برازیل

برازیل چې په رسمي توګه د برازیل فدرالی ولسمشریزه ده د سویلي امریکا یو له سترو او گڼ وگړیزو هیوادونو څخه دی چې پلازمېنه یې برازیلیا او رسمي ژبه یې پرتګالي ژبه ده. برازيل د پراخوالي له پلوه د نړۍ پنځم لوی هېواد دی. د دغه هېواد شمال ته ونزویلا، کلمبیا، فرانسوي ګویاناو شمالي اطلس سمندر ، سوېل ته يې پاراګوای، اروګوای، پيرو او سوېلي اتلس، ختیځ ته يې اتلس سمندر، لویدیځ او جنوب لویدیځ ته یې بولېویا او ارجنټاین هېوادونه موقعيت لري.

هوا

سره له دې چې د استوا کرښه د برازیل له شمالي سیمو څخه تېریږي، خو د ارتفاعاتو او بادونو د لرلو له کبله او دغه راز له اوبو سره د ګاونډیتوب له امله د برازیل هوا ډېره توده نه ده او د سانتیګراد د ۲۷ او ۲۵ درجو په منځ کې ښکته او پورته کېږي. په برازيل کې په عمومي توګه د کال د ډېرو تودو او سړو میاشتو د تودوخې درجې توپیر ډېر نه دی او له ژمي تر اوړي پورې له ۲ تر ۲.۶ درجو پورې توپير کوي. د برازیل په شمال ختیځو سیمو کې د کال په وچ فصل کې د هوا تودوخه ۳۸ درجو ته رسېږي چې دا د برازیل تر ټولو تودې سیمې بلل کېږي. بل خوا د دغه هېواد په جګو برخو کې د ژمي پر مهال هوا سړه وي او د سیندونو اوبه کنګل نیسي. په برازیل کې هر کال په منځنۍ توګه له ۱۰۰۰ تر ۱۵۰۰ ملي مترو پورې اورښت کېږي. د دغه هېواد د امازون د ستر سیند په حوزه کې اورښتونه په جنوري کې پیل کېږي او په جون کې پای ته رسېږي. د برازیل په ډېرو برخو کې د دوبي پر مهال باران اوري او د ژمي میاشتې يې د کال په وچ فصل کې شمېرل کېږي.

کلتور

د یادولو وړ ده چې برازیل له روسیې، کاناډا، چین او امریکا وروسته د نړۍ پنځم لوی هېواد دی چې د جنوبي امریکا ۴۸ سلنه او د ټولې امریکا لویې وچې ۲۰.۸ سلنه خاوره يې نیولې ده. د برازيل پلازمېنه د برازیلیا ښار دی. د دغه هېواد د وګړو شمېر ۲۰۸ ميلیونو تنو ته رسېږي، چې په هر کيلو متر مربع خاوره کې يې ۲۳ تنه ژوند کوي. د ټولو وګړو ۸۵ سلنه يې په ښاري او پاتې ۱۵ سلنه يې بيا په کليوالي سيمو کې ژوند کوي. د ژوند تمه پکې په منځنۍ توګه ۷۳ کاله ده. ۴۸ سلنه اوسېدونکي يې د سپين، ۴۳ سلنه يې د ګډ تور او سپين، ۲ سلنه يې د عربي او پاتې ۷ سلنه اوسېدونکي يې بيا د مختلفو نورو اسيايي نژادونو درلودونکي دي.

مذهب

د برازيل اوسېدونکي له مذهبي پلوه ۶۴ سلنه د کاتوليک، ۲۲ سلنه د پروتستانت او پاتې نور يې بيا د مختلفو اديانو پيروان دي.

ژبي او ایداري ویش

د دغه هېواد رسمي ژبه پرتګالي ده، خو پر پرتګالي سربېره هسپانوي، انګليسي او فرانسوي ژبې هم په دغه هېواد کې ګڼ ويونکي لري. ليک يې لاتين دی. برازیل ۲۶ ولایتونه او یوه فدرالی ولسوالي لري. ساو پاولو، ریودوجنیرو، سلوادور، فورتالیزا، بیلوهاریزونټ، کوریټیبا، ماناوس، او بیلیم يې لوی او مشهور ښارونه دي.

