امرباندې استناد كړى وي.

دتعريف په باب وضاحتونه او پاملرنه:

ا - دمتواتر د سندونو شمير ځينې علماو په څلورو، او ځينو په پنځو، او ځينو په لسو، او ځينو په څلويښتو، او ځينو په اوياو او داسې نورو تعيين كړيدى، او هغه شمير چې د زياترو علماو نظر دى هغه دادى: چې شمير دومره وى چې له هغه څخه يقين ترلاسه شي. ددى بيان نسبت جمهورو علماو ته شويدى

دتوضيح الأفکار – ٢ / ٤٠٣ ) کتاب ته دې مراجعه وشي.

ب - (دا زيات شمير راويانو په محسوس امر استناد كړى وي).

معنې داده: چې د حدثنا (مونږ ته ويلي دي) او سمعنا (مونږ اوريدلي دي) اولمسنا (مونږ ليدلي دي) په الفاظو سره روايت شوى وى.

س : متواتر حديث څو ډوله دى؟ هر يو يې تعريف كړه؟

ج : متواتر دوه ډوله دي:

ا - لفظي متواتر: دا هغه تواتر ته وايي چې د حديث لفظ (متن) په تواتر سره روايت شوى وي.

ب - معنوى متواتر:

سيوطي په خپل كتاب (تدريب الراوي – ٢ / ١٨٠) کې وايي:

معنوي متواتر هغه دى چې يوه داسې ډله چې د هغوى اتفاق په درواغو باندې مستحيل وي مختلفې واقعي رانقل كړي وي چې دا مختلفې واقعې په يوه امراو ټكي باندې په تواتر سره يوځاى وي.

دمثال په توگه: يو سړى دحاتم څخه نقل كړئ: چې هغه يو اوښ وركړ، او بل نقل كوي: چې هغه يو آس وركړ، او يوبل نقل كوي: چې هغه دينار وركړ او په دې شان نور هم. نو ددوى د نقل شويو اخبارو څخه د تواتر گډ ټكى دحاتم وركړه ده، ځكه چې د (وركړې) موجوديت په ټولو روايتونو كې يوشريك شى دى.

س : د لفظى متواتر احاديثو مثالونه، اودمعنوي متواتر يومثال بيان كړه:

ج : دلفظى متواتر مثالونه:

لومړۍ حديث: " من كذب على متعمدا فليتبوأ مقعده من النار".

دويم حديث: "نضر الله امرا سمع مقالتى فوعاها، ثم اداها كما سمعها".

دريم حديث: "من بني لله مسجدا بني الله له بيتا في الجنه".

دمعنوي متواتر مثال:

په دعاء كې ددواړو لاسونو د اوچتولو په باب حديثونه.

س : په متواترو احاديثو كې تاليف شوي كتابونه كوم دى؟

ج : له تاليف شوي كتابونو څخه مو دا لانديني كتابونه ترلاسه كړيدي:

ا-"الازهار المتناثرة في الاخبار المتواترة- للسيوطي".

ب - نظم المتناثر في الحديث المتواتر- لكتانى.

س : آحاد خبر كوم دى؟

ج : آحاد هغه حديث دى چې متواتر نه وى.

س :آحاد خبر په څوډوله ويشل كيږى؟ اوكوم دى؟

ج : آحاد خبر په درې ډوله دى:

ا- مشهور

ب‌- عزيز

ت - غريب

س : دمحدثينو له نظره مشهور حديث كوم دى؟

ج : مشهور هغه حديث دى چې په هره طبقه كې دريو راويانو اوياله دريو څخه زياتو راويانو روايت كړى وي، چې دتواتر حد ته نه وي رسيدلى.

او ويل شويدي: كه په اوله طبقه كې (دصحابه و په طبقه كې) له دريو څخه لږ هم وي پروانلرى.

س : عزيز حديث كوم دى؟

ج :عزيز حديث هغه ته وايي، چې په هره طبقه كې دوه راويانو روايت كړى وي، او كيداى شي چې حديث دراويانو له يوه تن څخه عزيز وي، او هغه داسې چې له هغه څخه دوه و راويانو روايت كړى وي.

س : غريب (فرد) حديث كوم حديث ته وايي؟ يومثال يي ذكر كړه؟

ج : غريب حديث هغه دى چې په روايت دحديث كې يو راوي دسند په هر ځاى كې چې وي يواځې وي.

