دولت

دولت د ټولنې يو ځانگړى جوړښت دى ، چې د ټاكلې خاورې د ټولو ټولنيزو او كولتوري گټو په واسطه متحد وي ، خپل اداري غونډال ( سېستم ) ، د امنيت غونډال ، كورنۍ او باندينۍ خپلواكي ولري .

د دولت تعريف

دولت د یوې اوږدمهالې، ورو او پرله پسې ودې ‎پایله ده، خو په دې وده كې يورنگي نه لیدل کېږي. د ځمکې په بېلابېلو برخو کې د مېشتو وگړو د فطري چا پېریال او طبيعي اختلافونو له كبله په مختلفو ځایونو او وختونو کې د دولت ‎پیل په مختلفو حالاتو کې وشو. د دغو مخالفتونو په نتیجه کې د دولت بڼې هم مختلفې پاتې شوې دي.

  1. دختیځ سلطنت.
  2. د یونان مدني دولتونه
  3. د روم سلطنت
  4. د زورواکانو دولت
  5. ملي دولت

اخځونه

  1. http://ru.wikipedia.org/wiki/Государство
آزاد کشمير

آزاد کشمير یا د پاکستان تر ولکې لاندي کشمير د کشمیر هغه سیمه چې د پاکستان دولت د واکمنۍ لاندې ده . دې سیمې ته آزاد جمو او کشمیر (اردو: آزاد جموں و کشمیر ) هم ویل کیږي . دا سیمه هغه وخت د هندوستان څخه پاکستان ته ورکړل شوه ، کله چې په ۱۹۴۷ زږدیزکال کې د دواړو هیوادونو تر منځ د لومړۍ کشمیر جنګ وشو. که څه دغه سیمه د پاکستان د اداري کړنو له لاندې راځي خو دا یو خپلواکه سیمه ده .

افغانستان

افغانستان (پښتو / دري: افغانستان) چې په رسمي توگه د افغانستان اسلامي جمهوريت په نوم ياديږي، په غرونو کې کلابند يو هېواد دی چې د اسيا د لویې وچې په څلورلارې کې پروت دی. په ټولگړې توگه دا هېواد د منځنۍ اسيا يوه برخه ده،‌ خو کله ناکله بيا په داسې سيمې څرگند شوی چې نه په منځني ختيځ او نه پر سوېلي اسيا پورې تړلې ده،‌ او دا پدې چې دغه سيمه د منځني ختيځ او سوېلي اسيا سره هڅوبيز، ژبتوکميز او جغرافيکي اړيکې لري. دا هېواد په لوېديځ کې له ايران سره،‌ په سوېل او ختيځ کې له پاکستان سره،‌ په شمال ختيځ کې له چين سره، په شمال کې له تاجيکستان، ازبكستان او تركمنستان سره گډې پولې لري.

په ۱۷۴۷ زېږدیز كال كې افغانستان د لومړي ځل لپاره د احمد شاه بابا له خوا د دولت په توگه اعلان او د هغه پولې معلومې شوې. افغانستان د لوېديځ او ختيځ په څلورلارې کې پروت د بېلابېلو قومونو او کولتورونو کور دی. دا يو ډېر لرغونی هېواد دی او د تاريخ له نظره دا يو لوی سوداگريز مرکز پاتې شوی او په همدې توگه په بېلابېلو وختونو کې دبېلابېلو قوتونو له خوا تر يرغل لاندې راغلی او لوټ تالان شوی دی. د تاريخ په اوږدو کې دا سيمه د فارس، مقدونيانو، عربانو، مغولو، ترکانو، او يونانيانو لخوا نيول شوی. نوی افغانستان د لومړي ځل لپاره د درېيم افغان-انگليس جگړې وروسته په ١٩١٩ کال کې د يوه خپلواک هېواد په توگه هغه وخت راڅرگند شو کله چې بهرنيانو د افغانستان په چارو کې لاسوهنه پرېښوده. په دغه هېواد د روسيې د يرغل وروسته، په هېواد کې بد امني، خپلمنځي جگړې د يوولسم د سپټامبر د پېښې نه وروسته د امريکا يرغل د دغه هېواد تاريخ ويجاړ کړ.

