الياس

الياس د بني اسرائيل يو نبي او رسول وو_

احمد رضا خان

مولانا احمد رضا خان څوک چې د اعلي حضرت،امام اهل سنت،حسان الهند او نور گڼ شمېر نومونو سره ياديږي۔احمد رضا خان په 1272 هجري (1865 عيسوي) کال کې زيږيدلي ۔مولانا احمد رضا خان په شمالي هند کې په بريلي نومې ښار کې لويه شوي وو۔

احمد رضا خان گڼ شمېر نعتونه او نورې اسلامي ليکنې کړي وي کومې چې اوس هم ډېړ اهميت لري۔احمد رضا خان په عربۍ،فارسي او اوردو ژبه کې څوارلس سوه کتابونه ليکلي دي۔

اشرف علي تهانوي

اشرف علي تهانوي (1863/8/19-1943/7/4)د شيخ عبدالحق زوى د هند يو ستر عالم ،

الياس خيل

الياس خيل په ا صل کې غلجي پښتانه دي٠ددوی يو شمېر کوچيان او هم يو شمېر خلک يې د ځمکو خا و ندان دي چې اکثره يې د کابل او ننگر هار تر مينځ وادي کې د کابل سين په دواړو غا ړو کې ژ وند کوي، خو ددوی د شمېر په اړوند ز ما سره بشپړ معلو ما ت نشته ٠

امداد الله مهاجر مکي

امداد الله مهاجر مکي(١٨١٧_١٨٩٦)د سويلي اسيا صوفي عالم وو چي د چشتيه طريقې پيرو وو.

بختيار

د بختيارو پښتنو په اړوند مؤ رخينو او تو کم پو هانو بيلا بيلې نظر يې راوړي دي ، دبيلگې په توگه ډپټي محمد حيات خان په خپل مشهور اثر حيات افغا ني کې د نعمت الله هر وي دمخزن افغاني دکتاب پر بنسټ داسي ليکلي دي:" اسحق نو می چې په اصل کې د يوه سيد زوی و په اوش(*) نو مي ځای کې چې دبغداد له تو ابعو نه دی ، د ژ وندانه دپيښو او ستو نزو له کبله دې ته اړ شو چې په سفر لاس پورې کړي، نو هما غه و چې د سليمان غره ته د شير اڼيو سيمي ته راغی او له يوې نجلۍ سره يې چې شيخۍ نو ميده واده وکړ، چې ددغې مير منې نه يې يوازې يو زوی پيدا شو چې ابو سعيد نوم يې ور با ندې کيښود چې نو موړی ما شوم يې دده د ښو طا لعو او نيکمر غۍ په وجه يې په بختور شهرت و مو ند چې د و خت په تير يدو سره په بختيار مشهور شو چې اوس دده او لادې ته بختيار وايي٠ محمد حيات خان دا هم زياتوي:" ځيني خلک دوی سيدا ن بولي٠ دا خلک په اصل کې له ايرا نه راغلي دي چې ددغې قبيلې يو شمير د ايران د اصفهان په لو يديز او يو شمير يې په بخا را کې ژوند کوي ."

د اوش په اړوند کې چې ما ددې مقالې ليکوال کومه څيړ نه وکړه هغه د بغداد له تو ابعو نه نه و، بلکې اوشOshد ما ورالنهر له ښا رونو نه شميرل کيده چې همداوس د قر غيز ستان دويم لوی ښاردی چې د فر غا نې په وادۍ کې مو قعيت لري٠ سر بيره پر دې اوش د اسلامي علو مو لوی مر کز او ډير شمير اسلامي عا لمان يې په خپلې غيږ کې روزلي دي٠

شير محمد خان گنډا پور په خپل مشهور تا ريخي اثر توا ريخ خو ر شيد جهان کې چې په ١٨٦٧ عيسوي کال کې په لا هور کې چا پ شوی دی د محمد حيات خان هغه قول ردوي چې د مو نټ سټوارټ الفنستن پر استناد يې بختيا ر ايرا نيان بللي دي٠ شير محمد خان گنډ ا پور بختيار پښتانه بللي اود اير اني بختياري قبيلې نه يې په بشپړه تو گه جلا گڼي، ځکه پښتا نه بختيارهيڅکله هم ځا نو نه د اير اني بختياري قبيلې سره يوډول نه گڼي او نه ددوی تر مينځ کو مې تا رېخي اړ يکي شته٠ د غسي روايتو نه ډير دي چې ځيني تو کم پو ها ن کله د پښتنو يوه قبيله او کله هم بله په سيدانو يا نورو عر بي الا صله قبيلو پورې تړي چې په حقيقت کې افسا نو ي رنگ لري ٠