د حکومت بڼه

د برازيل د حکومت ډول فدرالي جمهوريت دی. د دغه هېواد لومړنی اساسي قانون په کال ۱۸۹۱ کې تدوین شوی دی. پر دغه قانون تر اوسه څو ځلې بيا کتنې شوې دي. د برازیل ولسمشر چې د لومړي وزارت دنده هم پرمخ بیايي، له خپل مرستیال سره په یو وخت کې د خلکو په خوښه ټاکل کېږي او يوازې يو ځل د څلور کلنې دورې لپاره کار کولی شي. د برازیل پارلمان دوې جرګې لري: د مشرانو فدرالی جرګه، ۸۱ غړي لري چې له هر ولایت او فدرالي ولسوالۍ څخه درې - درې کسان د خلکو په رایه ورته ټاکل کېږي او ۸ کاله کار کوي. د دې جرګې ۳۳ سلنه غړي هر څلور کاله وروسته بدلېږي. دویمه يې ولسي جرګه ده چې ۵۱۳ غړي لري او ټول د برازيل د مختلفو سيمو د اوسېدونکو له خوا د نفوس په تناسب ټاکل کېږي. د دې جرګې غړي څلور کاله کار کوي. په برازيل کې د هغو کسانو له لوري د رايې کارول جبري دي چې د عمر ۱۸ کلونه يې پوره کړي وي، خو ۷۰ کلنۍ ته نه وي رسېدلي.

حقوقي نظام

د برازیل حقوقي نظام له ۱۹۱۶ تر ۲۰۰۱ کال پورې په رومي قوانینو یا کوډونو ولاړ و، خو په ۲۰۰۲ کال کې پکې بدلونونه راغلل او مدني قوانین نافذ شول. ستره فدرالي محکمه د برازیل لوړ قضایي ارګان دی چې يو مشر یا قاضی القضات او ۱۱ غړي لري او د ولسمشر له لوري د ټول عمر لپاره ټاکل کېږي. ورپسې بيا د استیناف فدرالي محکمه، د ټاکنو عالي محکمه، د عدالت عالي محکمه او سیمه ییزې فدرالي محکمې د برازیل مهمې محکمې بلل کېږي. د برازیل کارګر ګوند، د برازیل سوسیالېست ګوند، د برازیل کمونېست ګوند، کارګر ولسواک ګوند، زرغون ګوند، د عوامو سوسیالېست ګوند او مترقي ګوند د برازيل مهم او مخکښ سياسي ګوندونه دي.