ددغو ناخوالو په پايله کې اوس افغانستان د بيا ودانېدو په لوري روان دی، دا يوه داسې هڅه ده چې د اوږدمهالې جگړې او د هغه ويجاړيو چې د کلونو کلونو وسله والو نښتو په نتيجه کې منځ ته راغلې ځواب ووايي او همدا نوی حکومت هم د ملت په يووالي کې او د هېواد د بيا جوړولو په درشل کې خپل گامونه پورته کړي، خو لا تر اوسه پورې نه دی بريالی شوی چې په هېواد کې په بشپړه توگه امن او ورورگلوي راولي. افغانستان د خورا ډېرو ستونزو سره مخامخ دی، د نړېدلي اقتصادي نظام نه رانيولې، د ميلیونونو مهاجرينو د بېرته ستنېدو پورې، د مخدره توکو قاچاق، د جنگسالارانو شته والی او په شته حکومت کې د بېلابېلو سياسي گوندونو مخالفتونه، دا ټول هغه لاملونه دي چې د اوسمهال حکومت ورسره لاس او گرېوان دی او همدا ټولې ستونزې دي چې

يوويشتمې پېړۍ د افغانستان څرگندونه کوي.

انارشيزم

انارشيزم د وړې بورژوازي هغه ارتجاعي نظر ته وايي چې هر ډول دولتي قدرت او حاکميت ردوي او په مقابل کې گډوډي او بې نظمي تاييدوي.

انارشي دغه لغت د يوناني ژبې له اناركيا Anarchia نه اخيستل شوى دى، معنا يې د يوې ټاكلې، مثبتې او فعالې رهبرۍ او حکومت نشتوالى دى او په حقيقت كې انارشيزم د انډيويډواليزم ډير افراطي شكل دى. انارشيزم د يو مكتب په حيث تقريباً ۱۵۰ كاله د مخه په اروپا كې منځ ته راغى. له سترو پلويانو څخه يې ״باگونين״ (۱۸۱۴. ۱۸۷۶) چې د ۱۸۴۵ نه تر ۱۸۷۶ پورې د اروپا د كمونستو انارشستانو رهبر ؤ، ״پرودون״، ״باتكين״ او نور دي. همدارنگه ״ليوتولستوى״ (۱۸۳۸. ۱۹۱۵) روسي ليكوال هم مذهبي انارشيست ؤ. انارشيزم په يوه ټولنه كې د ټولو ملي مترقي عناصرو ضد واقع كېږي.

انارشيستان په هر ډول اجتماعي شرايطو كې د دولت وجود او حزبي مشې ردوي. دوى سره له دې چې د دولت وجود نه مني. د هر ډول اجتماعي او ديني سازمان ضد هم دي. دوى په دې باندې چې انسان ازاد دى، د هر ډول گډ عمل اتحاد او د ملي مترقي نهضتونو د پراختيا او پياوړتيا ضد واقع كېږي او انفرادي عمل ته ترجيح وركوي. دغه ډول يو جريان چې په ملت كې د ملي مترقي نهضتونو ضد واقع شي، نو هغه جريان د آزادي بخښونكو غورځنگونو د يووالي مخه نيسي. دغه جريان زيار باسي چې په خلكو كې ځان ځاني راولي او د وطنپالو ملي مترقي عناصرو ترمنځ بې اتفاقي واچوي. انارشيستان د دولتونو قوانين د تعرض او تيريو منشاء گڼي او د دولت پر ځاى د داؤطلبانه همكارۍ غوښتونكي دي. ځينې وايي چې لكه څنگه چې پسې مشهوره ده، انارشيستان بې نظمه ټولنه نه غواړي او د يوه داسې نظام په لټه كې دي چې ازاد وي. انارشيستان انسانان اساساً او ذاتاً اجتماعي بولي. دوى وايي چې زموږ هدف په يو بې قانونه او بې دولته ټولنه كې ژوند كول دي. د دوى په عقيده،يوه ازاده او بې اجباره ټولنه كې به اقتصاد پرمخ ولاړ شي او هغه څه چې نن يې دولت په زور سرته رسوي، په داؤطلبانه شكل به هغه ښه ترسره شي. انارشيستان په عمومي ډول درې ډلې دي:

تحول غوښتونكي انارشيستان

كمونست انارشيستان

انډيويډواليست انارشيستانانارشيستان ټول د دولت په نه موجوديت كې سره متفق دي. كه څه هم په ډيموكراسۍ معتقد دولت وي. دوى ديموكراسي د اكثريت استبداد گڼي. د انارشيستانو بين المللي كنگره په (۱۸۷۷. او ۱۹۵۷) كال كې جوړه شوه، خو دوى هيڅكله د ځان له پاره د دايمي تشكيلاتو خاوندان نه شول.

انګلیسي

انگریزي ژبه (انگرېزي ژبه: English language) د لویدیځ د جرمنی ژبو څخه یو مهم ژپه ده. په اوس وخت کی دغه ژبه د نړۍ تر ټولو پراخه ژبه ده چی تقریبا ۱ ملیارد ویلونکی لری.

ايران

ايران (فارسي: ايران, Īrān)، چې پخوا د پارس يا فارس، په نامه يادېده، د منځني ختيځ د سيمې يو هېواد دی چې په لوېديځه آسيا کې پروت دی. د ايران سهېلي سيمې د قفقاز برخه هم ده.

د سهېل لوري ته، دا هېواد خپلې پولې د ارمنستان، آذربايجان (د ناخشيوان په گډون) او ترکمنستان سره گډوي، پاکستان او افغانستان يې ختيځې خوا کې او ترکيه او عراق (کوردستان) يې لوېديځ خوا کې پراته هېوادونه دي. د دې سره سره دا هېواد د فارس خليج سره پراته دولتونه کوېټ، سعودي عربستان، بحرين، قطر، او متحده عرب امارات سره هم خپلې پولې گډوي. د دې هېواد رسمي نوم دولت اسلامی ايران، او ددې هېواد د تابعيت لرونکي ته ايرانی يا ايرانې وايي. په ١٩٧٩ زېږيز کال کې د ايراني انقلاب نه وروسته، کله چې آيت الله خميني ايران، د روحانيونو په حکومت بدل کړ نو د هماغه وخت نه راپدېخوا شيعه اسلام ددغه هېواد رسمي مذهب دی.

حامد کرزی

حامد کرزی د عبدالاحد كرزي زوی او د خيرمحمد خان لمسى دئ، چي د ۱۳۳۶ هجري لمريزكال د لیندۍ په ۹مه چي د ۴ ډېسمبر، ١٩۵٧ کال سره سمون خوري د کندهار ولايت د كندهار ښار ته څېرمه د كرز په كلي كې زيږيدلى دى. حامد کرزي د لومړي ځل لپاره په ٢٢ ډيسمبر ٢٠٠١ کال کي د افغانستان د ولسمشر په توګه وټاکل سو. حامد کرزی د افغانستان دوولسم ولسمشر او د افغانانو په رايه لومړی ټاکل سوې ولسمشر دي، ښاغلي کرزی همدارنګه د افغانستان تر ټولو اوږد مهاله ولسمشر وو.

ده ته د نوي افغانستان بنياد ايښودونکي ويل کېږي ځکه چې دده په دوران کې: د افغانستان نوی اساسي قانون، د ملي اردو، ملي پولیسو، سرحدي پوليسو، بيا رغونه ترسره سوه. د ښاغلي کرزي دولت همدارنګه د کندهار-کابل لويه لاره، د کندهار-هرات لويه لاره، د کابل-باميان لويه لاره، د کابل-جلال اباد لاره او داسې نورې لارې ورغولي، ده په خپل دولت کې په لکونو يتيمانو او کونډو ته مرستې ورورسولي، ډيرې خلګو تعليم و تربيت ترلاسه کړ، دده په دولت کې هسپتالونه تلويزيوني ادارې، راډيوګانې او داسې نور څه بيا فعال سول، افغان حکومت خپل پولي او سيمي بيرته تر واک لاندې راوستلې.

حکومت

حکومت هغه سازمان دى، چې په يوه ټاکلې سيمه کې د واک او قانون نافذولو پوره واک ولري.