په او سني وخت کې بختيار د سليمان غره په شا او خوا، درابڼ او مر غه کې استو گنه لري چې د حيات افغا ني مؤ لف ١٤٣ کلو نه د مخه ددرابڼ په سيمه کې ددغې قبيلې شمير ٨٠٠ کو رنۍ او د مر غه په سيمه کې يي٥٠٠ کو رنۍ ښو دلي دي٠دمخزن افغاني او د پښتنو نورو تو کم پو ها نو په يوه اتفاق دا خبره تا ئيدوي هغه بختيار چې په درا بڼ کې او سيږي، نو دوی د ميا خيلو سره په گټه او تا وان کې شر يک دي٠ دبختيار د قبيلي ځيني پوونده سو داگر د ډير کلک هوډ خا وندان او د سو داگرۍ په چاروکې رښتيني او اما نتدار دي٠

بختيار په لا ند نيو قبيلو ويشل شوي دي: کو رتي،اکو،اتو،پري،توري،سيد محمد،خواجه الياس،

خواجه يحيي کبير : چې او لاده يې د شيخ زي په نا مه يا ديږي٠

مر غچي: هغه بختيار دي چې په مر غه کې دا يمي استو گنه لري٠

مقر زي: پوونده بختيار دي چې د خپل لو مړ ني استو گنځي له کبله يې مقرزي بو لي٠

نظر زي:دوی هم پوونده سو داگر او د بختيار قبيلې يو ښاخ دی٠

د بختيار قبيلي يو ستا نه او ولي حضرت خو اجه قطب الدين الد ين بختيار کاکي(٦٠٠هجري) و چې نعمت الله هروي په مخزن افغاني کې دی اقطب افغان بولي او دده د قبيلې دنورو مشا هيرو ذکر کوي چې په هغو کې د خواجه يحيي بختيار،شيخ شهاب بختياراوشاه ابو بکر بختيار نو مو نه يا دولای شو.دده زيارت د ډيلي د ښار په مهرولي کې دی چې خلک له ليري ليري گو ټو نو نه دده مزار ته راځي او ډير ارادت ور ته لري٠

پښتون مؤرخ سليمان ما کو(٦١٢ هجري) په خپل کتاب تذ کر ت الا وليا کې ددغه ستر ستا نه ذکر کوي او وايي:" بختيار په پښتو سندري کړ ينه- اوښي تو يو ينه- خدای ته نارې کړي غلبلي کړي-پاړکي لر ينه"- چې يو د ادی:

وير مې زړه سوری سوری کړ راته وگوره ملو کې!

په بيلتون کې دې وبا سم له خو ږمنه زړگي کوکې!

راته وگوره ملو کې!راته و گوره ملو کې!

د بيلتون اورونه بل دي هر گړۍ مې زړگی سو ځي

ليو نی يمه د ميني سر خم زه لکه پيلو ځی

راته وگوره ملو کې! راته وگوره ملو کې!

غوړولی دې وربل دی اور زما په زړه کې بل دی

زه بختيار خاورې ايرې سوم په اور سوی مې گو گل دی

راته وگوره ملو کې! راته وگوره ملو کې!

تبليغي ډله

د دعوت او تبليغ جماعت يو دیني خوځښت دی.

دا حرکت په 1927ء کال کي د مولانا محمد الياس کاندهلوي رحمة الله علیه په واسطه جوړ شو ، تبليغي جماعت خلک په قران کريم او نبوي احاديثو عمل کولو ته رابلي دوۍ د خپلو ملاتړو هيڅ کوم رسمي راجستر نلري.

تبليغي جماعت دا وخت د اسلامي نړۍ تر ټولو ستره ډله ده،

تبليغي جماعت د نړۍ په 150-200 هيوادو کي 12-150ميليونه ملاتړكوونكى او غړي لري

د امريكا په متحده ايالاتو کي 50000 فعاله غړي لري،

تبليغي جماعت د خپلو غړو لپاره شپږ نمبري ټاکلي دي دوئ خپلوهغو غړو ته چي علما نه وي په دغو شپږو نمبرو کي د وعظ توصيه کوي

ددې جماعت يو فعاله غړى هغه څوک ده چي په دې جماعت کي يې څلور مياشتي وخت لګولى وي

د تبليغي جماعت اوسنى امير مولانا محمد سعد د مولانا محمد الياس لمسى ده.

