اروپایي ټولنه

اروپایی اتحادیه یوه اقتصادی ،سیاسی او تولنیزه اتحادیه ده چی په اروپا کی شتون لری او اوسمهال ۲۷ هیوادونه غړی لري.

Global European Union
اروپايي ټولنه

د اروپايي اتحاد (ټولنې)دجوړيدو موخی

ددغه کار بنسټيزه موخه په اروپا کی په گډه سره دگډو ستونزو حلول دی چی اقتصادی او ټولنيزه پرمختيا، په نړۍ کی د اروپا درول جگول، د اروپايی او ولسونو دحقوقو او گټو ساتل او همدا رنگه د دوی د ازاديو، امنيت او ټولنيز عدالت تامينول يی په سرکی راځی. ددغو موخو د باوری ترلاسه کولو په هيله اتحاديی يو لړ موسسی يا انستيتوتونه هم منځته راوستې دی.

د اروپايي ټولنې لنډه تاريخچه

دويم نړيوال جنگ په اروپا کی پراخه ويرانی منځ ته راوستل او خير غوښتونکې سياستوال يی پدی سوچ کی واچول چی څنگه وکولای شی دداسی ناورين دبيا پيښيدو مخنيوۍ او دتير شوی جنگ نه د راپاتو ناخوالو او ورانيو بيا رغاونه وکړی . هغه مهال په اروپايي نقشه کی ډير بدلون راغلې وو او اروپا نوره دنړۍ دپيښو مرکز نه گڼل کيدله ځکه امريکا او شوروی اتحاد د داسي سترو زبر ځواکونو په توگه راڅرکند شول چی نړۍ يی پر دوو لويوسياسی قطبونو وويشل .

دا ډول توکو لکه د ډبرو سکرو اوفولادو د دويم جنگ په پرمخ بيولو کی خورا لوی رول درلود . ددی پخاطر چی ددغو موادو څخه دبل جنگ دپاره کار وانه خيستل شی، شپږو هيوادونو لکه فرانسی، المان، ایټاليا، بلجيم، هاليند او لوکزامبورگ پخپلو کی پدی اړه په ١٩٥٢ کال يو تړون لاسليک کړ .

څو کاله وروسته په ١٩٥٨ کی دغو ٦ هيوادنو يو گام مخته واخيست چی اروپی اقتصادی گډه ټولنه او داروپايی اټمی انرژۍ گډه ټولنه يی جوړه کړه . دی کار ديوه پراخ گډ بازار د رامنځته کولو دپاره لاره پرانيستل . ورو ورو د٦ هيوادونو سره يو په بل پسی نور اروپايی هيوادونه هم ملگری شول . په اتيايمو کلونو کی دی گډ بازار دومره وده وکړه چی هلته توکو ( اجناسو ) ٫ خدماتی چارو ٫ اشخاصو او پانگی ازاد دوران او تگ راتگ کولای شو .

په ٩٠ - يمو کلونو کی د ماستريخت Maastricht تړون منځته راغی چی له مخی يی بايد گډ پولې واحد ټاکل شوې وای. پر همدی بنسټ په ٢٠٠٢ کال داروپا دوولسو ١٢ هيوادونو ( ايورو ) دگډو پيسو په توگه ومنل . وروسته يی دخارجی او امنيتې سياست ٫ دپناه ورکولو او مهاجرت سياست گډ اړخونه هم دځان دپاره وټاکل . دنوموړی تړون له مخې داروپايي گډ بازار نوم و اروپايی اتحاديی اروپايي اتحاد ته واوښت .

په ٢٠٠١ کال د Nice تړون سره سم اتحاديی ته نوره هم دپراختيا لاره خلاصه او په ٢٠٠٤ کال لس نورهيوادونه ورننوتل . دی کار پخپل وار ديوه گډ اساسی قانون اړتيا منځته راوستل . خو په ٢٠٠٥ کال دفرانسی او هاليند خلگو په ټولپوښتنو کی دی قانون ته منفی رايی ورکړی چی ورسم يی لړۍ وځنډول شوه او لاتر اوسه يی هم برخليک پوره روښانه ندی .