د حکومت د مفهوم لپاره ډول، ډول تعريفونه شوي دي. چې لدې ډلې څخه يو هم: حکومت د يوه دولت د تصميم نيولو قوت بولي.

حکومت له درې ډوله قواو څخه جوړېږي:

قضايي قوه

مقننه قوه

اجرايي قوهدارنگه ډولت د سياسي اقتصادپوهانو لکه ماکس وبر او سياسي فلسفيانو له نظره:

د دولت جوړونکي اورگانونه وزارتونه او نور اورگانونه دي.

خوست ولايت

دا ليکنه نابشپړه ده، تاسې ددې ليکنې په بشپړولو کې د ويکيپېډيا سره مرسته کولای شئ.

خوست د افغانستان په جنوب ختيځو کې پروت دی ، ٤٠٢٩كيلومتره مربع مساحت پراخوالی لري ، نفوس يې د يو ميليون څخه زيات وگړي دي. ١٢ ولسوالۍ او دښاروالۍ ٣ ناحيې او دکوچيانو ٣٠٠٠٠ کورنۍ لري.

د غرونو ډ ک خوست د پاکستان قبايلي سيمې وزيرستان سره لگيدلۍ دی چې د پاکستان سره (١٨٥ ) کلومټره گډه پوله لري ،چې په راتلونکي کې به يو ښه ټرانزيټي ښار وي .

خوست ولايت د پکتيا ، پکتيکا سره لگيدلۍ دی چې د اوسني پاکستان د غلام خان څخه را پروت سړک دخوست څخه تيريږي ، گرديز ته رسيږي او بيا دغه سړک پلازمېنې کابل ته رسيږي ،

دغه سړک د پاکستان څخه نورو را داخليدونکو سړوکنو په نسبت ٤٣٣ کلومټرو په کچه کم دی او د افغانستان داقتصادي پر مختگ لپاره مناسبه لارده .

خوست د نورو ولايتونو په نسبت ښه معتادله هوا لري او د ژوند د ډيرو چارو لپاره پراخه لمنه لري ، د خوست ځمکې ښې حاصل خيزي دي ، په

زراعتي ځمکو برسېره ځنگلونه هم لري چې د بيلگې په ډول يې تڼي ، منگل ، ځاځي ميدان ، او د ځډراڼو ځنگلونونومونه يادولی شو ، د يادو شوو

ځنگلونو څخه وچې ميوې لکه چارمغز ، جانغوزي په زياته پايمانه لاسته راځي ، د وچو ميو ترڅنگ لمدې ميوې لکه زردالو ، الوچه ، انار ، ماڼه ، شفتالو

هم ددې ولايت د زراعتي لاسته راوړنو څخه دي ، زياتره وگړي يې د مالداری په برخه کې هم بوخت دي چې د ژوندډيرې اسانتياوې له همدې لارې

پوره کوي ، د کرهڼيزو ځمکو او ځنگلونو د خړوبولو لپاره د طبيعي اوبو يعنې سيند او باران اوبوڅخه گټه اخلي او زياتره

سيمي يې روانې اوبه لري ، په ځينو سيمو کې د بريښنا د توليد لوی او کوچني بندونه هم جوړيدی شي ، پدې ولايت کې ډير تاريخي ځايونه هم شته ، د دې تاريخي ځايونو څخه د منگسو په

سيمه کې د ايسار غونډی يادولی شو ، د پخوانيو خلکو په وينا دغه غونډی په مصنوعي توگه د انسنانو په مټ جوړه شويده او غونډ جوړښت لري ، د سيمي د خلکو په خبره ځيني تاريخي اثار

پدې غونډی کې پيداشوي، چې د وخت په تيريدو يې خلکو پلورلي دي ، ددې ولايت خاوره د اولياؤ کرامو او بزرگانو له برکته هم ډکه ده ، د يادونې په ډول يې مشهور زيارتونه لکه کوکرک بابا ، عالم شېر پير ، نصري اقا ، آدمحمد ، خواجه متون بابا ، گلزار اقا ، يادولی شو .