او مثال يي:

د"انما الاعمال بالنيات" حديث دى چې د پيغمبر صلى الله عليه وسلم څخه په روايتولو كې عمر بن الخطاب رضي الله عنه يواځې روايت كړيدى، اوبيا دعمر څخه علقمه بن وقاص ليثي روايت كړى، او دعلقمه بن وقاص ليثي څخه محمد بن ابراهيم التيمي روايت كړى، او دمحمد بن ابراهيم التيمي څخه يحيى بن سعيد الانصارى روايت كړيدى.

س : دآحاد حديث او متواتر حديث تر منځه دقبول (منلو) او رد (نه منلو) يعنې د صحيحوالي اودضعيفوالي له حيثه څه فرق دى؟

ج : دمتواتر حديث صحيحوالى قطعي دى يعنې په قطعي ډول سره دقبول وړ دى.

اما آحاد حديث څخه ځينې صحيح د قبول وړ دى او ځينې ضعيف اودمنلو وړ ندى.

س : حديث د صحيحوالي او دضعيفوالي له حيثه څو ډوله دى؟

ج : هغه چې عمل ور باندې ثابت دى حديث په درې ډوله ويشل كيږي:

ا- صحيح

ب- حسن

ت- ضعيف

زياتره پخوانيو علماو حديث په دوه ډوله ويشل او هغه : صحيح او ضعيف و.

او هغه چاچې دحسن اصطلاح اضافه كړه هغه ترمذى رحمه الله و او مخكې له هغه څخه دا لفظ ډير لږ استعماليده

س : صحيح لذاته حديث تعريف كړه؟

ج : صحيح لذاته هغه مسند حديث دى چې په متصل اسناد سره روايت شوى وي او راويان يې له اوله تر پايه ټول دعدل او دپوره ضبط (حفظ) خاوندان وى او شاذ اومعلل نه وي.

د پښتو شاعران

دا د پښتو ژبې د شاعرانو لړليک دی

سليمان خېل

د پښتنو د بېټنيو د غلجي قام يوه قبيله ده

په 1924کال کي،سلېمان خېلو د خوست په بغاوت کيچي د منګل قوم له خوا پيل شوى وو ګډون وکړ .

سليمان خېل د غلجي پښتنو يو له سترو قبيلو څخه ده ،ددغي قبيلې زيات وګړي په پاکستان او افغانستان کي اوسي . دوى په تېر کي له هوتکو سره يو شوي وو. ددوى قبيلوي وېش په لاندي ډول ده خزر خېل،عليزي،دوستوخېل،سلېمانزي،احمدزي او جلالزي. بل وېش يې په لاندي ډول ده علي خېل ،نيظام خېل،دينار خېل،شه خېل.د علي خېل قبيله د پکتيکا په شمال لويديځ کي اوسي.سليمان خېل مبارزخلک دي چي د روسيې په وړاندي په جهاد کي يې ستر رول لوبولى. سليمان خېل په صوات،هزاره،ابيټاباد،منشېره،بلوچستان ،دېره اسماعيل خان،کراچۍ،او د افغانستان په غزني ،زابل،پکتيا،خوست،لوګر،وردګ،کابل،ننګرهار او هلمندکي په پراخه پيمانه شتون لري.په شمالي ولايت کندز کي هم ګڼ شمير سليمان خېل استوګن دي،په ځانګړي توګه په زاخېل کلي کي.د سليمان خېلو دغه ډله دشلمي پېړۍ په پيل کي د پکتيا ولايت له [[زرمت ولسوالي]] نه کولاب (د تاجكستان يو ښار ) ته کډوال شوي.او د روسيې له خوا د تاجكستان په اشغال سره بيرته افغانستان ته راغلي.او پکتيا ته د تګ پر ځاى د سليمان خېلو دغه ډله د کندز په زاخېل کلي کي مېشت شول.د سليمان خېل قوم نوى رسمي دفتر په کابل کي شتون لري چي د عدلې وزارت او د سرحداتو او قبايلو چارو له وزارتو سره ثبت ده، چي ايوب خالقيار سليان خېل يې مشري کوي.

سيد سليمان اشنا

سيد سليمان اشنا د امريکا غږ د اشنا خبري تلويزون خبريال او وياند دی.