دا مهال په اروپايي اتحاد کی ټولټال ٢٧ هيوادونه غړيتوب لری او په لاندی کلونو کی ورگډ شويدی :

اروپايی اتحاديه دغړو هيوادونو دپاره په هغو برخو کي چی تړون ښودلې دی ٫ قوانين تصويبوی . په اتحاديه کی د غړو هيوادونو تر منځ دگډ کار دغه شکل له دوديز نړيوال گډ کار نه لوړ او فرامليتی دی . ددی خبری مانا داده چی په دوديز شکل کی نړيوال تړونونه هغه وخت اجرائيوی واک ترلاسه کوی چی دتړون په اړوندو هيوادونوکی يی پارلمانونه تائيد کړی . مگر په اروپايي اتحاد کی دی کار ته ضرورت ځکه نشته چی غړو هيواونو دخپلو پارلمانو يوه برخه تقنينی واک نوموړی اتحاديی ته سپارلې دی . په اتحاديه کی که يو غړۍ هيواد ديوه قانون په اړوند منفی رايه هم ورکړی او قانون داکثريت په رايو تصويب شی ٫ ټول غړې هيوادونه يی داجراکولو مکلفيت لری .

يو بل شی چی اروپايي اتحاد ته د دوديزو نړيوالو همکاريو نه توپير ورکوی ٫ هغه ديو لړ موسسو شتون دی چی مستقل کار کوی لکه : اروپای کميسيون ٫ اروپايي پارلمان او اروپايی محکمه .

ددی دپاره چی داتحاديی په کړو وړو باندی لږ غوندی خبر شو پکار ده جوړښت ته يی سر ور دننه او له نژدی نه يی وگورو :

غړي

اوسمهال اروپایي اتحادیه ۲۷ غړی لري چی له دې ډلې څخ ۶ هیوادونه په 1958 کال یی بنسټ ایښودونکي وو:

نور ۲۱ هیوادونه چی وروسته پرله پسی غړي شول:

اروپايی شورا ( لوړه غونډه )

=دا شورا چی په عادی توگه په کال کی دوه ځله غونډی کوی ٫ دغړو هيوادونو مشران او د اروپايی کميسيون رئيس ورپکښی گډون لری . ځينی وختونه دخارجی چارو وزيران هم ورته رابلل کيږی . دا په اتحاديه کی ترټولو لوړ ارگان دی او مهمی سياسی پريکړی لکه د اروپايي اتحاد پراخول ٫ د اروپايي اتحاد تړونونه څيړل يا په نړيواله کچه د اروپايي اتحاد سياست ټاکل ددی شورا په دندو کی راځی . پدی شورا کی پريکړی يوازی دټولوغړو په همږغۍ او درايو په اتفاق ترسره کيدلای شی . دشورا رياست په نوبت سره د ٦ مياشتو دپاره ديوه غړی هيواد دمشر پرغاړه دی .

شورا

دا په واقعيت کی د اتحاديی ترټولو لوړ تقنينی ( قانون جوړولو ) ارگان دی چی يا پخپله اويا د اروپايي اتحاد پارلمان سره په گډه قوانين تصويبوی . شورا په قانون جوړولو کی دپارلمان مشوری اخلی اونظر يی اوری خو داخيرنيو پريکړو صلاحيت يی خپل دی . په اړوندو چارو کی د غړو هيوادو سکتوری وزيران ددی شورا غړيتوب لری ٫ مثلا ً که دچاپيريال په اړه دقانون تصويبولو ته اړتيا وی نو داړوندو هيوادونو دچاپيريال وزيران سره کښينی او شوراجوړوی . دلته هر وزير دخپل هيواد د وگړو په تناسب يو ټاکلۍ تعداد رايی لری . په شورا کی ځينی چاری په اکثريت سره غوڅيږی خو دځينو ټاکلو چارو دپاره بيا درايو اتفاق ته اړتيا په پام کی نيول شويده . که څه هم نوموړې شورا تقنينی واک لری خو دتقنين ابتکار بيا دکميسيون دنده گڼل شويده .

اروپايی کميسيون

داکميسيون د اروپايي اتحاد دغړو په برابر ٢٧ تنه غړې لری . په کميسيون کی دبحث پروخت هريوغړۍ دخپل هيواد گټی نه بلکه دټولې اروپا په کچه گټې په نظر کی نيسی . دکميسيون رئيس داروپايی شورا په سپارښت او دپارلمان په تائيد ټاکل کيږی مگر غړی يی اړوند هيوادونه د پنځو کالو دپاره معرفی کوی .