خوست د ځنگلونو برسېره طبيعي زيرمې هم لري ، چې په ځينو سيمو کې يې د چينې ډبرې (Caco3 ) ، د اوسپنې ډبرې ، مس لرونکي ډبرې ، جست لرونکي ډبرې ، کرومېټ لرونکي ډبرې پيدا شويدي ، د کروميټو ډبرو دايستلو قرارداد هم شويدی چې افغانستان دولت يې د کال ٦ ميليونه امريکايي

ډالره گټه اخلي .

د افغانستان جگړه (۱۹۷۹-۱۹۸۹)

په افغانستان باندې د سره ښکیلاک یرغل هغې خونړۍ نهه کلنې جگړې ته ویل کیږي چې د پخواني شوروي اتحاد له خوا د مجاهدینو په وړاندې د افغانستان له مارکسیست- لینینیست جمهوري دیموکراتیک دولت څخه د ملاتړ په موخه هغه وخت د ۱۹۷۹ کال د دسمبر د میاشتې په ۲۷ مه پیل شوه، چې د شوروي ۵۰۰۰۰ سرتیرو چې د افغانستان د پوځ جامې یې اغوستې وې او په هغو کې د کی جي بي کارکوونکي او د شوروي د ځانگړو ځواکونو (الفا گروپ)سرتیري هم شامل وو، په کابل کې یې مهم دولتي او پوځي تأسیسات لکه د افغانستان راډیو ټلویزیون او مهم هدف یعنی تاج بیک یا د ولسمشرۍ ماڼۍ تر خپل برید لاندې راوسته. همدارنگه افغان مجاهدینو هم له بیلابیلو سرچینو لکه پاکستان، امریکا، انگلستان، سعودي عربستان، مصر او چین او نورو اسلامي هیوادونو څخه د شوروي د یرغل په وړاندې د مقاومت لپاره مرسته ترلاسه کړه.

په افغانستان کې د شوروي اتحاد د څلویښتم پوځ ځای په ځای کیدل د ۱۹۷۹ کال د دسمبر په ۲۴ مه د بریژنیف د ولسمشرۍ پرمهال پیل شول. په افغانستان کې له شرم څخه ډکې ماتې وروسته، د شوروي سرتیرو جزوتامونو د میخاییل گرباچف د ولسمشرۍ پرمهال له افغانستان څخه د ۱۹۸۸ کال د می په ۱۵ په وتلو پیل وکړ او د ۱۹۸۹ کال د فبروري په ۱۵ نیټه ددغه شرمیدلي زبرځواک وروستی جزوتام له افغانستان څخه د شوروي خاورې ته واوښت. په افغانستان کې د روسي سور مخو لپاره د جگړې اوږدوالي له امله ځینې وختونه دې جگړې ته د روسانو د ویتنام جگړه ویل کیږي.

د افغانستان دولت د ۱۹۷۸ کال د دسمبر په میاشت کې یوه موافقتنامه لاسلیک کړه چې دې کار د افغانستان دولت ته اجازه ورکوله ترڅو د اړتیا په صورت کې د شوروي سرتیرو څخه د مرستې د غوښتنې لپاره اقدام وکړي. د افغانستان دولت له شوروي څخه غوښتنه وکړه ترڅو له هغو سره په امنیتي چارو او همدارنگه د مجاهدینو په وړاندې جگړه کې ورسره مرسته وکړي. د ۱۹۷۹ کال د اپریل په ۱۴ مه نیټه، د افغانستان دولت له شوروي اتحاد څخه غوښتنه وکړه ترڅو له ۱۵ څخه تر ۲۰ پورې چورلکې د هغو له عملې سره یوځای افغانستان ته واستوي او همدارنگه د همدې کال د جون په ۱۶ مه، د شوروي دولت د بگرام او شینډند د هوایي هډو د ساتنې لپاره د افغانستان دې غوښتنې ته ځواب ورکړ او تانگونه یې د هغو له عملې سره یوځای افغانستان ته واستول. همدارنگه ددې مرستې په دوام، د همدې کال د جولای په ۷ مه، د شوروي د فراشوتي ځواکونو یوه قطعه چې مشري یې د ډگرمن لوماکین په غاړه وه، د بگرام هوایي هډې ته راورسیده. هغوې افغانستان ته درارسیدو پرمهال خپلې پوځي جامې نه وې اغوستې او د تخنیکي کارپوهانو په شان ښکاریدل. هغوې د ولسمشر تره کي لپاره ځانگړي بادیگاردان وو. دغه فراشوتي ځواکونه په افغانستان کې د شوروي د ستر پوځي سلاکار تر قوماندې لاندې وو او د افغانستان په سیاسي چارو کې یې مداخله نه کوله. د شوروي ډیر سیاسي کارپوهان لکه الیکسي کوسیگین او اندري گرومیکو په افغانستان باندې د شوروي د یرغل مخالف دریځ غوره کړی وو.