لمونځ

دبخارى شريف په يو حديث کښې دى چې دنبى عليه السلام داعادت ؤ چې دسحر مانځه نه پس به ئې دصحابه کرامو نه پوښتنه وکړه چې که چاڅه خوب ليدلی وى هغه دې ووائى ؟ چاچې به خوب ليدلی ؤ بيان به ئې کړو يوځلى نبى عليه السلام دخپل معمول مطابق پوښتنه وکړه بيائې ارشاد وفرمائيلو چې مايو خوب ليدلی دی چې دوه کسان راغلل او زۀ ئې ځان سره بوتلم دې نه پس ئې ډير اوږد خوب بيان کړو چې په هغې کښې ئې جنت دوزخ او مختلف قسم عذابونو کښې خلق وليدل دهغې ټولونه ئې په هغې کښې يوکس وليدو چې دهغې سر په کاڼى داسې په زور سره ويشتلی شو چې سربه ئې دزمکې سره اوار شو اوکاڼى به واپس لرى پريوتو بيابه ئې هغه کاڼى راوچت کړو نوددۀ سر به بيا روغ شوی ؤ بيا به ئې وويشتلو حتى چې بار بار به ئې ويشتلو اوسربه ئې بيا روغيدو او دغسې هغه سره دامعامله کيدله . نبى عليه السلام دخپلو دواړو ملگرونه تپوس وکړو چې داسړی څوک دی ؟ هغوى جواب کښې وويل چې دې کس قران شريف وئيلی ؤ اوبيا ئې پريښی ؤ او فرض مونځ به ئې پريښودو اوده به شو په يوبل حديث کښې داقسم قيصه راغلې ده په هغې کښې دى چې نبى عليه السلام يوې ډلې سره دامعامله وليده نو خپلو ملگرو نه ئې تپوس وکړو چې داڅوک دى هغوى ورته وويل چې داهغه خلق دى چې په مانځه کښې به ئې سستى کوله ( ترغيب) مجاهد ليکى چې کوم خلق دمونځونو دوختونو معلومولو کوشش کوى په هغوى کښې به داسې برکت وى څنگه چې په ابراهيم عليه السلام اودهغه اولاد کښې ؤ ( درمنشور)

حضرت انس (رض) نه نقل شوى دى چې دنبى عليه سلام ارشاد دی چې څوک دنيا نه په داسې حالت کښې لاړو چې په اخلاص سره ايمان لرى ، عبادت کوى مونځ زکات اداکوى نوهغه به په داسې حالات کښې دنيانه رخصتيږى چې الله تعالى به دۀ نه راضى وى

حضرت انس (رض) نه دنبى اکرم صلى الله عليه وسلم دالله تعالى دا ارشاد نقل کوى چې زۀ يوځاىٍ ته دعذاب ليږلو اراده وکړم خو هلته داسې خلق ووينم چې هغوى جوماتونه ( مسجدونه) ابادوى دالله تعالى رضا دپاره خپل منځ کښې محبت ساتى او دشپې په اخره کښې استغفار کوى بخښنه غواړى نو عذاب بند کړم (درمنشور)

حضرت ابودرداء (رض) حضرت سليمان (رض) ته يو خط وليکلو په هغې کښې ئې ورته وليکل چې په جومات کښې اکثروخت تيروه مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې جومات دمتقى کور دی اوالله ددې وعده کړې ده چې څوک په جومات کښې ډير وسيږى په هغه به رحم کوم هغه ته به ارام ورکوم اوپه قيامت کښې به ورته دپل صراط لاره اسانه کړم اوخپله رضا به ورته نصيب کړم

حضرت عبدالله بن مسعود (رض) وائى چې مادنبي عليه السلام نه اوريدلى دى چې جوماتونه دالله تعالى کورونه دى اوکورته دراتلونکو اکرام خوضرور کولی شى نوپه الله تعالى باندې ددوى اکرام ضرورى دی څوک چې جوماتونو کښې حاضريږى حضرت ابوسعيد خدرى (رض) نبى عليه السلام نه نقل کوى چې څوک جومات سره محبت ساتى الله تعالى (ج) هغه سره محبت ساتى

حضرت ابوهريره (رض) دنبى عليه السلام نه نقل کوى چې کله مړى په قبرکښې کيښودلی شى نوکوم خلق چې قبر پورې ورسره تلى وو هغوى لا واپس شوى نه وى چې فرښتې دهغه دامتحان دپاره راشى دغه وخت که چيرې هغه مٶمن وى نو مونځ دهغه سرته ودريږى او زکات ښى طرفته او روژه گس طرفته اوباقى چې څومره دنيکئ کارونه وى هغه پښو طرف ته شى او دهرطرف نه ددۀ نه چاپيره شى چې هغه ته نزدې څوک نه شى راغلى فرښتې لرى ودريږى اوسوال ترى کوې (درمنشور)