کميسيون داروپايی شورا دپريکړو دعملې کولو په موخه تدابير نيسی او دقانون دابتکار صلاحيت لری . ددی خبری حقوقی مانا داده چی کميسيون دقانون جوړولو وړانديز کولای شی . په غړو هيوادونوکی د اروپايي اتحاد دتصويب شوو قوانينو دعملې کولو دکنترول چاری هم ددی کميسيون پرغاړه دی . که چيری کوم هيواد ديوه قانون څخه عدول ( تيرۍ ) کړی وی ٫ کميسيون کولای شی اروپايی محکمې ته يی راجع او د دعوی اقامه ورباندی وکړی

اروپايی محکمه

نوموړې محکمه هم ٢٧ غړی لری او دنده يی داروپايی قوانينو څخه دسر رغړونکو هيوادونو د دوسيو څيړل اوتعقيبول دی . دا محکمه د اتحاديی دغړو هيوادونو ترمنځ او همدارنگه د ځانگړو غړو هيوادو او اتحاديی ترمنځ کشالې څيړی او پريکړی کوی . دغړو هيوادونو محکمی کولای شی داړتيا سره سم ددی محکمی څخه مشوری اودابهام پروخت دقوانينو په هکله تفسير ترلاسه کړی .

اروپايی پارلمان

تر ١٩٧٩ کال پوری ددی پارلمان استازی دغړو هيوادونو دپارلمانولخوا معرفی کيدل ٫ خو لدی نه راپدی خوا په هرهيواد کی دمستقيمو ټاکنو دلاری ټاکل کيږی . په پارلمان کی د ٢٧ هيوادو څخه داستازو ټوليزتعداد ٧٨٥ تنو ته رسيږی چی دهرهيواد برخه دهغه د وگړو په تناسب ټاکل شويده . دبيلگی په توگه ډنمارک پدغو اخيرنيو ټاکنو کی ١٣ تنه ورته غوره کړه . پارلمانی گروپونه دلته دهيوادو دتابعيت له مخی نه بلکه د گډو سياسی نظرياتو پر بنسټ جوړيږی . مثلا ً دټولو غړو هيوادو سوسيال دموکراتان پخپلو کی يو پارلمانی گروپ جوړوی چی گډی سلامشوری او گډ وړانديزونه کوی . پارلمان حق لری دشورا او کميسيون نه پوښتنی اويا له دوی نه دسياسی ابتکار غوښتنی وکړی . پارلمان همدارنگه کولای شی دکميسيون څخه دباور رايه واخلې . دقانون دوړانديز صلاحيت دپارلمان دنده نده ځکه دا کار کميسيون ته سپارل شويدی .

دا وو داروپايی اتحاديی دجوړښت او کړو وړو په اړه اړين معلومات چی په لنډ ډول وړاندی شو او هيله ده هغو وطنوالو ته چی لاتراوسه يی پدی باره کی معلومات کم وو ٫ په زړه پوری گرځيدلې وی .

المان

د المان فدرالي جمهوریت د لویدیځې اروپا له هیوادونو څخه یو دی.

آلمان په الماني|Deutschland) په رسمي نوم د آلمان فدرال جمهوریت {{په الماني|BRD:Bundesrepublik Deutschland)

المان له ۱۹۸۹ كاله يعني د برلین دیوال له منځه تلو وروسته هڅه كوي چې د مخ په زياتېدونكي پرمختيايي اقتصاد په وسيله خپله پخوا جبران كړي. دا هېواد له شمال لور نه شمال سمندر، ډنمارک او د بالتیک له سمندر سره گډه پوله لري، له ختیځ لور نه له پولنډ او د د چېک جمهوریت سره، له سویل نه له اتریش او سویس سره او له لودیز لوري نه له فرانسه، بلجیم، لوکزامبورک او هالنډ سره گډه پوله لري.

د برتانیا وتل د اروپایي اتحادیه نه

د بریتانیا وتل د اروپایي اتحادیه یا ټولنې نه چې ورته برکسېت هم ایل کیږي.

هغه رفرادنوم یا ټول پښتنه چې په23 جون د 2016 عیسوي کال کې د بریطانیه ولس او خالکونه وشله د 17 مېلیونونه ډیر خلکو دا ټاکنه وکره چې بریطانیه د اروپایي اتحادیه ووځي او هغي وتلي وغوښتل او نزدي 16 مېلیونه هم رايه ورکره چې بریطانیه په اروپایي ټولنه کې پاتي شي او برکسېت ټولنه دي بریا ته قایم شو چي خپل موخې ته ورسیږي.ځیني کارپوهان د بریطانیه وتل د نیوناسیونالیسم نظریه د ډیریدو نه مني ..د برکسېت واقعه ته چې سم وګورو کیږي چې په راتلونکي کې نور هېوادونه هم د اروپایي اتحادیه نه د وتلو غوښتنه وکري او هغوي هم ټول پښتنه د خپل ولس نه را مینځ ته کري ، او د بریطانیه وتل ځیني مالي او اسعاري او داقتصادي ثبات ستونزې په بریطانیه او اروپايي اتحادیه کې منځه ته کري او ځیني کارپوهان په دي باندي باور لري چې کیږی په راتلونکې کې مالي سرمایه اچول اوتجارت په اروپایي اتحاديه کې لګ شي او ډیر خلک د خپل پیسو لپاره سرمایه اچول په اروپایي اتحادیه کې زره ښه نه کې او اقتصاد رکود ته ورشې.