د دعوت او تبلیغ تائید دعلماو لخوا:

اکثره خلک داسي فکر کوي چي تبلیغي نظام د عوامو په لاس کي دي او د علماؤ هیڅ همکاري نسته ورسره حتی تأئید یې لا هم نه کوي، خو دغه خبره سل فیصده غلطه ده. ټول علماء دیوبند چي هغوي اوسنی دعوت تبلیغ نظام لیدلي دي د هغه تائید یې کړي دي او هغه یې د امت مسلمه لپاره مؤثره بللي دي. موږ چي کوم علماء کرام یادوو د هغو تائید تبلیغ ثبوت زموږ سره سته. کنې په زرهاؤ علماء سته چي د تبلیغ تائید کوي، ځکه د هغو هیڅ ډول ثبوت زموږ سره نسته نو ځکه د هغوي نومونه مو نه دي ذکر کړي.

لاندي هغه علماء دي:

۱.حکیم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رحمه الله)

۲.شیخ العرب والعجم مولانا حسین احمد مدني (رحمه الله)

۳. مفتي کفایت الله دهلوي (رحمه الله)

۴.مولانا عبدالقادر رائپوري (رحمه الله)

۵. شیخ الحدیث مولانا زکریا کاندهلوي (رحمه الله)

۶. مفتي اعظم محمد شفیع عثماني (رحمه الله)

۷. مفتي اعظم مولانا حسن ګنګوهي (رحمه الله)

۸. مولانا ابوالحسن ندوي (رحمه الله)

۹. محدث مولانا منظور نعماني (رحمه الله)

۱۰. مولانا عمر پالنپوري (رحمه الله)

۱۱. شیخ الحدیث مولانا شیخ حسن جان مدني (رحمه الله)

۱۲. شیخ الحدیث ډاکټر شیر علي شاه (رحمه الله)

۱۳. مولانا محمد امیر بجلي ګهر (رحمه الله)

۱۵. مولانا شیهد یوسف لدهیانوي (رحمه الله)

۱۶. شیخ حماد (مدینه) رحمه الله

۱۷. مفتي اعظم افغانستان مولانا عبدالعلی دیوبندي (رحمه الله)

(ژوندي علماء)

۱۸. شیخ الاسلام مفتي محمد تقي عثماني حفظه الله

۱۹.مفتي اعظم محمد رفیع عثماني حفظه الله

۲۰.شیخ الحدیث ډاکټر عبدالرزاق اسکنر حفظه الله

۲۱. شیخ الحدیث مفتي سعید احمد پالنپوري (اوسني شیخ الحدیث دارالعلوم دیوبند) حفظه الله

۲۲. مولانا ارشد مدني حفظه الله

۲۳. مولانا مکي الحجازي حفظه الله

۲۴. مفتي زرولي خان صاحب حفظه الله

۲۵. متکلم اسلام مولانا محمد الیاس ګهمن حفظه الله.

تصوير

تصوير مجله (په انگليسي: Tasweer Magazine) چې د کال ٢٠١٢م د مياشتې نه يې چاپ کېدل پېل شوي دي او تراوسه چاپ کېږي، اول مياشتنۍ مجله وه چې د پښتو فلمونو لپاره ځانگړې وه او د پښتو فلمونو سره سره به پکې د نړۍ د فلمي نړۍ خبرونه هم چاپ کېدل چې د ٢٠١٢ء کال نه تر ٢٠١٣ء کال پورې چاپ شوه او بيا د څه وجوهاتو له وجې وځنډېده چې په ٢٠١٥ء کال کې يې بيا چاپ کېدل پېل شو او اوس درې مياشتنۍ مجله ده چې د پښتو فکشن لپاره ځانگړې شوې ده. ايډيټر يې رحمت ديوان دى او د پېښور نه چاپ کېږي او خورېږي.

د اسلامي همکاريو سازمان

د اسلامي همکاریو سازمان (په عربي ژبه: منظمه التعاون الاسلامي، په انگرېزي ژبه: Organisation of Islamic Cooperation) یو نړیوال سازمان دی چې ۵۷ هېوادونه یې غړیتوب لري. د دې سازمان موخه دا ده چې د ټولو مسلمانانو ټولیز غږ و اوسي او همدارنگه د غړیو هېوادونو ملي گټې وساتي او د هغو پرمختگ او سمون په نړیواله کچه او سوله یزه فضا کې را منځ ته کړي. د اسلامي همکاریو سازمان یو دایمي غړی په ملگرو ملتونو کې لري. د دې سازمان رسمي ژبې عربي، انگلیسي او فرانسوي دي.