د یوې میاشتې له تیریدو وروسته، د پوځي مرستې لپاره د افغانستان د دولت غوښتنې د کوچنیو جزوتامونو او پوځي عملې ته محدوده پاتې نه شوه، بلکې هغو د لویو قطعاتو د راننوتو غوښتنه وکړه. د جولاې د میاشتې په اوږدو کې، د افغانستان دولت غوښتنه وکړه ترڅو د شوروي سرتیرو د میکانیزه پلو ځواکونو دوې فرقې دې هیواد ته رادننه شي. د همدې ورځې په سبا، افغان دولت بیا غوښتنه وکړه چې د میکانیزه پلو ځواکونو له دوو فرقو سره یوځای دې د فراشوټي ځواکونو یوه فرقه دې هم واستول شي. همدارنگه د افغانستان د دولت د ۱۹۷۹ کال د دسمبر تر میاشتې پورې د همدا ډول غوښتنو لړې ته دوام ورکړ. په داسې حال کې چې د شوروي دولت دغو غوښتنو ته د ځواب ورکولو لپاره بیړه نه درلوده.

د ثور ( غویي) بدنامه اوښتون ( انقلاب)

محمد ظاهر شاه واک ته له رسیدو سره سم له ۱۹۳۳ زیږدیز څخه تر ۱۹۷۳ پورې یعنې ۴۰ کاله حکومت وکړ. د ظاهر شاه د تره زوی محمد داود خان له کال ۱۹۵۴ څخه تر ۱۹۶۳ پورې د لومړي وزیر په توگه دنده ترسره کړه. د پرچم مارکسیست گوند هم د همدغو کلونو په لړ کې له هر اړخه ځواکمن شو. په ۱۹۶۷ کال کې د پرچم بدنامه گوند په دوو برخو یعنې خلق چې مشري یې د نور محمد تره کي او حفیظ الله امین په غاړه وه او د پرچم ډله چې مشري یې د ببرک کارمل په غاړه وه، وویشل شو.

پخواني لومړي وزیر محمد داود د محمد ظاهر د واکمنۍ پرمهال د اداري فساد او کمزوري اقتصادي کړکیچ څخه وروسته د یوې سپینې پوځي کودتا له لارې د ۱۹۷۳ کال د جولای په میاشت کې واک ته ورسید. داود په دې توگه شاهي واکمنۍ ته د پاې ټکی کیښود.

د ۱۹۷۸ کال د اپریل په ۲۷ مه د افغانستان پوځ چې د پرچم گوند له موخو سره ېې ډیره خواخوږي درلوده، داود له واک څخه لیرې او هغه یې د کورنۍ له غړو سره یوځای وواژه. په دې توگه د خلق د ډلې مشر نور محمد تره کي د انقلابي شورا مشر او د نوي جوړ شوي د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت ولسمشر په توگه واک ته ورسید.

هدف اسانه په لاس نه راوړل کیږي

File:FB IMG عبدالله.jpg

سعودي عربستان

سعودی عربستان یو پاچایی دولت دی چی د عرب په ټاپووزمی کی پروت دی او د عرب دټاپووزمې تر ټولو لوی هېواد دی. د سعودی عربستان په جنوب کی د الیمین سره، په جنوب ختیځ کی د عمان سره، په ختیځ کی د قطر سره او په شمال کی د عراق، کویت او لاردن سره گډې پولې لری. مساحت یی ۲۲۴۰۰۰۰ کلومتره مربع دی. پایتخت یی الریاض دی.