فرانسه

د فرانسې جمهوریت فرانسه د لویدیځی اروپا ترټولو لوی هېواد دی.

فرانسه په جنوب لویدیځ کی د اسپانیا سره، په ختیځ کی د ایټالیا، سویس، آلمان او لوکزامبورک سره او په شمال ختیځ کی د بلجیم سره ګډه پوله لرې مساحت یی ۵۴۳۹۶۵ کلومتره مربع او ۵۸۰۲۰۰۰۰ وگړی لری. پایتخت یې د پاريسښار دی. د فرانسی جمهوریت په اروپا کې د اروپایي ټولنی مهم غړی دی.

فرانسه یو استعماری آبر قدرت هېواد ‌وو او د دی لپاره د فرانسی ژبه او فرهنګ د آسیا، افریقا او امریکا پر هېوادونو آغېزه لرې. فرانسه په لویځه اروپا کې ترټولو لوی هیواد او وروسته له اوکراین نه په ټوله اروپا کې دوهم لوی هیواد دی. دا هیواد له بلجیم، لوکزامبورګ، المان، سویس، ایټالیا، موناکو، آندورا او اسپانیا سره ګډه ځمکنۍ پوله لرې.

فرانسه د اروپایي ټولنه (ی) له بنسټګرانو څخه یو مهم بنسټګر او د ملګري ملتونو څخه هم یو مهم غړی یا بنسټګر شمیرل کیږی. او همداسی دا هیواد د جي اته هیوادونه او د ملګرو ملتونو امنیت شورا دایمی غړی دی چې په یاد سازمان کې د قوانینو د وټو کولو حق هم لرې. فرانسه یوله اټمي بټۍ لرونکو هیوادونو څخه دی.

لوکزامبورګ

لوکزامبورګ په اروپا لویه وچه کې پروت یو هیواد دی. اصلی نوم Groussherzogtum Lëtzebuerg د اروپا په شمال کې کوچېنی هیواد چې پلازمینه یې هم لوکزامبورګ نومیږي دا هیواد له المان، فرانسه، او بلجیم سره ګډه پوله لرې. لوکزامبورګ د ۰۰۰'۶۰۰ وګړو سره په اروپا کې یو له پرمخ تلونکو هیوادونو څخه دی. د لوکزامبورګ مساحت ۵۸۶'۲ کیلومتره او رسمي ژبي یې الماني، فرانسوي، او لوکزانبورګي دي. د حکومت ډول یې مشروطه پادشاهي او لومړی وزیر یې زاویه بتل دی. د یاد هیواد پلازمینه لوکزامبورګ ښار دی.

لیتوانیا

لتوانيا لیتوانيایي Lietuvos) رسمي چارو کې د لتوانيا جمهوريت یادیږي، په لیتوانيایي رسمي نوم Lietuvos Respublika) وايي. دا هېواد په سهېلي اروپا کې پروت دی. او په بالټيک هېوادونو کې د ارتوالي له مخه تر ټولو لوی هېواد دی چې بالتیک سمندر ته څېرمه پروت دی، دا هېواد په سهېل کې د لاتویا سره ، د بېلاروس سره په سوېل-ختيځ کې، د پولېنډ سره په سوېل کې او د روسيه سره چې د کالینینګراد ولایت يې يوه څانګه ده په سوېل-لوېدځه لوري خپلې ګډې پولې لري. د لیتوانیا هېواد د ۲۰۰۴ کال د می د مياشتې راپدېخوا د اروپایي ټولنه ی غړيتوب هم لري. د لیتوانیا پلازمینه د ویلنیوس ښار دی.

مولود چاووش اغلو

مولود چاووش اغلو په ترکي Mevlüt Çavuşoğlu) یو ترک سیاستمدار او له ۲۰۱۴ کال راهیسی د ترکیه د بهرنیو چارو وزیر دی.

هنګري ژبه

هنګري یاهم (مجارستاني ژبه) په هنګري ژبه magyar) د هنګری هیواد رسمي ژبه ده.