کرنه

برازیل د کرنې د ډېرو لويو سکټورونو صنعتی تولیداتو، کاني موادو او خدمتونو د پراخ جال په درلودلو سره د سوېلي امریکا تر ټولو لوی او پرمختللی اقتصاد دی چې په مارکېټ کې پراخ حضور لري. د ۲۰۰۱ او ۲۰۰۳ کلونو په منځ کې د برازیل اقتصاد له ډېرو کورنیو او بهرنیو ستونزو سره مخ شو خو دولت او اقتصادپوهانو یې له دې پرته چې اقتصادي ودې ته يې زيان ورسېږي، يادې ستونزې هوارې کړې او د هغو پلانونو پلي کولو ته يې دوام ورکړ چې پخواني ولسمشر کاردوسو جوړ کړي وو. برازیل د نړۍ له هغو لومړنیو هېوادونو يو و چې په ۲۰۰۸ زېږديز کال کې يې د امريکا له متحدو ايالتونو څخه له پيل شوي اقتصادي بحران څخه ځان خلاص کړ. په ۲۰۱۰ کال کې په برازیل کې د خلکو او پانګه والو ډاډ بیا لوړ شو او کورني ناخالص توليد يې ۷ سلنه وده وکړه چې له تېرو ۲۵ کلونو راهيسې تر ټولو ډېره او چټکه وده بلل کېږي. د برازيل د ناخالص کورني تولید کلنی ارزښت درې ټرېلیونو ډالرو ته رسېږي او دغه ارزښت هر کال يو سلنه وده کوي. په دغه هېواد کې د سړي سر کلني عايد کچه ۱۰۳۰۹ ډالره ده. د ناخالص کورني توليد په سکټوري جوړښت کې يې د کرنې ونډه ۶ سلنه، د صنعت ۲۳ سلنه او د خدماتو بيا ۷۱ سلنه ده. برازيل ۱۱۲ ميليونه کاري ځواک لري چې يوازې ۶ سلنه يې وزګار دي خو سره له دې يې هم ۲۱ سلنه کورنۍ د بېوزلۍ تر سرې کرښې لاندې ژوند کوي. د دغه هېواد په بودجه کې په منځنۍ توګه ۸۶۲ ميليارده ډالره عوايد او ۸۳۵ ميليونه ډالره لګښتونه شاملېږي. له دويمې نړیوالې جګړې وروسته د برازیل د صنایعو سکټور کرار کرار پر لوی هغه بدل شو او له ۱۹۴۷ زېږديز کال څخه بيا تر ۱۹۶۱ زېږديز کال پورې يې هر کال نږدې ۱۰ سلنه وده تجربه کړه. ماشینونه، نقلیه وسایط، برېښنایي وسایل، المونیم او المونیمي توکي، ساختماني مواد، اوسپنه، پولاد، برېښنا، خوراکي توکي، لرګي، سګرېټ، کیمیاوي مواد، استهلاکي توکي، ټایرونه او ټیوپونه، قرطاسیه، چرم، وسلې او مهمات د برازيل مهم صنعتي توليدات دي. د برازیل ۹ سلنه ځمکه د کرکيلې وړ ده. د دغه هېواد ۲۲ سلنه ځمکه څړځایونو، ۵۷ سلنه ځنګلونو او پاتې نوره بيا غرونو، غونډیو، سیندونو، د کار او تولید ځایونو او د استوګنې کلیوالو سیمو نیولې ده. د برازیل ۱۳ سلنه خلک د کرنې په سکټور کې په کار بوخت دي او ۶ سلنه ناخالص کورنی تولید يې له همدې سکټور څخه ترلاسه کېږي. تنباکو، ربړ، کچالو، سابه، مېوې، لبنیات، غوښه، هګۍ او واښه د دغه هېواد د کرنې او مالدارۍ سکټور مهم محصولات دي. د برازيل د صادراتو کلنی ارزښت ۲۴۵ ميلياردو ډالرو ته رسېږي، په داسې حال کې چې د وارداتو ارزښت يې بيا ۲۴۱ ميليارده امريکايي ډالره دی. چین، د امريکا متحد ايالتونه، ارجنټاين، جرمني، نايجريا او هالنډ د برازيل لوی او مهم سوداګريز شريکان دي. پولي واحد يې برازيلي رېیل دی او مالي کلونه يې له ميلادي کلونو سره برابر دي. برازيل د ۲۸۵۴۰ کيلومترو په اوږدوالي سره د اورګاډي پټلۍ، ۱۸ لويې او ۱۶ کارګو بېړۍ او ۴۰۳۹ هوايي ډګرونه لري چې ۶۹۸ هغه يې پاخه دي. د ټلیفون کوډ‌ یې ۰۰۵۵ دی او ۷۶ ميليونه اوسېدونکي يې انټرنېټي خدمتونو ته لاسرسی لري. د برازیل ۹۳ سلنه خلک په لیک او لوست پوهېږي او منځنۍ یا مسلکي او لوړې زده کړې لري. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ستراتېژیکو څېړنو دفتر په کتاب کې لیکل شوي چې افغانستان او برازیل د ۱۹۶۲ کال د فبرورۍ په ۲۵ مه د نااستوګنو سفیرانو په کچه د اړیکو اعلامیه خپره کړه او دوه میاشتې وروسته برازیلي ډیپلومات خپل باورلیک د افغانستان پاچا محمد ظاهر شاه ته وړاندې کړ. د ثور له کودتا وروسته د افغانستان او برازیل اړیکې پرې شوې. له افغانستانه تر برازیل پورې د هوا له لارې ۱۳۶۰۹ کيلومتره واټن پروت دی. د کابل او برازيليا تر منځ د وخت توپير شپږ نيم ساعته دی.