د سعودی عربستان سطح اواره ده. د سعودی عربستان په جنوب کی لوی دښته پرته ده چی د رب الخالی په نوم یادېږی. د هېواد په لویدیځ کی غرونه سته چی د المدیان او الحجاز په نوم یادېږی او په جنوب کی د عسیر غره شته. په سعودی عربستان کی هیڅ سیند نشته.

شوروي اتحاد

د شوروي سوسيالیستي جمهوريتونو اتحاد يا شوروي اتحاد د اروپا او اسيا په خاورو کې يو دولت وو چې له ۱۹۲۲ ز کاله د ۱۹۹۱ ز کال تر پايه یې شتون درلود. شوروي اتحاد د ځمکې د غونډاري د وچې شپږمه برخه نيولې وه او د خاورې د مساحت له پلوه د نړۍ تر ټولو لوی هېواد وو. دغه دولت په هغه خاوره کې منځته راغی چې تر ۱۹۱۷ ز کاله پورې د روسیې امپراتوري نيولې وه ، البته له فېنلېنډ ، د پولېنډي شاهۍ ځينو برخو ، او ځينو نورو خاورو پرته (د «کارسکايا ولايت» ، د «باتومسکايا اوبلست» ولايت سویلي برخه ، د «سورمالينسکي» ولسوالۍ چې پر ۱۹۲۱ ز کال د تورکیې تر لاس لاندې راغلې). د ۱۹۷۷ ز کال له اساسي قانون سره سم ، شوروي اتحاد د يو گڼ قوميز او سوسيالیستي اتحادي دولت په توگه اعلان شوی وو.

تر دويمې نړيوالې جگړې وروسته شوروي اتحاد له افغانستان ، هنگري ، ايران ، چين ، د کوريا ولسي دموکراتيک جمهوريت ،(د ۱۹۴۸ ز کال د سيپټمبر له ۹ نېټې څخه) ، منگوليا ، ناروې ، پولېنډ ، رومانيا ، تورکیه ، فېنلېنډ ، چکوسلواکيا هېوادو سره د وچې له لارې ، او له امريکا متحدو ایالتونو ، سويډن او جاپان سره یې سمندري گډې پولې درلودې .

عراق

عراق ( په عربی: الجمهوریة العراقیة ) یو هېواد دی چی د نژدې ختیځ په مرکز کی پروت دی. عراق په جنوب کی د کوېټ او سعودي عربستان سره، په لویدیځ کی د الاردن سره، په شمال لویدیځ کی د سوریه سره، په شمال کی د ترکیه سره او په ختیځ کی د ايران سره گډې پولې لری.

د عراق په جنوب ختیځ کی لویه ټېټه مځکه کی شته چی د بین النهرین په نوم یادېږی. د بین النهرین په ټېټه مځکه کی د فرات سیند او د دجله سیند بهېږی.

د عراق په لویدیځ کی لویه دښته شته. د عراق د جمهوریت مساحت ۴۳۷۳۱۷ کلومتره مربع دی. پایتخت یی بغداد دی. کوه حجی ابراهیم د عراق تر ټولو لوی غر دی. لوړوالی یی ۳۶۰۹ متره ده.(3200-2000 CE)

مصر

د مصر جمهوری دولت چې په انګلیسي کې ورته egypt وایي، د شمالي افریقا عربي هېواد دی. ددې هېواد تقریبا ټوله برخه په افریقا لویه وچه کې موقعیت لري. د سینا سحرا او سویز کانال یو څه برخه یې په اسیا کې موقعیت لري.

هېواد

هغه جغرافيايي سيمه يا خاوره ، چې ټاكلې پولې او دولتي خپلواكي ولري ، يا هم د كوم بل دولت تر واك لاندې وي ( مستعمره وي ، يا تر حمايي لاندې وي ) د هېواد په نامه ياديږي . د هېواد د ويي ( كليمې ) مانا نه يوازې خاوره ده ، بلكې ددغې خاورې وگړي هم دي . هېواد همدا راز په راتلونكې كې د بشپړ دولت د جوړوېدو وسيله او ددغې خاورې د هر غړي لپاره په مطلق ډول واحد قوانين دي .