حضرت اسما (رض) فرمائى مادنبى عليه السلام نه اوريدلى دى چې دقيامت په ورځ به ټول خلق يوځائې کښې جمع وى او فرښته چې کوم اواز کوى ټول خلق به اورى هغه وخت به اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې خوشحالۍاو تکليف کښې په هرحال ئې دالله حمد وثنا کوله دا چې واورى يوه ډله به راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې په شپو کښې به عبادت کښې مشغول وسيدل اودهغوى اړخونه به دبسترونه لرى وو بيا به يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتابه به جنت کښې داخل کړئ شى بيابه اعلان وشى کوم دى هغه خلق چې هغوى به تجارت ( اخستو خرڅولو) دالله تعالى ذکر نه غافله کول بيابه يوه ډله راپاسى اوبې حسابه کتاب به جنت کښې داخله کړئ شى

شيخ نضرسمرقندى رح تنبيةالغافلين کښې داحديث ليکلی دی دې نه پس ئې ليکلى دى چې کله داخلق بې حسابه کتابه جنت کښې داخل کړئ شى نودوزخ به يوه اوږده غړانگه راښکاره شى او دخلقو دپاسه به راشى په هغه کښې به دوه ځليدونکى سترگې وى اوډيره فصيحه ژبه به ئې وى يعنى صفا واضحه خبرې به کوى هغه به وائى چې زۀ هرهغه چاباندې مقرريم چې څوک کبرژن اوبدمزاجه وى او دمجمعې نه به داخلق داسې راټول کړى لکه مارغه چې دانې راټولوى دا ټول چې راغونډ کړى نو دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به بيا راشى او وائى به اوس زۀ په هرهغه چاباندې مقرريم چې چا الله تعالى اودهغه رسول (ص) ته تکليف رسولی وى دغه خلق به هم مجمعې نه راټول کړى او دوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به دريم وارې بيا راشى اوداځلې به تصويرونو والا راټول کړى اودوزخ کښې به ئې وغورځوى دې نه پس به نور حساب کتاب شروع شى

وائى چې پخوازمانې کښې به شيطان خلقو ليدو يوسړى ورته وويل چې څه داسې طريقه راته وښايه چې زۀ هم ستا په شان شم شيطان وويل چې داسې غوښتنه خو تراوسه پورې مانه هيچا نه ده کړې تاته ددې څه ضرورت پيښ شو هغه وويل چې زما زړۀ غواړى شيطان وويل ددې طريقه داده چې په لمانځه کښې سستى کوه اوقسم خوړلو کښې هيڅ قسمه پرواه مۀ کوه د درغو ريښتياو هرقسم قسمونه کوه هغه سړى ووئېل چې زۀ الله تعالى سره وعده کوم چې هيڅکله به مونځ نه پريږدم اوهيڅکله به قسم ونه خورم شيطان وويل چې تانه سيوا مانه په چل سره چاڅه نه دى اخستى ماهم وعده وکړه چې چاته به هيڅکله نصيحت نه کوم

حضرت ابى (رض) وائى چې نبى عليه السلام ارشاد دی چې دې امت ته داوچتوالى اوعزت اوددين دترقۍ زيرى ورکړه خو چې څوک ددين څۀ کار ددنيا دپاره وکړى اخرت کښې دهغه هيڅ نشته ( ترغيب) تنبية الغافلين کښې يو حديث ليکلی چې مونځ دالله تعالى درضا سبب دی دفرښتو محبوب څيز دی دانبياء عليهم السلام سنت دی دې سره دالله تعالى دپيژندگلو رڼا پيدا کيږى دعا پرې قبليږى په رزق کښې پرې برکت کيږى داد ايمان جرړه ده دبدن راحت دی ددښمن خلاف وسله ده دمونځ گزار دپاره سفارشى دى قبرکښې ډيوه ده اودقبر په ويره کښې زړۀ مشغولونکی دی دمنکير نکير دسوال جواب دى اودقيامت په غرموکښې سوری دی اوپه تياره کښې رڼاده د دوزخ داور دپاره پرده ده دعملونو دتلى دروندوالی دی پل صراط باندې په جلتى سره تيرونکی دی دجنت کنجى ده

محمد آغې ولسوالۍ

د محمد اغې ولسوالۍ د لوگر لومړنۍ ولسوالۍ ده چې له پلازمینې کابل سره ۴۰ کیلو متره واټن لري. ددې سیمې تسمیه په دې ډول ده، چې له غزني څخه دوه وروڼه د محمد اغا او جمال اغا په نامه لوگر ته راغلل.