ديوبندي مسلک

ديوبندي (انګرېزي:deobandi) د اهل سنت او جماعت د حنفي مذهب يو نوى خوځښت دى. ددې خوځښت مرکز په هندوستان،پاکستان،افغانستان او بنګلدېش کي ده او د نړۍ مختلفو برخو ته خپور شوى دى. نوم يې د ديوبند دار العلوم نه اخستل شوى ده. دغه خوځښت له شاه ولي الله دهلوي له نظرياتو منشا اخلي.

رشيد احمد ګنګوهي

رشيد احمد بن هدايت احمد ايوبي ګنګوهي (١٨٢٦-١٩٠٥)ستر هندي عالم،د ديوبندي خوځښت سرلارى،ثاني ابوحنيفه او د حديثو ستر عالم وو.

د محمد قاسم نانوتوي سره يو ځاى د مملوک علي زده کوونکى وو. دواړو د حديثو کتابونه له عبدالغني مجددي نه ولوستل او په تصوف کي د حاجي امداد الله مهاجر مکي مريدان وو.

شينواري

شينواري د پښتنو يوه مشهوره قبيله ده چې د سړبن په ټولنيز گروپ پورې اړه لري او د سپين غره په شمالي لمنو او د ننگرهار په جنوب ختيځ کې مېشته دي. د دوی يوه برخه په لواړگی، څو کورنۍ يې دکوهاټ په ځنگلونو کې، د کونړ په سره کمر، د پروان ولايت په غوربند او کشمير کې هم استوگنه لري.

((پښتانه د تاريخ په رڼا کې)) د شينوارو په اړه ليکي دي؛ (( لکه چې د شجرې څخه معلومېږي کاسيان په يوولسو څانگو وېشل شوې دي چې د شينوارو قبيله هم په دوی کې شامله ده. لکه چې د پټې خزانې د روايت نه معلوميږي د خرشبون په اولاده کې د کند او ځمند اولاده د غوړی مرغی نه د غزني، کابل او پېښور د وادي له لور مهاجرت پيل کړ، نو په دغه وخت کې کاسيان بېرته د سليمان غره ته لاړل او هلته مېشته شول. البته د کاسيانو يوې قبيلې (شينواری) د خاښي خېلو سره مهاجرت وکړ او دخيبر په شمال او جنوبي غرونو کې مېشته شول. (پښتانه د تاريخ په رڼا کې ١٣٢٨-١٣٢٧ مخونه)

د شينوارو شمال لوېديځ ته د خوگياڼيو قبيله، شمال ته يې د کابل سيند او د مومندو قبيله، ختيځ ته يې د ډيرونډ کرښه تر لواړگی پورې امتداد او د اپرېديو د قبيلې سره پوله لري او جنوب خواته يې سپين غر موقعيت لري. دوی د هسکې مېنې (ده بالا)، مومنددرې، نازيانو، اچين او دوربابا په ولسواليو او د چپرهار په علاقه دارۍ کې استوگنه لري.

دغه قبيله په لومړی سر کې په دوو پلارو وېشله کېږي چې يوه ته سه پای او بل ته عبدالرحيم خېل وايي. چې سه پای مشر ورور او عبدالرحيم خېل کشر ورور دی. مشر ورور په خپل منځ کې اووه تپی دي؛ حسن خېل، حمزه خېل، الياس خېل، رينداد خېل، حيدرخېل، بابرخېل، سليمانخېل او کشر ورور يې په دې تپو وېشل شوې دي او هغه له علي شېرخېل، عدل خېل او سنگوخېل څخه عبارت دی.

محمد

کينډۍ:حضرت محمد(ص)

محمد بن عبدالله بن عبدالمطلب د اسلام د وروستي پيغمبر نوم دی. مسلمانان په دې گروهه دي چې محمد