ISO 3166-1

ISO 3166-1 د هیوادو لست

AD آندورا

AE د عربو متحده امارات

AF افغانستان

AG انتیگوا او باربوداس

AI انگویلا

AL البانیا

AM آرمنستان

AN نیدرلیندس آنتیلیس

AO انگولا

AQ انترکتیکا

AR آرجنتین

AS امریکائی ساموا

AT اطریش

AU استرالیا

AW آروبا

AZ آزربائجان

BA بوزنیا او هرزگاوینیا

BB باربوداس

BD بنگله دیش

BE بلجیم

BF بورکینا فاسو

BG بلغا ریه

BH بحرین

BI بروندی

BJ بنین

BM برمودا

BN برونئ

BO بلویا

BR برازیل

BS باهاما

BT بوتان

BV د بوویت ټاپو

BW بوتسوانا

BY بلاروسیه

BZ بلیز

CA کانادا

CC د کوکس ټاپو

CF د مرکزی افریقا جمهوریت

CG گانکو

CI دآیویری ساحل

CK د کوک ټاپوگانی

CL چیلئ

CM کامرون

CN چین

CO کولمبیا

CR کوستوریکو

CU کیوبا

CV کیپ ورد

CX د کرسمس ټاپو

CY قبرس

CZ چک

DE آلمان

DJ جیبوتی

DK دنمارک

DM دومینیکا

DO د دومینیکا جمهوریت

DZ الجزایر

EC اکوادور

EE استونیا

EG مصر

EH غربی صحرا

ER اریتره

ES اسپانیا

ET ایتوپیا

FI فنلند

FJ فی جی

FK د فالکلند ټاپوگانی

FM میکرونیزیا

FO د فاریو ټاپوگانی

FR فرانسه

GA گابن

GB لویه برتنیا

GD گرنادا

GE گرجستان

GF د فرانسی گیانا

GG گرنزی

GH گانا

GI جبل الطارق

GL گرینلند

GM گمبیا

GN گینه

GP گوادالوپ

GQ استوائی گینه

GR یونان

GS جنوبی گرجستان او جنوبی ساندویچ ټاپوگانی

GT گواتمالا

GU گوام

GW گینه بیسائو

GY گیانا

HK هانکانگ

HM هیرد او د مکدونالد ټاپوگانی

HN هندوراس

HR کروات

HT هایتی

HU هنگری

CH سویزرلند

ID اندونیزیا

IE ایرلند

IL اسرائیل

IM ائل آف من

IN هند

IO د برتانیوی هندی سمندر سیمه

IQ عراق

IR ایران

IS آیسلند

IT ایتالیا

JE جیرسی

JM جامایکا

JO اردن

JP جاپان

KE کینیا

KG قرغیزستان

KH کمبودیا

KI کیری باتی

KM کاماروس

KN سین کیتس او نیوس

KP شمالی کوریا

KR جنوبی کوریا

KW کویت

KY د کیمین ټاپوگانی

KZ قزاقستان

LA لائوس

LB لبنان

LC سنت لیوشا

LI لیختن اشتاین

LK سیرنکا

LR لبریا

LS لسوتو

LT لتوانیا

LU لوکزامبورگ

LV لتویا

LY لیبیا

MA مراکش

MC مونا کو

MD ملداوی

ME مانتی نگرو

MG مالاگازی

MH د مارشل ټاپوگانی

MK مقدونیه

ML مالی

MM برما

MN منگولیا

MO ما کائو

MP دماریانا شمالی ټاپوگانی

MQ مارتینیک

MR ماریتانیا

MS مونتسیرات

MT مالت

MU موری تیوس

MV مالدیو

MW مالاوی

MX مکزیکو

MY مالیزیا

MZ موزمبیق

NA نامیبیا

NC نوی کالیدونیا

NE نیجر

NF نارفوک ټاپو

NG نائجیریا