محمد اغا یې په لوگر کې مېشت شو او جمال اغا یې په شمالي کې، چې اوس هم د شمالي په کاپيسا کې د جمال اغه په نامه د یوه ځای نوم دی. محمد اغه د همدغه لومړني ورور نوم دی چې اوس د لوگر یوه لویه ولسوالۍ په ده پورې مربوطه ده.

د لوگر دغه تاریخي سیمه او ولسوالۍ له کولتوري پلوه ډېره بډایه سیمه ده. لکه د سلطان صیب غر، زرغون ښار، شاهي کلا، مغل خېل، گمران او داسې نور د فرهنگي ارزښتونو له پلوه ډېرې زېرمې لري. همداډول په دغه سیمه کې طبیعي کانونه ډېر زیات دي؛ د بېلگې په توکه د عینکو مس، د سليمان د غرونو لړلۍ چې په لوگر کې ده. دغه غره ته تور غر وايي چې ډېرې ارزښناکې ډبرې لري، چې دې ډبرو کې ۶۰ سلنه اوسپنه او کرومیت گډ دي. ددې ډبرو را ایستنه اوس په ناقانونه توگه دوام لري. دغه سیمه د روسانو د یرغل پر مهال سخته ځپل شوې او خلک ېې تر دې مهاله له اقتصادي ستونزو سره لاس و گریوان دي، خو بیا هم له مدني او کولتوری ژوند څخه برخمن دي.

مروت

Marwat

مېرمن

مېرمن يا ښځه

"ښځي ستاسي لباس دى، تاسي د ښځو لباس ياست!" (قرآنكريم)

"ښځه ستاسي كرهڼه ده!" (قرآنكريم)

"دنيا او هغه څه چې په دنيا كي دي ټول ښه او ښكلي دي، مگر د دنيا تر ټولو شيانو ښكلې او ښه، پر هېزگاره مېرمن ده!" (رسول اكرم ص)

"لوى څښتن ښځه رفيق القلبه او حساسه پيدا كړې ده، نو له دې جهته يې د دوى احترام او رعايت پر نارينه واجب كړى دى!" (رسول اكرم ص)

"په هر كور كي چې ښځه نسته، هلته خوښي او رڼا هم وجود نه لري!" (رسول اكرم ص)

"ښځه د كور ډېوه او څراغ ده!" (رسول اكرم ص)

"خداى(ج) پر هغو ښځو خپل رحمت اوروي چې د ژوندون له ټولو مشقاتو سره سره د خپلو زامنو په روزنه كي كوتاهي نه كوي، او يوه لحظه هم دوى ته په تريو تندي نه گوري!" (رسول اكرم ص)

"د ښځي حكمت كور ودانوي!" (سليمان ع)

"ښځه د مراد غاړگۍ ده، دقت وكړه چې څنگه غاړگۍ په غاړه كوې!" (امام جعفر صادق)

"ښايسته مېرمن سترگي روښانه كوي، او صالحه مېرمن زړه . . . . لمړۍ جوهر ده او دوهمه خزانه!" (ناپليون)

"ښځه د ژوندون ملگرې او د درماندگۍ په وخت كي ښه غمشريكه ده!" (گويته)

"په هر كور كي چې مېرمن نسته، د سعادت فرشته هلته قدم نه ږدي!" (لوى سكندر)

"ښځه خداى تعالى د نر په شان ښه پيدا كړې ده نو پرې يې ږدى، چې دا لطيف موجود او دا د زمانې پالونكې هم هغسي ښه ژوند وكړي!" (منتسكيو)

"كه ښځه نه واى، د دنيا نوابغ به چا روزلي او پاللي واى؟" (بناپارت)

"د ښځو غېږ د بشر لمړى دبستان، او د سړي جوړولو لمړۍ كار خانه ده!" (ولتر)

"ښځه بهيترينه او وروستۍ آسماني تحفه ده!" (مېلتون)

"ښگځه هغه مخلوق ده، چې په دې كي ډېر لطيف او ډېر صميمي فضيلتونه پيدا كيږي!" (جرن سون)

"پوره او كامله ښځه د مځكي پر مخ ډېر شريف موجود دى!" (لويل)

"ښځه د خلقت د اسرارو مخزن ده!" (كارل كوتزكو)