د الله وروستی پيغمبر دی او تر هغه وروسته پيغمبري يا نبوت ختم شوی نو له همدې کبله د هغه د خاتم النبيين په نامه هم پېژندل کېږي. دې کایناتو دپيداکوونکى په انسانيت باندې دټولو نه لوى احسان دا دی چې ددوى دهدايت لپاره یې وخت په وخت دنياته انبياء عليهم السلام راليږلي دي او بيا په تيره تيره دټولو نه اخر ته یې زمونږ خوږ نبى صلى الله عليه وسلم درحمت اللعالمين په حيث راوليږلو اودهغوي بلنه او دژوند حالات یې دا رنگ په حفاظت کې وساتل چې دهغې بېلگه د نړۍ په يوانسانى تاريخ کې هيچرته هم نۀ شى موندل کيدی. درسول پاک ص دژوند ورځې شپې مونږته دارنگ په حفاظت اومکمل ډول رارسيدلى دى چې يو طرف ته خودهغې د دريښتنوالى داسې انتظام وشو چې تراوسه پورې د هغې په صداقت کې څوک چوڼ قدر له هم نۀ شى کولی اوبل طرف ته داوږدوالى یې داحال دی چې دحضور (ص) ويناگانې دژوند تيرولو لارې چارې کړه وړه ناسته پاسته خبرې اترې داستوگنې چلونه کلى کلولى اولاتيریدا چې د خوراک څښاک ، د ویده کيدو ويښيدو اودو شتو ټوکو پورې واړه حرکتونه دامت مشرانو محفوظ ساتلى دى

لنډه دا چې دهغوى (ص) پحقله يونيم زر کاله پس نن هم مونږ دهرڅه نه خبر يو اوداځکه چې دهغوى (ص) تعليمات ترقيامته پورې پاتې کيدونکى دى دلته زۀ صرف دحضور (ص) داولنى ژوند مبارک په حقله څوټکى عرض کول غواړم .

دحضور پاک (ص) دژوند مبارک دحالاتو نه وړاندې داضرورى ده چې مونږ دهغه زمانې تاريخى حالت ته لږه ډيره توجه وکړو کوم چې په هغه وخت کې دعربو يادخواوشا دملکونو وه اودا ځکه چې ددې نه بغير مونږه دنبوت اهميت نه شو محسوسولی اسلام چې کوم تعليم پيش کړی دی دهغې بنياد په توحيدرسالت اواخرت دی داهغه رڼاده چې ددې نه هغه زمانې کې نه صرف عرب بلکې ټوله دنيا بې خبره او په تيارۀ کې پرته وه داصحيح ده چې درسول پاک نه وړاندې دالله تعالى ډير نازولى نبيان دنياته راغلى وو اودزمکې هرگټ ته ئې دتوحيدتعليم رسولی ؤ دگمراهۍ په تياروکښې بد بد راگير وو سپوږمۍ ،نمر، ستورى اوفرښتې غرونه، ماران اوکاڼى بوټى ئې ځان له دخدائى تعالى په نوم نيولى وو دبې شميره خدايانو په لاس کې ئې د ژوند واگې ورکړې وې او يوحقيقى الله پاک ترې نه هيرؤ .

سياسى اعتبارسره په دغه زمانه کې دوه ښه طاقتونه موجود وو يوفارس اوبل روم دفارس مذهب مجوسيت ؤ او دروم عيسائيت ددې دوو نه علاوه يهوديانو اوهندوانو هم وجود لرلو اوپه خپل خپل ډول کې ؤ درښتياوالى دعوى کوله په ايران کې دستورو عبادت عام ؤ نوره دنياهم په رنگ رنگ اوتوبوتو سر وه لنډه دا چې په هر لور دکفر تور تم وه انسانيت دخپل خلاصون دپاره دچاخوا خوږى په انتظار کې خپلې دوه سترگې څلور کړې وې دعربو په يوه لويه حصه کې يعنې قرى وادى ،خيبر اووزک کې ديهوديانو اکثريت ؤ مدينه کې هم ديهوديانو شمير زيات ؤ په ملک کې دشرک دود دستور راج ؤ خلقو دبتانو کاڼو فرښتو اوپيريانو عبادت کولو .

ليکن ددې هرڅه باوجود ديوخدائې تصور هم خلقو کې موجود ؤ خوداتردې حده پورې چې هغه به ئې د نورو خدايانو نه لوئى خدائې گڼلو ولې دا عقيده ئې دومره کمزورې وه چې عملاً به ئې په خپلو لاسونو جوړ شوى خدايان هرڅه گڼل اوپه دې غرض ئې خانه کعبه کې چې اسلام نه اگاهو به ورته بيت الحرام وئيلی شو درې سوه شپيتۀ بتان ايښودى وو چې دژوند هره کشاله کې به عربو دوى ته دخپلې حاجت روايۍ پحقله منت زارى کوله اولسى حيثيت سره هم هر رنگ بدى په دوى کې پيدا شوې وې ولې بياهم دعربو بعضې صفتونه دقدر وړ دى په دې کې ميلمستيا پياوړتوب، دسختۍ ژوند تيرول دژبې فصاحت ،دحافظې مضبوطى اوپه لوظ قول ټينگ پاتې کيدل وغيره.