NI نیکاراگوا

NL هالند

NO ناروی

NP نیپال

NR نارو

NU نی یو

NZ نوی زیلاند

OM عمان

PA پانامه

PE پیرو

PF فرانسوی پالینیز

PG پاپوا نوی گینه

PH فلیپین

PK پاکستان

PL پولند

PM سینت پاری او مایکولون

PN پیتکرن ټاپوگانی

PR پورتوریکو

PT پرتگال

PW پالو

PY پاراگوئه

QA قطر

RE رییونیین

RO رومانیا

RS صربیا

RU روسیه

RW روواندا

SA سعودی عربستان

SB د سالمن ټاپو

SC سیشل

SD سودان

SE سویدن

SG سنگاپور

SH سینت هیلینا

SI سلوینیا

SJ سوالبورد

SK سلویکا

SL سراللیون

SM سان مارینو

SN سینیگال

SO سومالیا

SR سورینام

ST سوتوم او پرنسیپ

SV سلوادور

SY سوریه

SZ سویزرلند

TC ترک او کیکاس ټاپوگانی

TD چاد

TF دفرانسی لاندی جنوبی سیمی

TG توگو

TH تایلند

TJ تاجکستان

TK توکلو

TL شرقی تیمور

TM ترکمنستان

TN تنزانیه

TO تانگا

TR ترکیه

TT ترینیداد او توباگو

TV تووالو

TW تایوان

TZ تانزانیا

UA اوکراین

UG یو گندا

UM د امریکا کوچنی لیری پرتی ټاپوگانی

US دامریکا متحده ایالات

UY اوروگویه

UZ ازبکستان

VA واتیکان

VC سینت وینسینت او گریندانس

VE وینزیویلا

VG دبرتانیی ویرجین ټاپوگانی

VI دامریکا ویرجین ټاپوگانی

VN ویتنام

VU واناتو

WF والیز او فوتونا

WS غربی ساموا

YE یمن

YT مییات

ZA جنوبی افریقا

ZM زمبیا

ZR زائر

ZW زیمبابوی

آرژنتین هیواد

ارجنټاین په جنوبی امریکا کی پروت هیواد دی چی ۴۰۰’۷۸۰’۲ کیلومتره مساحت او ۴۰۰’۵۹۰’۴۳ میلیونه نفوس لری.د پیسو واحد یی

پزو ده.

د مساحت له لهازه د برازیل نه وروسته په جنوبی امریکا کی دوهم او په نړۍ کی اتم لوی هیواد ګڼل کیږي ارجنټاین د لاتینی امریکا دریم لوی اقتصاد دی او د ژوند سطحه پکی هم لوړه ده.

اناناس

اناناس په انگرېزي : Ananas علمي نوم ېې Ananas Comosmus دی او د Bromeliaceae په کورنۍ پورې اړه لري . د پيدا يښت ځای ېې د برازیل سوېل او د پېراگوای هېواد گڼل کېږي . پاڼې ېې اوږدې او کاچوغې ته ورته دي . د پاڼو څنډې ېې ښويې او حلقوي بڼه لري . په درېيم کال کې د دغو پاڼو له منځ څخه نوې پاڼې وده کوي .

اوکراینیان

اوکراینیان (اوکرایني خلک) ukrayintsi) له منځني اسلاویایي قوم له ډلی څخه یو دی. او په ټوله اروپا کې له نژدای پلوه شپږم لوی ګروپ دی. یاد خلک ترډیره په اوکراین او یو شنیر نورو هیوادونو کې میشت دي چې په اوکراین کې یې شمیر کابو ۳۸ میلیونو ته رسیږی، همدارنګه په ترتیب سره په روسیه کې ۲ میلیونه کاناډا ۲'۱ میلیونه امریکا ۱ میلیون او په برازیل کې ۵۰۰ زره میشت دي.