"ښځه د آفرينش تاج دى!" (هردر)

"ښځه خداى د ميني دپاره پيدا كړې ده!" (رومبو)

"يوازي ښځه هغه وجود دى چې د پاك عشق او ريښتيني ميني حقيقت پېژني!" (شېلر)

"ښځه هغه مخلوق ده چې عميق گوري، او نر هغه مخلوق دى چې ليري ويني، يو عالم و نر ته يو زړه ښكاري او يو زړه و ښځي ته يو عالم دى." (گرابه)

"په ښځه كي يوه جاذبه سته چې ناقص عقلونه د هغې جاذبې درك نه سي كولاى." (ستوري)

"ښځه د اوقيانو په شان ده چې د لږ او سپك فشار مقاومت نه سي كولاى، او درانه بارونه وړي ." (راسموس نيلسون)

"ښځه مه وهئ حتى د گلو په ښاخله هم!" (هندى متل)

"ښځه هغه فرشته ده، چې په هلكتوب كي زموږ روزونكې، په زلميتوب كي زموږ كام بخښونكې، او په زوړ والي كي موږ ته ډاډ او تسليت را كوونكې ده." (آره تين)

"اى ښځي! ته د مځكي فرشته يې، د آسمان له خوا ښكلى موجود يې . . . . ته هو، يوازي ته هغه وړانگه يې چې زموږ ژوندون را روښانه كوې." (الفونس دولا مارتين)

"اى ښځي! ته د تقواى او سپېڅلتوب دپاره پيدا سوې يې." (ج- برد)

"اى ښځي! ته هغه څوك يې، چې زه غواړم هرڅه چې لرم او نه يې لرم هغه ټول ستا په پښو كي نثار كړم." (اتره _ ج)

"له ډيري پخوا زمانې څخه تر اوسه پوري ښځه د قربانۍ په وړاندي كولو او د مذهبي قوانينو په خپرولو كي پوره او كامله توجه لري، او ښځه ده چې مقدس قانون ساتي او پرورش وركوي." (ريگويدا)

"اى ښځي! ته تر نر قوي يې!

ته غريزه يې او دى عقل . . . تركمه پوري چې ژوند غريزه وي ته بي بي، يې او نر ستا مريى." (هانري شيانكو يكتنز)

ولايت

ولايت يا صوبه د اداري وېش يوه کچه ده په يو هېواد کې يو ولايت اداري وېش لومړۍ درجه وي۔ لومړۍ درجه په بېلابيلو ژبو کې په بېلابېلو نومونو سره ياديږي لکه مثال په توگه په افغانستان کې د لومړۍ درجې وېش ته ولايت، په پاکستان کې ورته صوبه ، په هند کې ورته رياست ، په ايران کې ورته استان ويلی کيږي۔په نړۍ کې داسې هېوادونو هم شته چې ولايت يا صوبه نه لري بلکې ددې پر ځای بل ډول اداري وېش لکه مثال په توگه د بنگله دېش لومړۍ درجې وېش ډويژن دی۔ هر يو ولايت بيا په نورو ډيرو ولسوالو يا ضلعو کې ويشلی شوی وي۔

پيغمبران په قرآن کې

د پيغمبرانو دا لاندي نومونه هغه نومنه دي كوم چي په قران کريم كې راغلي.

پښتانه

پښتانه، پشتانه، پختانه يا افغان په نومونو هم يادېږي. (بايد هېره نه کړو چې د افغان نومونه په افغانستان کې د ټولو اوسېدونکو وگړيو لپاره هم کارېږي). يو ژبتوکميزه قوم دی چې ددې توکم وگړي په لويه کچه د افغانستان په ختيځ او سوېل کې، د افغانستان په لوېدیځ او یو شمیر يی په شمال کې میشت دي. د پاکستان په لویدیځو سیمو خیبر پښتونخوا، په بلوڅستان ایالت کي چې جنوبي پښتونخوا هم ورته ویل کېږي، مېشت دي. د یادونې وړ ده چي پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو خواته پراته دي. پښتنو د تاریخ په اوږدو کي . تر ډيره پوري خپل پخواني دودونه، ژبه او کلتور ساتلي دي. پښتانه په اريایي وگړيو پورې اړه لري.