ولسي جرگه

ولسي جرگهدخلكو د استازو هغه جوړښت دى، چې د قوانينو د طرحې، تصويب او د هغوداجرا د څارنې لپاره د خلکو له خوا د مستقيمو، پټو او ازادو رايو په واسطه غوره کېږي او يو له درې گونو قواوو د دولت څخه ده، چې د اساسي قانون په رڼا کې رامنځته شوې ده.

پلازمېنه

پلازمینه په یوه هیواد کې د يوه دولت هغه مهم ښار گڼل کیږي چې پكې د واك او ادارې لوړ اورگانونه ، د دولت د مشر دفتر ، ولسي جرگه، مشرانو جرگه، وزارتونه او ستره محکمه موقعيت ولري، د پلازمېنې په نامه ياديږي . له دغو اورگانونو څخه ځينې كېداى شي ، چې په نورو ښارونو كې هم شتون ولري .

پولنډ

پولنډ ، (پولنډي ژبه Polska ، رسمي نوم يې د پولنډ جمهوريت Rzeczpospolita Polska) په منځنۍ اروپا كې يو دولت دى .

ددغه هېواد شمال لورته د بالتیک سمندر سمندرګى ، په لويديځ كې له جرمني ، په سويل لوېديځ كې له چک ، په سويل كې له سلواکيا ، په سويل ختيځ كې له اوكراين ، په ختيځ كې له بلاروس ، په شمال ختيځ كې له لیتوانیا او د روسيې له کالینینګراد ولايت سره پوله لري . د پولنډ پلازمینه د وارشو ښار او مساحت یې ۹۰۴'۳۱۱ کیلومتره مربع دی.

چک جمهوریت

د چېک جمهوريت (په چيکي:Česká republika)يو صنعتي هېواد دی چې په مرکزی اروپا کې پروت دی.

مساحت یی ۷۸۸۶۵ کېلومتره مربع دی او ۱۰۳۳۰۰۰۰ وگړی (نفوس) لری. پایتخت یی پراگ دی. د چک جمهوریت د اروپا د مشترکو هېوادو غړی دی. د چک جمهوریت په شمال کېله پولنډ سره، په سوېل کېله اتریش سره، په لویدیځ کېله آلمان سره او په ختیځ کېد سلواکيا له جمهوریت سره گډې پولې لری. پراگ، برنو( Brno )، اوستراوا( Ostrava )، اولوموڅ( Olomouc ) او پلزن( Plzeň ) تر ټولو لوی ښارونه دی. د لابې سیند تر ټولو اوږد سیند دی. د چک جمهوریت صنعتی هېواد دی مګر په دغه هېواد کشې عصری کرهنه هم شته.

یونان

یونان هیواد په یوناني Ελλάδα) د ارتقا دوهم ډول د یونان هیواد دولت ؤ او هغه په دوؤ بنسټيزو اصولو باندې ولاړ ؤ. هرښار په سیاسي ډول باندی یو منظم او له نورو څخه یو خپلواک دولت ؤ. او هغوی به په خپله خپلواکۍ باندې ویاړ کوه. او هم به په شعوري ډول د هر مدني دولت ساحه او نفوس محدود ساتل کيدل.

د یونان سیاسي مفکرینو په آند په یوه مرکزي ښار کې د سیاسي ، کلتوري او ذهني ژوند یو ځای ساتلو لپاره د دولت کوچینوالی ډېر اړین دی. د یونان مدني دولت د آزادۍ او مساوي حقونو په حاصلولو کې تر یوه حده پورې شعوري پرمختګ وکړ.

د یونانیانو په آند د یوه دولت د اتباع کېدلو مطلب یواځې د مالیو او ټاکنو ورکول نه بلکه د ملکي او نظامي ژوند په ټولو کارونو کې په مستقیم او فعال ډول ګډون کول دي. د یونان پلازمینه د آتن ښار مساحت یې ۹۹۰'۱۳۱ کیلومتره مربع او ۲۸۶'۸۱۶'۱۰ وګړي لري. د یونان هیواد رسمي ژبه لرغونې یوناني ژبه ده.

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.