برازیلیا

برازیلیا د برازیل هیواد پلامینه ده چې په جنوبي امریکا کې موقیعت لري.

د امریکا لوی وچې د هیوادونو نوملړ

د امریکایي هیوادونو نوملړ یاهم (د امریکا لوې وچې د هیوادونو نوملړ) (نور مخونه)>>د شمالي امریکا د هیوادونو نوملړ، ۲ د جنوبي امریکا د هیوادونو نوملړ ۳ د مرکزي امریکا د هیوادونو نوملړ

د جنوبي امریکا د هیوادونو نوملړ

د سويلي امریکا د هیوادونو نوملړ د امریکا جنوبي لویه وچه ۱۳ خپلواک او نیمه خپلواک هیوادونه لري.

ارجنټاین

اروګوای

اکوادور

برازیل

بولېویا

پاراګوای

پيرو

سورينام

چېلي

کلمبیا

گويانا

فرانسوي ګویان

ونزویلا

د خپلواکو هېوادونو لړليک

دا د نړۍ د ۱۹۳ هیوادونو د نومونو لړلېک دی. کیدای شی د ځینو هیوادونو نومونه پدی لړلیک کې نه وي راغلي.

•آذربایجان

•ارجنټاین

•سویلي افریقا

•د منځنۍ افریقا ولسمشریزه

•البانیا

•آلمان

•انتیګوا او باربودا

•ګاندورا

•آنګولا

•اتریش

•ایتوپیا

•اردن

•ارمنستان

•اروګوای

•اریتریا

•ازبکستان

•اسپانیا

•استرالیا

•ایستونیا

•سلواکیا

•سلوانیا

•افغانستان

•اکوادور

•الجزایر

•ال سلوادور

•عربي متحده امارات

•اندونیزیا

•اوکراین

•اوګاندا

•د امریکا متحده ایالات

•ایتالیا

•ایران

•آیرلنډ

•آیسلنډ

•باربادوس

•باهاما

•بحرین

•برازیل

•برونای

•بریتانیا

•بلاروس

•بلجیم

•بلغاریا

•بلیز

•بنګله دیش

•بنین

•بوتان

•بوتسوانا

•بورکیناپاسو

•بوروندی

•بوسنیا هرزګوینا

•بولیویا

•پاپوا نیو ګینه

•پاراګوای

•پاناما

•پاکستان

•پرتگال

•پیروهیواد

•پورتوریکو

•تاجیکستان

•تانزانیا

•تایلند

•چین

•ترکمنستان

•ترکیه

•ترینیداد او توباګو

•توګو

•تونس

•تونګا

•تووالو

•ختیځ تیمور

•جامایکا

•سلیمان ټاپوګان

•د مارشال جزایر

•چک جمهوریت

•دومینیکن

•جیبوتی

•چاد جمهوریت

•چین

•ډنمارک

•دومینیکا

•رواندا

•روسیه

•رومانیا

•زامبیا

•نوی زیلاند

•زمبابوی

•کانګو دیموکراتیک جمهوریت

•جاپان

•سائوتومه و پرینسیپ

•عاج ساحل

•لویدیځه ساموآی

•سان مارینو

•سریلانکا

•سنت کیتس او نویس

•سنګاپور

•سینګال

•سویډن

•سویس

•سوازیلند

•سوډان

•جنوبي سوډان

•سورینام

•سوریه

•سومالیا

•سیرالیون

•سیشل

•چېلی

•صربیا

•عراق

•سعودي عربستان

•عمان

•ګانا

•فرانسه

•فلسطین

•فنلنډ

•فیجي

•فیلیپین

•قبرس

•قرغزستان

•قزاقستان

•قطر

•کمبودیا

•کامرون

•کاناډا

•جنوبی کوریا

•شمالی کوریا

•کروشیا

•کاستاریکا

•کلمبیا

•کانګو جمهوریت

•کینیا

•کیوبا

•مجمع‌الجزایر قمر

•کویټ

•کیپ ورد

•کیریباتی

•ګابون

•ګامبیا

•گرجستان

•ګرناګا

•ګرینلند(د دنمارک له مستعمراتو

•ګواتیمالا

•ګویان

•ګینه