محمد يوسف کاندهلوي

محمد يوسف کاندهلوي چي حضرت جي هم ورته وايي (۱۹۱۷-۱۹۶۵) د هندوستان اسلامي عالم او د تبليغي جماعت دوهم امير وو

مولانا عبد الحفیظ مکي

مولانا عبدالحفیظ مکي یو اویا ۷۱ کاله تر مخه د هندوستان په «امرتسر» ولایت کې زیږېدلی وو، د هندوستان د وېش وروسته د پاکستان په «فیصل اباد» ښار کې مېشت شو، دیني زده کړي يې په سعودي کې بشپړي کړې او بیا یې د هندوستان په سهارنپور کې په جامعه (مظاهر العلوم) کې د شیخ الحدیث مولانا زکریا رحمه الله په ګډون د نورو مشهورو هندي علماو څخه دیني زده کړي تر لاسه کړي.

نوموړی په تصوف کې د تبلیغي جماعت د پخواني مخکښ مشر شیخ الحدیث مولانا محمد زکریا کاندهلوي مرید او پیروی خلیفه وو.

ده په دیني علمي حلقه کې د نړۍ په سطحه ښه نوم درلود او په عربو او عجمو کې په درنه سترګه ورته کتل کېدل.

ټول عمر یي د ختم نبوت عقېدې او د قادیانیت پر ضد د خلکو پوهاوي ته وقف کړی وو، لیکوالي او تصنیف، دیني تبلیغ، دیني مدارس او تصوف سره یې سروکار وو. ده د بخاري شریف یوه لویه شرحه هم لیکلې ده چې نوم یې «کنز المتواري» دی او په ۲۷ جلدونو مشتمله ده.

د اسلامي نړۍ دغه ځلانده ستوری، د ختم نبوت تنظیم مشر، نړیوال دیني او روحاني شخصیت مولانا عبدالحفیظ مکي په جنوبي افریقه کې د زړه د دورې له امله د ۷۰ کالو په عمر تیر کال وفات شو.

مولانا محمد الياس

مولانا محمد الياس د څوارلسمې هجري پېړۍ په سر کې د پېښور له مفسرينو څخه و، چې د مخزن التفاسير په نامه يې پر قرآن کريم يو تفسير ليکلی ؤ او هم يې په ژبه شعر وايه. دا بيتونه د ده دي:

کينډۍ:د شعر پای

مولانا محمد الياس کاندهلوي

له اسلامي نړۍ د ستر مبلغ حضرت مولانا محمد الياس کاندهلوي (رحمة الله علیه) لنډه پیژندنه

مولانا منصور انصاري

د اسلامي ټولنپوهنې او ختیځ سیاسي مفکر علامه مولانا ابوالحامد محمد بن عبدالله منصور انصاري د دیوبند په علمي او جهادي روزنځای کې روزل شوې و، او د شېخ الهند د سیاسي او جهادي غورځنگ څخه یې د اسلام د بریالیتوب او مسلمان امت له انگرېزي استکبار څخه ژغورلو لپاره په مبارزه لاس پورې کړ و. دې د شېخ الهند له سرتېرو څخه ؤ، چې د اسلام لپاره یې خپل آل، مال او آن تردې چې خپله کورنۍ هم ځار کړه، او انگرېز ضد مبارزې ته یې راودانگل.

علامه منصور انصاري په ۱۸۸۳ز کال د اتراپردېش ایالت، سهارنپور ولسوالۍ په انبېټه کلي کې د دیوبند دارالعلوم بنسټ اېښوونکي مولانا محمد قاسم نانوتوي رحمه الله په کاله (د مور له اړخه) دې نړۍ ته سترگې پرانیستې.

پيغمبران په قرآن کې

د پيغمبرانو دا لاندي نومونه هغه نومنه دي كوم چي په قران کريم كې راغلي.

په قرآن کې ذکر شوي پيغمبران
آدم • ادريس • نوح • هود • صالح • ابراهيم • لوط • اسماعيل • اسحاق • يعقوب • يوسف • ايوب • شعيب • موسی • هارون • ذوالکفل • داوود • سليمان • الياس • اليسع • يونس • زکريا • يحيی • عيسی • محمد

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.