د لوديانو دور په تاريخ کې د پښتنو د پاچاهۍ لومړنی دور بلل کېږي، چې د ډيلي سلطنت په نامه پاچاهي يې درلوده. د دغه دور د مودې نېټه له ۱۴۵۱ زېږديز نه تر ۱۵۲۶ زېږديز کالونو پورې وه. پښتنو د تاریخ په اوږدو کې هڅه کړې، چې خپله خپلواکي او ملي حاکمیت وساتي چي ښې بېلگې يې د هوتکیانو او دورانیانو واکمني ده. کله چي ستر ټولواکمن احمد شاه بابا پر ۱۷۴۷ زېږديز کال د لویې جرگې له خوا ټولواک اعلان شو، نو یوه داسې ټولواکمني یې رامنځ ته کړه، چې له مشهد څخه نیولې بیا لاهور او له امو سيند څخه بیا د عربو سمندرگي پورې يې پرخوالي درلود او پلازمېنه یي د کندهار ښار وو.

د پښتنو ټولنه تر ډېره بريده اوس هم قبایلي جوړښت لري. پښتانه وگړي د بېلابېلو علتونو له لامله په سمه توگه نه دي شمیرل شوي، خو د اټکل له مخي د دوی د وگړيو شمېر د ۶۰ او ۷۰ میلونو په شاوخوا کې دي .

پښتو ادب

په ټوليزه توگه د پښتو ادب د ادبپوهانو په اند په دوه برخو کې ويشل شوی دی. يعنې شفاهي يا گړنی ادب او بل ليکلی يا تحريري ادب. گړنی ادب بيا يوه برخه د پښتو زړې سندرې دي چې شاعر ېې نامالوم وي. او بله برخه اولسي سندرې دي چې شاعران ېې مالوم وي.

لنډۍ ، ټپه ، کاکړۍ غاړی ، لنډکۍ ، سروکی (مسريزه) ، ناری ، فالونه ، چغيان (اننکی) ، يادهوي سندری ، سانذې(ساندې) ، نکلونه ، متلونه ، د سيندو سندری ، د ماشومانو ادبيات لکه اکو بکو، چاربيته ، کيسی چی د ذهني ازموينی په غرض ويل کيږي. همدارنگه ځينی کيسې لکه انگک بنگک ، سرکۍ وزه او نورې د پښتو د شفاهي ادب نمونی دي.

ليکلی ادب: لکه قصيده ، خوابنامه ، الفنامه ، ساقي نامه ، رباعي ، مثنوي ، غزل ، مناجات ، حمد ، نعت ، او اوسنۍ هايکو.

د پښتو د ليکلي ادب څيړنه له دوهمې هجرۍ پيړۍ د امير کروړ پهلوان له وياړنې څخه پيل کيږي.ږ چې په 139 هجرۍ سپوږميز کال ېې ويلې ده. همغه شان د پښتو انشا لرغونی نمونه همدا وياړنه گڼل کيږي.

د پښتو ژبی املا څيړنه بيا د 612 هجرۍ د سليمان ماکو له تذکرۀ الاوليا څخه کيږي. د ميا روښان خيرالبيان ، د اخون درويزه مخزن الاسلام ، د خوشال خان دستار نامه ، د ملا مست سلوک الغزا د خپلو خپلو ځانگړنو سره د خپل خپل پير غوره نمونې گڼل کيږي.

د پښتو لمړی گرامر په 1195 هجري کال د معرفته الافغان کتاب وو چې د نوميالي شاعر او ليکوال پير محمد کاکړ تاليف دی - گڼل کيږي چې وروسته دغه لړۍ تر اوسه روانه ده.

د پښتو ژبې لومړی لاس ته راغلې قصيده د اسعد سوري قصيده ده چې په 425 هجري کال ويل شوې ده. که څه هم ويل کيږي چې په داريايي ادب پهلوي ادب کې قصيدې ته وورته شعري جوړښتونه موندل کيږي ، خو ترکومه چې د لاس ته راغلو اسنادو خبره ده ، نو له عربۍ څخه پښتو خله کړې. د نوموړي قصيده په دې ټکو پيل کيږي.

چې نولس تمهيدي او يولس خطابي بيتونه لري -

عرفاني افکار په دريمه هجرۍ پيړۍ کې په پښتو ادبياتو څادر غوړوي. او د عشق او محبت سندرې لومړې بيلگه په ليکلې ادبياتو کې په 550 هجري سپوږميز کال کې ويل شوې ده چې پيل ېې داسې کيږي.