پرتګال

پرتګال په پرتګالي Portuguesa) په انګلیسي República Portuguesa) د اروپا سویل لویدیځ کې پروت هیواد دی. چې پلازمېنه یی لیسبون دی. او رسمي ژبه یی پرتګالي ده. د پرتګال نفوس ۰۰۰'۵۰۰'۱۰ نفره د پیسوواحد یې یورو او مساحت یې ۲۱۲'۹۲ کیلومتره مربع دی.

دا هیواد په اروپایي ټولنه او ناټو سازمان کې غړیتوب لري.

کرواسیا

کرواسيا هیواد په کرواسیایي Hrvatska) چې په رسمي توګه د کرواسیا ولسمشريزه نوميږي د بالکان په سيمه کې پروت يو هېواد دی.

د یاد هیواد د هر وګړې کلنی عاید ۹۲۰’۱۳ ډالره دي. سیلانې د کرواسی د اقتصاد لویه برخه جوړوې چې د ټول اقتصاد ۲۰% یې د سیلانې له لاری لاسته راوړې. د کرواسی سیاسي نظام جمهوری تک (یو) پارلمانی دی. دا هیواد د نړۍ په مختلفو سازمانونو کې غړیتوب لرې چې د هغې جملی نه یوه اروپایي ټولنه ده او په ۹-۲۰۰۸ کلونو کې د ملګروملتونو امنیت شورا غیر دایمی غړی وو.

کرواسیا په ۱۹۱۸ کال کې د دوهمی نړیوالی جګړی نه وروسته د اتریش مجارستان امپراطوري نه جداشوه او د پخوانی یوګسلاویا سره یوځای شوه. دا هیواد په ۲۱ د جون ۱۹۹۱ د یوګسلاویا نه خپله خپلواکی ترلاسه کړه. د کرواسیا د خپلواکی جګړې څلور کاله دوام درلود چې د خپلواکی غوښتونکو په ګټه تمامه شوه او یاد هیواد خپله خپلواکی تر ننه ساتلی ده. د کرواسیا لوی ښار او پلازمینه د زاګرب ښار دی.

ګرجستان

ګرجستان (ګرجي: საქართველო) په انګلیسي Georgia) په قفقاز کې پروت یو هیواد دی چې پلازمېنه یې تفلیس نومیږي او گرجستان د اوراسيا په سیمه کې پروت دی چې له آسیا او اروپا سره ګډه پوله لري.

ګرجستان لویدیځ ته له تور سمندر شمال خواته یې روسیه سویل ته له ترکې او ارمنستان او د سویل ختیځ لورته له آذربایجان سره ګډه پوله لرې.

د ګرجستان پلازمینه تفلیس ښار دی او مساحت یې

۷۰۰'۶۹ کیلومتره مربع او نفوس یې په ۲۰۱۶م کال کې ۷۲۰۰۰'۳ نفره وو. ددی هیواد د حکومت ډول نیمه ولسمشریزه ده. ګرجستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې په اروپا او آسیا دواړو لویو وچو کې موقیعت لری. نو ددی سره یاد هیواد هڅه کوی چې په ناټو سازمان او اروپایي ټولنه کې ځان شامل کړې.

یوناني ژبه

یوناني ژبه Ελληνικά، IPA

eliniˈka) ۳۵۰۰ کلن تاریخ لري چې له ټولو هندو اروپایي ژبو څخه تاریخي ده. یوناني د یونان هیواد رسمي ژبه ده او په شمیر نورو هیوادونو کې د سیمه ییزي ژبه په توګه پیژندل کیږي.

د اروپايي اتحاديې غړي هېوادونه
Flag of Austria.svg اتريشFinland اسپانیااسټونيا اسټونياFlag of Slovakia.svg سلواکياFlag of Slovenia.svg سلووانیاFlag of Italy.svg ایټالياFlag of Ireland.svg آيرلېنډFlag of the United Kingdom.svg انگلستانFlag of Belgium.svg بلجيمبلغاريه بلغاريهFlag of Portugal.svg پرتگالFlag of Germany.svg جرمنيچېک جمهوريت چېک جمهوريتFlag of Denmark.svg ډېنمارکFlag of Romania.svg رومانياسويډن سويډنFlag of France.svg فرانسهFinland فېنلانډCipru قبرسLetonia لېتوانياFlag of Luxembourg.svg لوگزامبورگPolonia پولېنډLituania لېتوانياMalta مالټاFlag of Hungary.svg هنگريFlag of the Netherlands.svg نېدرلېنډFlag of Greece.svg يوناند اروپايي اتحادېې نښان

په نورو ژبو کې

This page is based on a Wikipedia article written by authors (here).
Text is available under the CC BY-SA 3.0 license; additional terms may apply.
Images, videos and audio are available under their respective licenses.