•استوایی ګینه

•بیسائو ګینه

•لاووس

•لبنان

•لتوانیا

•لسوتو

•پولنډ

•لوکزامبورک

•لیبریا

•لیبیا

•لیتوانیا

•لیختن‌ اشتاین

•مادا ګاسکار

•مالاوی

•مالتا

•مالدیف

•مالیزیا

•مالي

•مجارستان

•مراکش

•مصر

•منګولیا

•مقدونیه

•مکسیکو

•موریتانیا

•موریشس

•موزمبیق

•مولداویا

•موناکو

•میانمار

•میکرونزی فدرال ایالات

•نایورو

•نامیبیا

•نیپال

•ناروی

•نایجر

•نایجیریا

•نیکاراګوای

•واتیکان

•وانواتو

•ونزویلا

•ویتنام

•هایتي

•هالنډ

•هندوراس

•هند

•یمن

•یونان

دیلما روسف

دیلما روسف (Dilma Rousseff) د برازیل هېوادمشره ده.

زمرد

زمرد (په انگرېزيEmerald) د بريل یو ډول قیمتی ډبره ده چی د سیلیکات آلومینیوم او بریلیوم څخه جوړ شوي ده. د زمرد نوم د عربي څخه او Smaragd د يوناني ژبې څخه اخیستل شوي دي چی په پښتو کی زرغون معنی لري. زمرد په ځانگړي ډول په اتريش، روسیه، کلمبيا، مصر، برازیل، موزمبيق او افغانستان کی استخراج کېږي.

ساو پاولو

ساوپاولو د برازیل هیواد مشهور او ساحلی ښار دی.

فرانسوي ګویان

د فرانسی ګویان په فرانسوي French Guiana د جنوبي امریکا په شمال کې د فرانسه اړوند سیمه ده ګاونډي هیوادونه یې سورینام، برازیل ،ګویان او د کارایب سمندر په جنوب کې پروت هیواد دی. پلازمینه یې کاین ولسمشر ردلف الکساندر رسمي ژبه فرانسوي وګړي ۱۰۹'۲۵۰ او مساحت یې ۵۳۴'۸۳ کیلومتره مربع دی.

پرتګالي ژبه

په نړۍ کې د پرتګالي ژبه شتون.

پرتګالي د پرتګال هیواد رسمي ژبه ده، همدارنګه یاده ژبه په برازیل، آنګولا، کیپ ورډ، ختیځ تیمور، ګینه بیسایو ، سایوتومه او پرنسیپ، ماکاو او موزمبیق کې رسمي ده. پرتګالي د رومي ژبه له کورنۍ څخه ده چې له ګالیسایي پرتګالي ژبه څخه سرچینه اخلي او اوسمهال په نړۍ کې کابو ۲۴۰ میلیونه خلک پری خبرې کوي. همدارنګه یاده ژبه د وګړو له اړخه په نړۍ کې شپږمه ګڼ ویونکې ژبه ده.

چېلي هیواد (شیلي)

شیلی هیواد چی رسمی نوم یی د شیلی جمهوریت دی په اسپانیایی República de Chele په جنوبی امریکا کی موقیعت لري او پایتخت یی د سانتیاګو ښار دی

یاد هیواد د آند غرونو ختیځ او آرام سمندر لویدیځ لورته غزیدلی دی آرام سمندر ددی هیواد ټولی لویدیځی برخی سره ګډه پوله لرې او د شمال لخوانه

د پیرو شمال ختیځ لورته بولیوی او ختیځ لورته د آرژنتین سره ګډه پوله لري او جنوب لورته ترټولو لاندی برخه کی د دریک له تنګی سره نښتی دی

چېلي او اکوادور دجنوبی امریکا یوازینی هیوادونه دی چی د برازیل سره ګډه پوله نلري د آرام سمندره سره یی ګډه پوله تر ۶۴۳۵ کیلومترو پوری رسیږي

رسمی ژبه یی اسپانیایی او مساحت یی

۹۵۰’۷۵۶ کیلومتره مربع او نفوس یی ۰۰۳’۵۷۴’۱۷ میلیونه دی.