د مهالينو پيښو په پښتو ادب خپل خپل اغيز ښيندلی همداوجه ده چې کله د پښتو شعر او شاعري رزمي او بزمي برخه پياوړې ښکاري -

غزل په پښتو کې اووه سوه کلن عمر لري. لاس ته راغلې نمونه ېې د انمې هجرۍ پيړۍ د اکبر د غزل يو څو بيتونه دي چې پوهاند حبيبي په پښتانۀ شعرا کې ځاۍ کړي دي.

همدارنگه د زرغونې کاکړ د بوستان ژپاړنه چې په نهمه هجرۍ پيړۍ کې ېې کړې د ژباړنې لومړۍ نمونه گنل کيږي. نوموړې د شاعرۍ سره سره ښه خطاطه هم وه.

پکتيا ولايت

پکتيا د افغانستان د سوېلي ولايتونو څخه يو مهم ولايت دی چې د پلازمېنې نوم يې ګردېز او د افغانستان په جنوب ختیځه برخه کې موقعیت لري چې جنوب ختیځې خواته یې د خوست ولایت، ختیځ ته یې د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړه قبایلي سیمه پاړاچنار، جنوب لویدیځ کې د پکتیکا ولایت سره گډه پوله لري، په لویدیځ کې د غزني او په شمال کې له لوگر ولایت سره نښتی ده. په شمال ختیځ کې حتا د ننگرهار له ولایت سره هم یوه کوچنۍ پوله لري.

د یادونې وړ ده چې پکتیا ولایت د جنوب ختیځ زون د مرکز په توگه هم ټاکل شوی ده.

کندهار ولايت

کندهار د هېواد سهيل لوېديځ ته پروت ولايت دى او د افغانستان د لويو تاريخي مرکزونو څخه شمېرل کېږي. کندهار ولايت ټولې ۱۷ ولسوالۍ لري چې عبارت دي له: سپین بولدک، پنجوایي، میوند، ژیړۍ، خاکریز، غورک، نیش، شاه ولي کوټ، میاه نشین، ارغستان، معروف، ښورابک، ریګ، تخته پول، دامان، ارغنداب او ډنډ. د منديگک تاريخي کيندنې د کندهار په ۲۰ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، چې د لرغونپېژندنې له مخې د برنج او مفرغ په دورو پورې اړه لري.

په همدې اساس له ميلاده مخکې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ کلونو په منځ کې د سند، ايران او بين النهرين گرځندويانو او سېلانيانو دې تاريخي مرکز ته تگ راتگ کاوه. له هرات، باختر او سیستان خڅه کوچيان هم په دې تاريخي لاره تېرېدل.

دا حوزه په اوېستا کې د هراوارتي په نامه ياده شوې ده او د اراکوزيا د نوم يادونه هم د همدې ځاى لپاره شوې ده. په لومړيو مرحلو کې دلته کرنيزه زمکې وې.

کندهار هغه مهال ډېر شهرت ترلاسه کړ چې په ۱۷۴۷ ز کال کې احمد شاه درانی د افغانستان واکمن ومنل شو او کندهار یې د هېواد د پلازمېنې په توگه وټاکله.

د ښار په مرکز کې د مېوند ودانۍ وجود لري، چې په ۱۸۷۱ ز کال جوړه شوې ده. خرقه شريفه له بخارا نه دې ښار ته د احمدشاه بابا په پېر کې راوړل شوې ده. د ميروېس خان نيکه او احمدشاه بابا زيارتونه په همدې ښار کې دي او د کندهار چهل زينه يې د غره په لمنه کې ده چې تاريخي ارزښت لري او د چهل زينې د پاىۍ په برخه کې د بابر شاه ياداښت په ډبره کې کيندل شوې دى. کندهار په ۱۷۰۸ز کال کې ميروېس خان د خپل حکومت د مرکز په توگه وټاکه، هغه په کوکران کې موقعيت درلود چې له اوسني ښار څخه ډېر لرې نه دې.

بايد ووايو چې لوى سکندر اراکوزيا په کندهار کې د اسکندري په نوم يوه لويه کلکه پوځي او دفاعي کلا جوړه کړه چې د کندهار عظمت او حېثيت يې لا لوړ کړ.

په قرآن کې ذکر شوي پيغمبران
آدم • ادريس • نوح • هود • صالح • ابراهيم • لوط • اسماعيل • اسحاق • يعقوب • يوسف • ايوب • شعيب • موسی • هارون • ذوالکفل • داوود • سليمان • الياس • اليسع • يونس • زکريا • يحيی • عيسی • محمد

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.