کاناډا

کاناډا په انګلیسي Kanada) د سهېلي امريکا د لويې وچې يو داسې هېواد دی چې د هماغې لويې وچې ډېرۍ برخه همدا هېواد جوړوي. همدا هېواد په خپل ختيځ کې د اطلس سمندر نه نيولې تر لويدځ پورې د آرام سمندر پورې غځېدلې دی او د سهېل لورې ته د سهېلي قطبي سمندر پورې زمکه همدغه هېواد په ځان کې رانغاړي. د ارتوالي له مخې دا د نړۍ دويم لوی هېواد دی

. د کاناډا سوېل او سهېل لوېديځ لور ته د امريکا د متحده ايالاتو هېواد پروت دی. پراخوالی، د غرونو جګې لړۍ او د سمندرونو تاوده او ساړه بهیرونه هغه عوامل دي چې د کاناډا په اقلیم اغېزه کوي. په عمومي توګه دغه هېواد څلور ډوله هوا لري: لومړی، هغه سیمې چې د سمندر سواحلو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او په ژمي کې بیا سړه وي.

دویم، هغه سیمې چې د راکي د غرونو لړیو ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا ګرمه خو په ژمي کې بیا ډېره سړه وي. درېیم، هغه سیمې چې اتلس سمندرګي ته نږدې پرتې دي په اوړي کې یې هوا معتدله او باراني وي، خو په ژمي کې یې بیا هوا سړه او واورینه وي. څلورم، د کاناډا شمالي سیمې دي چې هوا یې ډېره سړه ده، د کال په اتو میاشتو کې د دې سیمې هوا د سانتیګراد تر صفر درجې هم ښکته وي.

کلمبیا

کلمبیا په انګلیسي Republic of Colombia په رسمي نوم (د کلمبیا جمهوریت) د سویلي امریکا په ترټولو شمال لویدیځه برخه کې پروت هیواد دی. کلمبیا په جنوب کې له برازیل، ونزویلا ،اکوادور او پیرو د کارایب سمندر له لاری له اطلس سمندر او د لویدیځ له خوا د پاناما او آرام سمندر سره پوله لري. د یاد هیواد رسمي ژبه اسپانیایي ژبه ده پلازمینه یې بوګوتا مساحت ۷۴۸'۱۴۱'۱ کیلومتره مربع او نفوس یې ۶۳۸'۸۱۹'۴۹ میلیونه نفره دی. نظام یې فدرالي ولسمشر خوان مانویل سانتوس او د پیسو واحد یې د کلمبیا پزو COP ده، د هیواد جوړیدنی کال (۵ جون ۱۸۱۱ له لویه کلمبیا) نه (خپلواکی ۱۳ جون ۱۸۳۰) (په رسمیت پیژندل شوی ۳۰ مارچ ۱۸۴۵)م کال دی. د کلمبیا پلازمینه بوګوتا (بوګوتا ډی سی)

ده.

کوریایي ژبه

کوریایي ژبه یاهم هانګول 한국어/조선말) په شمالي کوریا او سویلي کوریا کې رسمي ژبه ده. کابو ۸۰ میلیونه وګړي پدي ژبه خبري کوي چې یوشمیر یې په استرالیا، برازیل، کاناډا، فلیپین، چین، جاپان، امریکا، او روسیه کې میشت دي.

گني

گنی يو فصل دی د کوم څخه چې گوړه،بوره او شربت تياريږي. گني د نړۍ لوی فصل دی.برازیل کې له ټولو زيات گني کرل کېږي، د برازيل څخه وروسته هند،چين ،تايلنډ،پاکستان او ميکسيکو زيات گني کري، په نړۍ کې 80% بوره د گني څخه جوړېږي.

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.